سهاروختي غوټۍ نغريو په کارونو بوخته وه چې مور ی ورباندې غږ وکړ !وه یاربازه ژرچای تیار کړه هسې هم نور څه نکوې ,ستادلاسه خلکوته دمخ ښودلو پاتې نشوکه همداشان پاتې شې ،ښه ده چې مړه شې! دغوټۍ دمور غږ ډیر سخت و .
غوټی په ډیر عاجزۍ اوټیټ غږ وویل :وریندار راته ویلی و چې دهغه هلک نه پیسې وغواړه چې مبایل کې کارت اچوم دې کې زما څه ګنا ه وه؟ دهغې خبرې د ژوند د ستونزو او د ټولنیزو رواجونو دظلم احساس څرګنداوه. موریی وویل : بس کړه نور دځان صفایۍ لپاره څه ونه وایې ! دمور غږ غوټۍ ته د بې وسۍ احساس لا زیات کړ . غوټۍ چوپه شوه نور یی دخبرو وس نه درلوده له سینه یی یو سوړ اسویلی راووت، اوښکې یی دبند ماتیدلې سیلاب په څېر پرمخ را ماتې شوې ، ورو ورو یی سر راپورته کړ او اسمان ته یی وکتل ،د رپیدلو شوشنډو ترمنځ یی وویل ! اې الله ج! ته خو هرڅه وینې،تاته خو هرڅه معلوم دي،. دانو څه ډول امتحان دی له ماشومتوبه تر ځواني پورې زما همدا حال وه ،چیرته لاړه شم؟لاره رانه ورکه ده، دا دنیا راباندې تنګه ده! همداسې یی ژړل او ګیلې یی اسمان سره شریکولې ځکه په ځمکه یی د اوریدو څوک نه وه.
تراتو بجو پورې ټول چای وڅکل، خو غوټی هماغه نغري څنګ ته ناسته و له ډاره د ورونو او پلار په مخ نشو ګرځیدای وروسته یی ورور ورپسې راغی ، او ښه یی ووهل .د غوټی د خلاصولو لپاره هیڅوک مخکې نشو. د نجلی بیچاره ټول بدن دوهلوله امله شین او تکه تکه شوی و. هر زخم یی د یوې بې ګناه نجلی دخاموش فریاد نښه وه درد یی دومره زیات و چې هره شپه هره ورځ به یی له ځان سره دخلاصون دعا کوله داسې خلاصون چې نور پکې دا درد داسپکاوي او دا ظلم نه وي. هغې نور دژوند خوښي نه احساسوله؛نه ځکه چې ژوند یی نه غوښت.داد یوې نجلۍ کیسه وه چې دظلم دوام یی روح هم ژوبل کړی و .دغوټۍ قسمت له پیله غمجن وپه هغه کور کې نجونې د مینې او درناوی وړ نه ګڼل کېدې. غوټۍ یوه ساده او بې ګناه نجلی وه مکتب یی نه و لوستلی د ژوند په ډیر څه نپوهیدل. د څلورو دیوالونوتر منځ لویه شوی وه،نه مبایل درلوده نه بیرون له کوره وتل، دغوټۍ په کورنۍ کې هیڅوک تعلیم نه و کړی او ښوونې ته یی په بده سترګه کتل.غوټۍ هم دهمدې نظرونو تر سیورې لاندۍې لوې شوی و خوکله چې دغوټۍ ورینداره واده شوه هغه ډیره چالاکه او بې لارې ښځه وه . وریندار به یی په پټه غوټۍ ته چل ورکاوه ورو او حساب شوی خبرې به ورته کولې او ویل«ددروازې دباندې هغه هلک ته ووایه چې پېسې راکړي چې زه کارت اچوم.» غوټۍ به په زړه کې داخبرې سمې نه بللې ،خو د وریندارې داحترام له امله به چوپ پاتې کیده هغې داکار دخپلې خوښې له وجهې نه،بلکې دمجبورۍ او درناوی له کبله کول دساده ذهن او پاک نیت له کبله ی نشو درک کولی چې دا چل دی او پایله به یی دهغه په سر راولوییږي .غوټۍ یوازې همدومره پوهیده چې دکور دمشر خبره نشي ماتولی هماغه احترام چې دهغه دساتنې سبب شوای وای دهغې د بدمرغۍ لامل شوه . او هغه لاس چې د مرستې په نوم غځیدلی و ،ورو، ورو د تهمت او بدنامۍ دروازه ورته پرانیستله. همدغه تیروتنه غوټۍ لپاره د پلمې په څېر شوه ،چې په ټول کلي کې یی نوم رسوا او بدنام کړ.دهغې بې ګناهۍ هیڅ اهمیت نه درلوده خلکو یوازې د ظاهر او دخلکو دخبرو پر بنسټ قضاوت کول. ددې تیروتنې او رسوایی له امله کورکې پر غوټۍ ظلم لا ډیره شوی وه.
په همدې سهار کله چې یی پلاراو ورونه له کوره ووتل او مور یی هم لکه دنورو ورځو ګاونډیانو کره لاړه .
غوټی په لرزیدلی قدمونوسره خپلې کوټې ته ولاړ هره ګام یی دزړه له درده ډک وه. او دروازه یی په ځان پسې وتړل هرځای کې چوپتیا خپره شوی ودکور هره کوټه دبې غږۍ او ځورونې نښه لرله.او غوټۍ ځان ددې چوپتیا ترمنځ یوازې احساسوله. نه خبرې ،نه مرستې ،او نه ددرناوی ځای ،یوازې دفشار ،ظلم،او محدودیت دروند وزن دهغې د ژوند هره لحظه ډکه کړی وه غوټۍ ځان لدې نړۍ او فشارونو جلا کړ . کور دچوپتیا په دروند سیوري کې ډوب و . وروسته چې خلکو دروازه پرانیستله،غوټۍ لدې نړۍ څخه تللی وه.خو دهغې خبرې او فریاد لا ژوندۍ وه:
«زه بې ګناه وم ،خو خبره داوه چې کور کې مې ځای نه درلود،ځکه زه یو نجلی وم». وروسته یی کورنی دخپلې کړنې پښیماني وکړه هغوې پوه شول چې څنګه ی د یوې معصومې نجلی ژوند دظلم ،تهمتونو او بدو رواجونو لاندې تېرکړی وه. غوټۍ لاړه ،خو دهغې فزیاد، درد اود عبرت پیغام د ژوند په هره ګوښه کې پاتې شو،څو ټولنه دخپلو کړنوداغېز او دنجونو دحقوقو په اړه فکر وکړي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.