کیوي سروتونین لري چې حافظه، زده کړه، خوب او مزاج ښه کوي او د خپګان مخه نیسي.
کیوي یوازې یوه خوندوره مېوه نه ده، بلکې د پوستکي د پاملرنې لپاره هم یو طبیعي ښه مواد دي.
دا مېوه د ویټامین C، ویټامین E او انټياکسیدانونو څخه بډایه ده چې د پوستکي د روغتیا، پیاوړتیا او ځوان ساتلو لپاره ضروري دي
.
کیوي همدارنګه ډېر فایبر لري او د بدن اضافي مواد او زهري توکي وباسي، چې پایله یې روښانه او سالم پوستکی دی.
د پوستکي د حجرو بیا رغونه
په کیوي کې موجود ویټامین E پوستکی لمده ساتي، د پوستکي حجرې بیا رغوي او پوستکی نرم، ځوان او انعطاف منونکی کوي.
د پوستکي د ټینګښت لپاره
د عمر له زیاتېدو سره پوستکی خپل ټینګښت له لاسه ورکوي. د کیوي استعمال د پوستکي ژورو طبقو ته مهم غذایي مواد رسوي.
په کیوي کې ډېر ویټامین C شته چې د کولاژن په جوړېدو کې مهم رول لري. کولاژن د پوستکي د ټینګښت او نرموالي لپاره اړین دی او د زخمونو په ښه کېدو کې مرسته کوي.
د ژمي په موسم کې د کیوي ماسک د وچ او پوستهپوسته پوستکي لپاره ډېر ګټور دی.
د پوستکي د ناروغیو مخنیوی
کیوي د اومیګا ۳ شحمي اسیدونه لري چې د پوستکي له ناروغیو او حتی سرطان څخه ساتنه کوي.
د اضافي غوړ (سبوم) کنټرول
کیوي د پوستکي د اضافي غوړ تولید کموي او د جوانیو، تور دانو او چرب پوستکي په کنټرول کې مرسته کوي.
د زړښت نښو کمول
کیوي ډېر انټياکسیدانونه لري چې ازاد رادیکالونه له منځه وړي او د چینو، داغونو او د عمر نښې ځنډوي.
د لمر د زیان مخنیوی
کیوي د امینو اسیدونو او ویټامین C له امله د لمر د زیان پر ضد مرسته کوي او سوځېدلی پوستکی اراموي.
د لمر سوځېدلي ځای ته د کیوي ټوټې ایښودل ژر ارام راولي.
د ښکلا لپاره د کیوي ګټې
د پوستکي رنګ روښانه کول
ویټامین C د پوستکي رنګ روښانه کوي.
د سترګو لاندې تیارو کمول
د کیوي نری ټوټه د سترګو پر سر کېږدئ او ۱۰–۱۵ دقیقې آرام وکړئ. دا کار که هره ورځ وشي، د سترګو تیاره حلقې روښانه کوي.
د ویښتانو لپاره د کیوي ګټې
د ویښتانو د تویېدو مخنیوی
کیوي د ویټامین C او E له امله د ویښتانو تویېدنه کموي.
همدارنګه مګنیزیم، زنک، فاسفورس او اوسپنه لري چې د وینې جریان ښه کوي او د ویښتانو وده چټکوي.
د سر د پوستکي کولاژن جوړونه
ویټامین C د سر په پوستکي کې د کولاژن جوړېدو سره مرسته کوي او ویښتان تغذیه کوي.
د وچوالي او زبرۍ له منځه وړل
د کیوي د تخم تېل د اومیګا ۳ له امله ویښتان لمده کوي، بې له دې چې درانه یې کړي.
همدارنګه شوره او د سر اگزما کموي.
د وخت نه مخکې سپین کېدو مخنیوی
په کیوي کې موجود مس د ویښتانو طبیعي رنګ ساتي.
د سرطان پر ضد مرسته
کیوي د ویټامین C له امله د ازادو رادیکالونو مخه نیسي چې د سرطان سبب کېدای شي.
یوه دانه کیوي د ورځې ۷۷٪ د ویټامین C اړتیا پوره کوي.
کیوي د کولمو د سرطان د خطر په کمولو کې هم مرسته کوي.
د هاضمې لپاره
کیوي د پروبیوتیک په څېر عمل کوي او د هاضمې توازن ساتي.
دا مېوه اکټینیدین لري چې پروټینونه ماتوي او هضم اسانه کوي.
د وزن کمولو لپاره
۱۰۰ ګرامه کیوي یوازې ۵۵ کالورۍ لري.
فایبر یې لوږه کموي او د مړښت احساس زیاتوي.
د تنفسي ستونزو لپاره
کیوي د استما، مزمن ټوخې او تنفسي ستونزو نښې کموي.
د شکر (دیابت) کنټرول
کیوي ټیټ ګلیسیمیک شاخص لري (۵۳) او د وینې قند ناڅاپي لوړوالی نه رامنځته کوي.
همدارنګه اینوسیتول لري چې د قند په کنټرول کې مرسته کوي.
د مزاج ښه کول
کیوي سروتونین لري چې حافظه، زده کړه، خوب او مزاج ښه کوي او د خپګان مخه نیسي.
د هډوکو روغتیا
کیوي ویټامین K او کلسیم لري چې هډوکي پیاوړي کوي او د پوکۍ خطر کموي.
د وینې فشار کنټرول
د کیوي لوړ پوټاشیم د سوډیم اغېز کموي او د لوړ فشار لپاره ګټور دی.
د معافیت سیستم پیاوړتیا
ویټامین C، ویټامین E او انټياکسیدانونه د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.
د بدن د اسید او القلي توازن
کیوي د معدې زیات اسید خنثی کوي، ښه خوب، انرژي او سالم پوستکی رامنځته کوي.
د ماشومانو لپاره د کیوي ګټې
یوه دانه کیوي د ماشومانو د ورځې ۲۳۰٪ ویټامین C اړتیا پوره کوي.
قبض کموي، معافیت لوړوي او د استما خطر راکموي.
ماشومانو ته کیوي له ۸–۱۰ میاشتو وروسته ورکول مناسب دي.
د ځیګر (کبد) روغتیا
کیوي د ویټامین C له امله د ځیګر ساتنه کوي او د حجرو بیا رغونه چټکوي.
د خولې د زخمونو درملنه
کیوي د خولې دردناک زخمونه د څو ورځو په موده کې ښه کوي.
د کیوي جانبي عوارض (د زیات استعمال په صورت کې)
الرژي:
نس ناستی، خارش، د خولې خارښت، د نس درد، او په شدیدو حالاتو کې خطرناک حساسیت. دا زیاتره په ماشومانو کې وي.
د خولې التهاب:
د اسیدي خاصیت له امله د خولې سوځښت رامنځته کېدای شي.
نس ناستی:
د ډېر فایبر له امله د زیات استعمال په صورت کې.
د درملو سره تداخل:
هغه کسان چې د بتابلاکر درمل خوري، باید په ورځ کې له یوې دانې زیات کیوي ونه خوري.
د وینې ټینګېدو اغېز:
کیوي د وینې ټینګېدل ورو کوي.
د جراحي نه لږ تر لږه ۲ اوونۍ مخکې د کیوي خوړل بند کړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.