کولوسټرم Colostrum :
کولوسټرم هغه لومړنۍ شيدې دي چې د ماشوم د زېږون له شېبې وروسته د مور له سينې څخه راځي. دا شيدې د رنګ له پلوه ژېړ ته مائل او د جوړښت له مخې ټينګ شانتې وي، خو ارزښت يې له هر ډول عادي غذا څو چنده لوړ وي. همدا څو څاڅکي د ماشوم د ژوند د پيل لپاره تر ټولو پياوړی بنسټ جوړوي.
کولوسټرم د ماشوم د بدن دفاعي نظام راويښوي. په دې شيدو کې داسې طبيعي محافظتي مواد شامل وي چې ماشوم د اسهال، نمونيا، تبه، او بېلابېلو انتاني ناروغيو څخه ساتي. دا شيدې د ماشوم کولمې قوي کوي، د زيانمنو جراثيمو مخه نيسي او بدن ته دا وړتيا ورکوي چې له لومړۍ ورځې څخه ځان خوندي وساتي.
دا لومړنۍ شيدې د ماشوم د دماغ، اعصابو او عمومي ودې لپاره هم بنسټيز رول لري. کولوسټرم د ماشوم په بدن کې هغه طبيعي توازن رامنځته کوي چې له مخې يې هاضمه سم کار پيل کړي او بدن يې ورو ورو د ژوند له چاپېريال سره عادت شي. همدارنګه دا شيدې د ماشوم د لومړنيو فضلاتو په ايستلو کې مرسته کوي، چې ورسره د ژړوالي خطر هم کمېږي.
کولوسټرم يوازې ماشوم ته نه، بلکې مور ته هم ګټه رسوي. دا د رحم د راټولېدو سبب ګرځي او د زايمان وروسته د زياتې وينې بهېدو مخه هم نيسي. همدا راز د مور او ماشوم ترمنځ هغه ژوره مينه او تړاو پياوړی کوي چې د ټول ژوند لپاره اغېز لري.
له بده مرغه، په ځينو ټولنو کې بيا خاص په پښتني ټولنو کې لا هم دا غلط تصور شته چې کولوسټرم ګټه نه لري، حال دا چې حقيقت بلکل برعکس دی. دا شيدې خرابې نه دي، بلکې د ژوند تر ټولو پاک، قوي او ضروري نعمت دی. کولوسټرم د ماشوم لپاره د خدای له لوري يو طبيعي واکسين دی، داسې واکسين چې نه جوړېږي او نه يې بل بديل شته.
په رښتيا هم، کولوسټرم يوازې شيدې نه دي. دا د ژوند پيل، د صحت بنسټ، او د مور د مينې تر ټولو خالص تعبير دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.