زري دارې څپلۍ

رحیمه سهار

34

مور په کمزورې غږ وویل :سبابه انشاءالله د څادر خامک دوزي به پای ته ورسیږي ،او خور به دې له خپلې ښوونکې پیسې واخلي .بله ورځ به تاسو ښار ته بوځم او داخترلپاره به تاسو ته نوی چپلکې واخلم .ماشومان خوشحال وو،دښکلو چپلکو خیالونه یی په ذهن کې ګرځېدل،اوپه بې صبرۍ سره یی دسبا انتظار کاوه،ترڅودڅادر ګنډلو پیسې راوړي او دوې له خپلې مورسره ښار ته ولاړ شي.بلاخره سبا ماسپښین مشره خور له خپلې ښوونکې پیسې راوړې او مورته یی وسپارلې .مور ډیره خوشحاله شوه او ماشومانو ته یی وویل :نن ناوخته ده،سبا به لخېره سهاروختي ښار ته ځو اوتاسو ټولو ته به چپلکې واخلم .ماشومان د خوشحالۍ له امله ټوله شپه ويښ پاتې شول ،هر یو دنوو چپلکو خیالونه په ذهن کې انځورول او داختر ورځې ته یی په ډېره مینه او شوق انتظار کاوه ،شپه پر ماشومانو ډېره اوږده تېره شوه .سهاروختي ،مور له ماشومانو سره دښار پر لور روانه شوه .ښار له کورڅخه ډېر لېرې وو.ماشومانو پوښتنه وکړل !مورې !په موټر کې ځو؟مور وویل!نه ،پلي به ورو ورو ځو. ژر رسیږو .بیا ټول دښار پرلور روان شول؛لاره کې به ماشومانو ستړي شول بیا به ویل !مورې !دا لاره خو ډېره اوږده ده ،موږ ولې نه رسیږو؟بیا مور وویل:لږ پاتې اوس رسیږو. مور او ماشومان یو ځای کې دمه وکړله،بېچاره مجبوره وه ،که پیسې یی په کرایه لګولې وای،نو د چپلکو پېسې به یی له کومه کړې وای .له ډېرې ستړیا وروسته ښارته ورسېدل.دښار په منځ دوکانونو کې رنګارنګ څراغونه لګیدلي و،او رنګ ،رنګ څپلۍ په دوکانونو کې له لېرې نه هم ښکارېدې،ځینو دوکاندارانو خپلې څپلۍ په قطارسره ایښې وې ځینو بیا د دوکان پر مخ راځوړند کړې هم وې .چې دهغو ځلا او ښکلا له لېرې ښکاریدې او دا هرڅه لیدل یو ځانګړې خوند درلود،او ماشومان ورته خوشحالیدل .تردې چې یو دوکان ته ننوتل ،په دوکان کې به هریوه ماشومه ښکلی څپلۍ په لاس کې نیول او ویل! مورې،داراته واخله دا زما خوښیږي!بله به یی په بله څپلۍ لاس کېښوداو وویل :دا راته واخله !.
مور پوهېده چې دښکلو څپلیو قیمتونه لوړ دي او داخیستلو توان یی نلري نو بیا یی څو جوړې پلاستیکي څپلکې وټاکلې او وویل !دا څپلکې واخلئ دا ښه ده .ماشومان په ژړا شول هریو به ویل :نه ،نه دا نغواړم ،هغه زري داره څپلۍ غواړم چې جیګه ده ،پلاستیکي خو په هر اختر کې په پښو کوو.مور چې خپل بې وسۍ ته کتل او دماشومانو ژړاګانې یی زړه سورول، اخر کې هماغه پلاستیکي څپلکې واخیستې ، ماشومان په سلګو ،سلګو له دوکانه ووتل ،خو لاهم شاته زري دارې څپلیوته کتلې ،دهغه ځلا ددوې زړونه له ځانه سره وړی وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.