د پاکستان وروستۍ بمبارۍ په پایله کې چې سلګونه هېوادوال پکې وژل شوي، لا هم د لسګونو کسانو جسدونه بې هویته پاتې دي او د کورنیو له لوري نه دي پېژندل شوي.
د پېښې وروسته، د یو شمېر وژل شویو کسانو د تدفین مراسم ترسره شول او ځینې جسدونه د څو ورځو په ترڅ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول، خو لا هم ګڼ شمېر جسدونه د کابل د عدلي طب په ریاست کې ساتل کېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل ویلي چې لا هم د لسګونو کسانو هویت نه دی تثبیت شوی او جسدونه یې په عدلي طب کې موجود دي.
هغه زیاته کړې چې هغه کورنۍ چې خپل ناروغان یا خپلوان یې لا هم نادرکه دي، باید د کابل پر دارالامان سړک د عدلي طب ریاست ته مراجعه وکړي، څو د پېژندنې بهیر بشپړ شي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د تېرې اوونۍ په بمبارۍ کې سلګونه افغانان ووژل شول، چې وروسته یې ګڼ جسدونه په کابل کې په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول. د طالبانو دغه اقدام د خلکو پراخ غبرګون او نارضایتي راوپاروله.
له دې پېښې وروسته، طالبانو ویلي چې پاکستان “ورور هېواد” دی او پر ضد یې د انتقام جذبه نه لري.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.