له اختر څخه درې شپې مخکي پاکستان په کابل کي پر روغتون باندي په بمباري کي شاوخوا پنځه سوه ناروغان شهیدان کړل.
ملا هبت الله هیڅ ونه ویل خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجاب حکومت خپل ورور وباله او وې ویل چي طالبان د پاکستان څخه د انتقام په فکر کي نه دي.
دا غزل طالبانو ته د اختر مبارکي ده.
خدایه کور د احمدشاه مي د پنجاب په دام کي ګیر دی
هره ورځ نوی نیرنګ دی هره شپه نوی تدبیر دی
هر څه سترګي غړومه رڼا نه راته ښکاریږي
بد خوبونه مي لیدله دا اوږدې شپې یې تعبیر دی
له یوه کوهي را وزې بل کوهی درته کیندلی
د پښتون خواره قسمته تر بور سوی دي تقدیر دی
یوه شونډي در ګنډلي بل لاسونه در تړلي
چي چړې ته دي پرې باسي یو ملا دی بل یې پیر دی
تر هغه به بندیوان یې د پنجاب د کافرانو
چي تر څو دین او مذهب دي د ملا د لاس اسیر دی
په زرګونو زلمي وژني دی یې ورور سکنی بولي
د چړیانو په مذهب کي چي وطن غواړي کافر دی
ستا د فکر قاتلان یې په خلوت کي دي ساتلي
د فرنګ د زوی په حکم یوامیر دی بل وزیر دی
د قاتل لاس دي نیولی مبارک دي ورور ګلوي سه
ستا بادار دی دا منمه زما غلیم دغه خنزیر دی
جهاني توره تیاره ده شپې د شپو په غېږ کي زیږي
د چړیانو له شامته لمر تړلی په ځنځیر دی.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۶ کال د مارچ د میاشتي نولسمه، ویرجینیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.