د خرقې دام

61
یوه ورځ وو پیر بازار ته راوتلی
مودې وسوې چا یې مخ نه وو لیدلی
په لښکر د مریدانو کي روان وو
پر سپین آس باندي وو سپور لکه سلطان وو
چا غړومبی ورته کاوه چا اتڼونه
چا تر خولې را بادوله سپین ځګونه
پیر اغوستې ګودړۍ وه ملنګینه
له ټوکرانو څخه جوړه وه رنګینه
چا یې پښې چا ګودړۍ ورمچوله
چا د آس اوږده لکۍ ور مچوله
اورېدل باندي لوټونه غیرانونه
لا په غاړه د لوټونو امېلونه
چا نارې وهلې چا ورته ژړله
لکه فوج د لېونیانو غړومبېدله
په دامنځ کي ورنیژدې یو سوداګر سو
پر آس سپور د پیر بغل ته برابر سو
ویل پیره دا خرقه دي راکړه ماته
د طلا به دوه خورجینه درکړم تاته
سوداګر ته پیر ویله چي هوښیار یې
په خپل عقل او په پوهه دنیادار یې
تاته نه ښايي دا کار د ساده ګانو
چي سودا کوې په څېر د بې عقلانو
دا خیرنه ګودړۍ چي وینې دام دی
د همدې په زور عالم راته غلام دی
زه ښکاري یم زه به دام څنګه پلورمه
په لوی لاس به دروازه د رزق تړمه
پلار نیکه او ورنیکه مي ټول ښکاریان وه
د همدې خرقې په زور پهلوانان وه
چي لا اوسي دلته قوم د جاهلانو
دربارونه به تاوده وي د پیرانو
تر ژوندیو مو د مړو لوی قوت دی
پر قبرونو مو خدای ایښی برکت دی
د همدې چوخې په زور لنګرچلیږي
زما لمسیو کړوسیو ته پاتیږي
د همدې له برکته موږ ولیان یو
څوک ابدال یو څوک اوتاد څوک نقیبان یو
له آدمه تر دې دمه ټول پیران یو
نازولي د خالق یو موږ غوثان یو
چي آباد وي پر نړۍ جاهل قومونه
په هر ښار کي به تاوده وي لنګرونه
مچوي مو جاهلان پښې او لاسونه
پاچاهان را ته بخښي لوی جاګیرونه
موږ اولاد د مبارک یو موږ سیدان یو
موږ له ذاته پیدا سوي جنتیان یو
زموږ په ناړو د کلو رنځور جوړیږي
په تعویذ مو قسمتونه چپه کیږي
د خرقې د پېرودلو عقل خام دی
دا خرقه مي د عزت او دولت دام دی.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر د میاشتي شلمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.