نړۍ کې د ټکنالوژۍ په عامېدو او په اوسني وخت کې د مصنوعي ځرکتيا په راتلو سره د ليک، لوست او مطالعې مينه او لېوالتيا ورځ تر بلې په کمېدو ده. خواله رسنۍ او په ځانګړي ډول هغه اپلېکېشنونه چې ويډويي کانټېنټ وړاندې کوي، خلک يې دومره بوخت ساتلي دي، چې د تفريح او مطالعې وخت يې ترې هم اخيستی دی.
پهدې وروستيو کې مصنوعي ځيرکتيا دومره چټکه شوه چې انسانان يې هېښ کړل.
يو نوی بدلون دا دی چې؛ AI Google Flow کې داسې ويډيوګانې جوړيږي، چې تاسو يوازې متن ورکړئ، د هماغه متن، ځانګړنو، رنګونو، خويونو او احساساتو ته په کتو درته ويډيو جوړوي او يا يې فلم کوي. پهدې سره ډېری ليکوال غواړي، يا يې مينهوال پلان لري چې د دوی ناولونه، داستانونه او کيسې د همدې اپلېکشن په مرسته ويډيويي کړي، يا ځيني تاريخي مسايل ويډيو ته واړوي، چې دا چاره به واقعاً هېښوونکي وي.
دا يو لوی حقيقت دی چې ټکنالوژۍ اوسني عصر کې ډېرې ستونزې هوارې کړي، ډېر هغه کارونه چې پخوا به يې مياشتېمياشتې او کلونهکلونه وخت نيوه، اوس په دقيقو او ثانيو کې ترسره کېږي، د نړۍ په لوړه کچه سوداګري پر همدې ټکنالوژۍ کېږي، مهارتونه او ان په ډېرو معتبرو نړيوالو پوهنتونو کې زدهکړې د انلاين له لارې کېږي، خو د دې ټولو پرمختګونو سره سره يې، ټکنالوژي ښايي په ډېرو برخو کې اندېښنې هم راپيدا کړي، چې يوه اندېښنه هم د ليک او لوست برخه کې ده.
سره لهدې دومره چټک او کمساري پرمختګ سره بيا هم ليک خپل اغېز لري، هغه خوند او هغه مؤثريت چې په ليک کې دی، ويډيو به يې پوره نهشي کړای. زه د خپلې ادعا لپاره خپلې ځيني فردي تجربې تاسو ته ليکم.
ما ډېر شمېر پښتو ناولونه لوستي او د ګوتو په شمېر مې نړيوال شهکار ناولونه هم لوستي دي. د نړيوالو شهکارو ناولونو له ډلې مې يو هم د فنلنډي ليکوال ميکاولټاري «سينوهه» ناول لوستی دی. دا ناول ما کلونه مخکې د ژمي په اوږدو شپو کې ولوست، خو دومره ژور فکر مې پهکې کاوه او داسې احساس يې راکړ، چې هر څه زما د سترګو وړاندې تېريږي او عملاً يې وينم. بيا څو کلونه وروسته پر همدې سينوهه ناول باندې جوړ شوی فلم مې پيدا کړ، په ډېره بېړه مې يوټيوب کې پرانيست، ترڅو هغه څه چې ناول کې ما لوستي، اوس يې په خپلو سترګو وګورم، ډېره تلوسه مې وه. دا فلم شاوخوا يو ساعت کم و وزيات و، خو چې فلم مې ټول ننداره کړ، په ليدو يې پښېمانه شوم. ما چې خپل فکر کې د سينوهه کومه څېره ترسيم کړې وه، د فرعانيانو شاهي ماڼۍ، د هغه مهال خوارکونه، ښکلې پېغلې، د پوځيانو جديت، رود نيل، شور او د هغه وخت د خلکو کوم فرهنګ چې ما تصور کې لاره، دا فلم د ټولو خلاف و، څېرې پهکې بدلې وې، ډېری څېرې يې زما د ترسيم شويو څېرو برعکس وې، چې زما ذوق يې ټکنی کړ.
ارواپوهان وايي، هغه څه چې څېره، بڼه او شکل يې له سترګو پناه وي، اغېز يې ډېر وي. دوی دا مثال د انسان په اړه ورکوي او څومره چې يو څوک نه راڅرګنديږي، هغومره يې دبدبه او تاثير ډېر وي، خبرې يې ښې منل کېږي، خو که بيا بيا ټولنې ته راووځي، يا خپلو مخاطبو سره ډېر ډېر وګوري، تاثير او اغېز يې ورو ورو لهمنځه ځي. فرضاً تاسو په لومړي ځل د خپلې ادارې له رئيس سره وينئ، حتماً به يې درباندې تاثير پروت وي، خو کې دې رئيس سره بيا بيا ګورئ، ممکن ورو ورو يې اغېز کم شي او يوه ورځ به يې تاسو حتماً عادي وګڼئ.
د اروپوهانو دا پورته نظر او تجربه زما په اند د ليکنو او لوست، په ځانګړي ډول د داستاني ادبياتو او تاريخ برخه کې هم د تطبيق وړ ده او ما يې د ثبوت لپاره د سينوهه مثال راووړ.
که د مصنوعي ځيرکتيا په وسيله ځيني ناولونه ويډيويي شي، نو د ناول کيفيت او خوند به لهمنځه لاړ شي، په ځانګړي ډول د هغه چا لپاره به دا چاره پيکه او بېذوقه وي، چې يو ناول يا تاريخ يې مخکې لوستی وي او وروسته يې فلم ننداره کړي.
اوس به دا روښانه کړو، چې ولې د کيسې/تاريخ لوستل د فلم ليدلو په پرتله ډېر اغېز لري؟ زما په فردي تجربه به لاندې څو دلايل ولري:
يو؛ ليک د بشر تر ټولو لرغونې اختراع ده، نړۍ کې چې څومره علم، ادب او پرمختګونه شته، ټول د ليک په ذريعه خوندي شوي، وړاندې شوي او تر نورو رسېدلي دي، نو له همدې امله يې اغېز لوړ او خلک ارزښت ورکوي.
دوه؛ د ليک که هغه کتاب وي، مقاله وي، ليکنه وي، يا بل څه خو د ريفرينسونو د ارزښت لهمخې اوس هم لومړی مقام لري. کهڅه هم اوسمهال ويډيو، يا شفاهي خبرې هم موږ د يوې مرجع په توګه کارولی شو، خو ارزښت ليکلي سند ته ورکول کېږي.
درې؛ نړۍ کې ټول رسمي سندونه (تعليمي، تحصلي سندونه، نکاحخط، قباله، هوکړهليکونه، تړونونه، قوانين) دا هرڅه د ليک له لارې ترسره کېږي او پهدې اړه که شفاهي خبره کوم مهم شخص وکړي، کهڅه هم ظاهراً سند ګڼل کېږي، خو باور پرې نهشي کېدلی.
څلور؛ تر ټولو مهمه دا چې مذهبي متنونه، کتابونه، قرانکريم، احاديث شريف او نور ديني مسايل هم په ليکلي بڼه د تأييد او منلو وړ دي. هغه بيانونه چې د ديني عالمانو لهخوا ترسره کېږي، داسې نه وايي چې دا خبره ما له چا واورېده، بلکې حواله يا د قرانکريم، يا هم د احاديثو، يا د نورو ديني کتابونو ورکوي.
پنځه؛ په داستانونو او تاريخونو کې که تاسو يو څه لولئ، د خپل مزاج، طبيعت، خوښې او ذوق لهمخې يوه څېره په خپل فکر کې انځوروئ، چې دا تاسو ته يو ډول خوښي درکوي، يا مو ذوق درخړوبوي.
فرضاً تاسو يوه کيسه لولئ، يوه داسې پېغله وه چې د ښايست پرې تمامه وه، دنګه سپنه غړۍ، اناري شونډې، بادامي سترګې، د څوارلسمې سپوږمۍ پهڅېر مخ، اوږده نرۍ پوزه او. . . د کيسې لوستو پر مهال همدې د پېغلې د ستاينې د برخې په لوستو سره ستاسو فکر ته داسې يوه پېغله درېږي، چې ستاسو د ذوق مطابق وي، نه هغه ډول چې ليکوال ليدلې، يا يې تصور کړې ده. ممکن ستاسو ذوق يو ډول وي او ليکوال چې کيسه ليکلې، هغه بل ډول تصور کړې وي. که همدا برخه فلم شي او تاسو يې وګورئ، ممکن ذوق مو خړوب نهشي، ځکه تاسو فلم کې هغه څېره چې فلم کې ده، نهشئ بدلولی؛ نو همدا لامل دی چې موږ پر ځای د دې چې له کيسې په فلم کې خوند واخلو، په کتابونو کې ډېر خوند اخلو.
که تاسو يو فلم يو ځل وګورئ، په دویم ځل ليدلو سره بيخي خسته کېږئ، ان که مياشتې او کلونه وروسته يې هم وګورئ، خو ولې د يو کتاب په بيا بيا لوستو تاسو داسې احساس کوئ، لکه نوي څه چې لولئ.
نو زما وړانديز به دا وي چې ځيني ښکلي او ډېر لوستل شوي ناولونه لکه د ښاغلي مصطفی سالک پاتې شه باران دی، د مرحوم نصير احمد احمدي ناولونه، د ارواښاد استاد سعدالدين شپون ناولونه يا پښتو کې نور ډېر لوستل شوي او ښکلي ناولونه وي، د دې د فلم کېدو هڅه دې څوک نهکوي، فلم به يې وکتل شي او هېر به شي، نوی نسل پر ځای د دې چې دا ناولونه په کتابي بڼه وګوري، پر فلمونو به اکتفا وکړي، چې دې سره به د مطالعې عادت او انګېزه نوره هم ښکته شي او د وخت په تېرېدو به ياد ناولونه بيخي په کتابي بڼه ورک شي او يا به يې چاپ ته اړتيا پيدا نهشي.
ليک د بشر يوه داسې اختراع ده، چې نړۍ کې نور ټول اختراعات د همدې ليک له برکته شوي دي او د بشر همدا اختراع، څو چې بشر وي، خپل ارزښت به ولري او ځای به يې هيڅکله بل څه ونه نيسي.
پای
۱۴۰۴ د تلې ۴مه
ملي پوهنتون – کابل
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.