د “د خالي پاڼې نوحه” د ځوان شفق اپريدي د شاعرۍ ټولګه ده، چې زه ورته د همده د يوې مسرې (او بينايۍ ده د اينځر د ګل وږمه اغوستې) په استناد له مينې د اينځر د ګل وږمه وايم، ځکه چې د اينځر د ګل غوندې نايابه ده او بيا چې پسې د اينځر ګل وږمه شي؛ نو لا نايابه شي.
هڅه به وکړو، چې دا نايابتوب يې ومومو:
د رغښتي کره کتنې خبره، د شاعرۍ د هرې دورې خپل روايتي کوډ وي، چې په لانګ کې موجود وي او موږ يې په مټ د يوه شاعر په سبک او شعرونو پوهېدای شو، مثلا پخوانۍ شاعري د خپل روايت له مخې ټوليزه وه، د فرمانبردارۍ حکم يې کاوه، د دې نړۍ د فنا خبره يې کوله، له فرده يې د قناعت غوښتنه کوله او په اخلاقي ډګر کې يې د ټولنيزو اخلاقو د منلو خبره کوله. تاسو پخوانۍ شاعري که د حکايت په بڼه ده، که د اخلاقو او که د عشق، زياتره د همدې عمومي کوډ له مخې مطالعه کولای شئ او چې يو ځل په دې کوډ پوه شئ، بيا درته د ډېرو شاعرانو په شاعرۍ پوهاوی اسانه شي؛ خو د دې پرخلاف معاصره شاعري د علمي ايپسټيم تر څپر لاندې خپل روايتي کوډ لري او د پخواني کوډ له مخې يې مانا ته او له دې لارې رغښت(سټرکچر) ته لاسرسی سخت دی.
له معاصرې شاعرۍ د پخوانۍ پرخلاف د احتجاج، مزاحمت، محروميت، پوښتنې، شک، اضطراب، نهيلۍ، انفراديت، د وجوديت د فلسفې د ازادۍ او نهيلېزم خبرې اورو. د معاصرې شاعرۍ پر دې کوډ د ښاغلي شفق شاعري پوره خېژي او پر همدې بنسټ ورته زه بشپړه معاصره شاعري وايم. په پښتو شاعرانو کې په معاصره دوره کې داسې شاعران کم پيدا شوي، چې د عصر روح يې درک کړی او خپل ذوق يې ورسره پېېلی وي، شفق په همدغو کمو شاعرانو کې دی. که ستاسو ذوق او فکر پخوانی وي؛ نو ښايي د شفق له شاعرۍ نه درته خوند او مانا اخيستل ستونزمن وي.
هره تنه کې خلا کور نيولی
ژوند د مانې ساغر نسکور نيولی
د معرفت ذوقونه ګنګس ولاړ
ټول کاينات د شک انځور نيولی
يوې خدايۍ ته دی خطر شفقه
يوې وړې پوښتنې زور نيولی
او دا نظم يې هم وګورئ:
محرومي، لکه د ماشوم سترګو کې پوښتنه
په تريو تندي نه بدلېږي
نه اندرون کې مېشته خلا
د سيګريټ په لوګي ډکېږي
چاردېوارۍ کې بنديوانې نجلۍ!!
پر سکرين غوړېدلې سترګې دې راټولې کړه
ستړيا
د مېسج کرښو کې نه ځايېږي
نه کوم کيبورډ د ژوندي ښخ شوي خوب ايموجي لري
نه رنګ راوړي په سټېس لګېدلې دعا
ژوند؛ روداد دی د سلسله وارې محرومۍ
او ځړېدلی د هرې څېرې په دېوال
هر تندی دی پوسټ شوی سوال!!
مګر
خدای د چا نظم لولي؟؟
سيګنلز توان لري د اسويلي د ترسيل؟
سجدې
څوک د خلا له ريسايکلبن څخه باسلی شي؟
د اسمان په ټايم لاين څه ويلی شي؟
دا منثور يا سپين شعر دی، چې په خپل عمودي جوړښت کې په موجودو اخلاقياتو ګڼې پوښتنې راپورته کوي او دا پوښتنې دومره ژورې دي، چې ځواب يې ناشونی نه دی، سخت خو دی .
د ښاغلي شفق په دې ټولګه کې بې له غزله ټول راغلي شعرونه سپين او له وزنه ماورا دي؛ خو موضوعي انسجام يې داسې معنوي موسيقي پيدا کړې، چې که کلمې سره وخوځوې، دا معنوي او داخلي موسيقي يې ماتېږي؛ خو له وزن نه ازادۍ شاعر ته د نويو ترکيبونو د جوړولو پراخه ساحه په لاس ورکړې او همدا علت دی، چې د غزل پر ځای يې دلته د تخيل کارفرمايي ډېره او ژوره ده.
که د کلمو سطحې ته راشو، دا ټولګه په اصل کې د معاصر ډکشن يوه نايابه نمونه ده، چې زموږ له دوديزې شاعرۍ سره څرګند توپير لري. پاسنی سپين شعر د دې ډکشن يوه بېلګه ده؛ خو تقريبا په هر شعر کې يې داسې الفاظ کارېدلي، چې موږ ورسره په ورځني ژوند کې مخېږو؛ خو فکر کوو، چې شاعرانه کېدای نشي. شاعر دا پدل مات کړی او د معاصر وخت پېغامونه او ستونزې يې د همدې وخت په الفاظو کې وړاندې کړې دي:
د سفر تندې مو بېنر شوې په تنديو مګر
چا وخت لرلو خدايه! چا مو ولوستل مخونه؟
شفقه! څه وو سوغاتونه د ماشين د سماج؟
کالکولېټر زړه، کاڼي سترګې او ماربل مخونه
……
وايم، دا زوړ سټورروم په سرو تېزابو ووينځمه
وايم، نامې نامې ته ورکړم حافظه کې زهر
کالکولېټر، کاڼي او ماربل راته د کپټاليستې نړۍ پانګوالي او ماديت پرست ذهنيت سترګو ته دروي او دا ذهنيت په پخوانيو الفاظو کې نه وړاندې کېږي. د شفق ټوله شاعري د نوي ډيکشن يو خوندور او منظم البم دی؛ خو د ده د شاعرۍ بل اړخ د دغو الفاظو نحوي ترکيب دی، چې په دې ډول په خپله شاعرۍ کې نوي نوي ترکيبونه جوړوي:
زه د هوا سترګو کې ويښه تربګني وينمه
ما ته محسوس شي د موسم په رويه کې زهر
…..
له تنهايۍ ډکې کمرې درپسې وخوږېږي
او دروازې دې لار ته سترګې سترګې کېږي د شپې
…….
ژوند رنګ بايللی د تضاد د وحشتونو تر ميان
د ښاريې په زړه راشنه دي يو ځنګل مخونه
په لومړي بيت کې هوا سترګې لري او سترګې يې تربګني، په ورپسې مسره کې موسم د شخص استعاره ده او رويه لري. کوټه له تنهايۍ ډکه ده، دا خو مو اورېدلي وو؛ خو دا چې چا پسې خوږېږي، دا په استعاري سطحه يوه نوې شاعرانه تجربه ده، له بله پلوه شاعر له “دروازو” سره “سترګې سترګې کېدل” د خواناستۍ په يوه محور کې ايښي او د تشخيص په مټ يې د احساس يوه نوې تجربي وړاندې کړې او د خپل شديد انتظار احساس يې دروازو ته لېږدولی او که د تخيل سترګې مو بېنا وي؛ نو رښتيا هم دروازې داسې ښکاري لکه چا ته چې منتظرې وي. په وروستي بيت کې ژوند او رنګ بايلل په يوه نحوي محور کې راغلي او ژوند لکه انسان داسې د وحشتونو د تضاد ترمنځ وارخطا وينو او ښار هم زړه لري او په زړه ځنګل مخونه راشنه دي، دا چې ځنګل مخونه دلته ګڼې ماناوې لري.
دا پاسنۍ څو بېلګې راته وايي، چې شاعر په څو استعاري سطحو کې د تصوير د جوړولو وړتيا لري، مثلا ښاريه يو ځل انسان دی، چې زړه لري؛ خو زړه يې شين دی، موږ په عادي ژبه کې د زړه د شينوالی مفهومي استعاره لرو، شاعر دا استعاره د ځنګل په مفهوم پراخه کړې او يوه نوې مانا يې پرې ورزياته کړې، داسې چې د ښاريې تنګ چاپېريال د ځنګل د مخونو زېږنده او معلول دی؛ خو چې مخونه ځنګل دي؛ نو زړه هم ځنګل دی. که څه هم شاعر د زړونو د ځنګل خبره نه کوي؛ خو د مخونو له لارې دې مانا ته رسېږو.
شاعر يوازې د جملې په کچ بسنه نه کوي، بلکې د کلمو په کچ هم نوي استعاري ترکيبونه جوړوي، چې ګناهګار وجدان، د کفرستان غرمه، زېړ خواهشات، بېزارې هيلې، تېزابي خويونه، لذت پاشې سينې، د جامدې تاريکۍ لنګون، د چوپيتا شونډې، حامله مايوسي، د بېنر ستوماني يې يو څو بېلګي دي؛ خو تقريبا په هر شعر کې داسې نوي ترکيبونه وينو.
د استعاري ترکيبونه دومره ګڼه ګوڼه ښيي چې شفق د استعارې او سېمبول شاعر دی، چې تر ډېره له ځايناستي محور نه استفاده کوي؛ خو لکه د شاعرۍ تاريخ چې راته وايي، د استعارو او سېمبولونو شاعري د ماناوو او پيغامونو شاعري وي. د دې ټولګې دا استعارې چې سره راټولې شي؛ نو د شاعر تفکر ترې جوړ شي.
شاعر د فکر په پوړ کې د اوسنۍ نړۍ په تصنع، منافقت باندې نيوکې لري او اصل څېره يې نړۍ ته وړاندې کوي. بيا په خپله سيمه او خپل پښتني چاپېريال د ماډرنېزم د دې بد اغېز جاج اخلي او ځای ځای د ښاريې په سېمبول کې پر ماډرنېزم زړه تشوي. دلته ده، چي نوستالژي ته پناه وړي او زه فکر کوم، چې پر دې ټوله ټولګه د نوستالژۍ دروند سيوری پروت دی، شاعر پخوانۍ مينه له تصنع نه په ډک اوسني ښاري کلچر کې ورکه ګڼي او ځای ځای په ګڼو نورو استعارو سربېره يې د تارکولو د سرک په استعاره کې وړاندې کوي.
د شفق شاعري د شفق غوندې ګڼ رنګونه لري او له ګڼو زاويو پرې ډېرې ژورې خبرې کولای شو، ما هڅه وکړه، چې دا سمندر په کوزه کې ځای کړم؛ خو و دې مه شه، ځکه زه نه لوی ځوان يم او نه کوم د برخې خاوند.
ښاغلي شفق چې کله ما ته خپله ټولګه ليک ته راولېږله، نو ما د خپلو بوختياوو پلمه په زړه کې ورته نيولې وه؛ خو چې د شاعرۍ په لوست مې پيل وکړ، نو بې ليکلو پاتي نشوم، زه يې شاعري ستايم او له خدای(ج) نه ورته لا د پرمختګ غوښتنه کوم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.