د یو نوي کتاب (آسانه اداره او مدیریت) په اړه لنډه یادونه

محمد بشیر دودیال

27

د یو نوي کتاب د خپرېدو په اړه لنډه یادونه

  1. له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د اداري اصطلاحاتو، د CVد جوړولو، د پروپوزل د لیکلو، رسمي اسنادو او دفتری تجهیزاتو په اړه وه. په تېره بیا د( Human Resources Management/HRM) او د ادارې اساسات(Fundemental of Mgt.)مضمون کې دغو مسایلو ته د مُمد درسی موادو په توګه اړتیا ولیدل شوه. راقم السطور یو اداري قاموس ترتیب او (اکسوس کتاب خپرولو موسسې)په کابل کې نشر کړ. ورسره دوېم کتاب د ( آسانه اداره او مدیریت) په نوم دوه اونۍ مخکې ختیځ خپرونو ټولنې نشر کړ.

څومره چې تجربو وښوده، متاسفانه د یو شمېر محصلانو د لغاتو دایره ډېره محدوده او مطالعې سره عادت نه دي. زموږ د پوهنتونو دلسانس دورې نوی نصاب سره له دې چې ډېر پرمختللي او پیچلي مسایل نه رااخلي او د افغانستان په سطح او معیار جوړ شوی دی، خو ډېرو ځایونو کې محصلان همدې نصاب کې هم ستونزې لري. لویه ستونزه مفاهیم او اصطلاحات دي. نو دوی ته د یوشمېر ماخذونو ښودل او د ممددرسی موادو چمتو کول یو شرط دی. د اصلی درسي کتاب( Textbook) ترڅنګ د ممد درسی او د مضمون اړوند اخځونو ښودل باید د محصلانو ستونزه حل کړي. درسي ساعت او د لکچر په ترڅ کې د دوې ټولې ستونزې نشي حل کیدای. په تېره بیا سلایدونه کافي نه دي چې دوی ته یې وسپارو. پاورپوینټ کې جوړ شوي سلایدونه فقط د هغه درس ډېر لنډ ټکي دي چې استادان یې د خپل کار د آسانی او د محصل د ښه پوهولو لپاره چمتو کوي، د درس دیکتې هم د حل لاره نه ده، باید محصل مطالعې ته اړ او مطالعې سره عادت شي.

موږ پوهیږو چې اصلي بحث په متن کې د کافي تشریح په توګه وي، خو ورسره مُمد مواد او آفاقي مطالعه بیخي ضرور ده. له بده مرغه دا یو واقعیت دی چې محصلان یواځې د آزموینې لپاره (درس وايي!) او هغه هم د سمستر په پای کی هغه سلایدونه تر لاسه کوي او زده کوي یې چی استادانو د لکچر پر مهال جوړ کړي دي، حال دا چې دا کافی نه ده. محصل باید ټول سمستر فعال وي، ټول درسی میتودونه لکه لکچر، عملی کار، کورنۍ دندې، ګروپی کارونه، بحثونه، فکری توپان، لابراتوار، اساینمنتونه، علمی سیر او کتنې باید اجرا شي. باید اصلاحی او نهایی ارزونه وشي.

دغه کتاب د مدیریت مفاهیم او اصطلاحات، دوراني اسناد، د اسنادو او رسمي مکاتباتو پېژندنه، اسنادو سره چلند، بیلګی او د کار وختونه او ځایونه رااخلي، ورسره تجهیزات د ادارې د یوې قیمتي شتمنۍ په توګه را پېژني. دا کتاب ځوانانو ته هم د عملي کار کولو مهارت او هم نظري پوهه اومعلومات چمتو کوي. زیاتره مسایل او مثالونه په انګلیسي هم لیکل شوي دي.

ښه مدیریت د چارو د ښه ترسره کولو ضمانت کوي.

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.