ژبه په ټولنه کې” تازه چاپ شو”

اجمل ښکلی

41

“ژبه په ټولنه کې” تازه چاپ شو. په سر کې خو د کلاسبک خپرندویې ټولنه مننه کوم، چې کتاب یې خپور کړ.
ژبه په وروستیو دوو پېړیو کې د ټولنیزې موضوع په توګه مطرح شوه او ژبپوهنه د بیالوژي غوندې علومو نه ټولنپوهنې ته ورنېژدې شوه. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د ژبپوهنې او ټولنپوهنې بحثونه سره لا ماډرن او نېژدې شول او دې بحثونو د ژبپوهنې خپلې نظریې اغېزمنې کړې، مثلا په ژبپوهنه کې فرهنګي او موقعیتي کنټکسټونه مهم شول او چارواله ژبپوهنې هم ورته ارزښت ورکړ.
دا کتاب د ژبې په ټولنیره بڼه غږېږي، مثلا د ژبې زده کړه، بدلون، لهجې، لیکدود، املا، په پښتو ژبه د کډوالۍ اغېز، څو ژبې ټولنه او فرد، منځګړې ژبه، د ژبو تماس او پورونه، ژبنۍ رنګارنګۍ، د ملي او رسمي ژبې غوراوی، د ژبې د پرمختګ لپاره د پالیسۍ او په دې بنسټ د ژبپلانسازي جوړول او د ژبې د ټولنپوهنې په اړه د څېړنو لارې چارې.
دا پاسني ټول ټولنیز مفاهیم دي، چې ژبې ته بڼه ورکوي. موږ چې محصلان وو، د پښتو ژبې په املا به مو په غونډو، ټولګیو کې او انلاین ډول تاوه بحثونه کول، خو په دې نه پوهېدو، چې ژبه څنګه او ولې ملي یا رسمي کېږي؟ املا او لیکدود یې ولې او څنګه بدلېږي؟ او داسې ګڼې پوښتنې وې، چې موږ ورته سیستماتیک ځوابونه نه لرل.
په دې کتاب کې د دې او داسې ګڼو اړوندو پوښتنو د ځوابولو هڅه شوې ده. خدای دې وکړي، چې په لوستو یې د وخت د ضایع کېدو احساس و نه کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.