په نړیوال سیاست کې د نفتو او ګازو رول

ليکنه: حميدالله بسيا

51
نفت او طبیعي ګاز یوازې د انرژۍ سرچینې نه دي، بلکې د نړۍ په سیاست کې هم مهم رول لري. د معاصرې نړۍ ډېری سیاسي اړیکې، ستراتیژیک تړونونه او ځینې نړیوالې شخړې د همدې انرژۍ سرچینو سره تړاو لري. هغه هېوادونه چې د نفتو او ګازو لویې زیرمې لري، په نړیوال سیاست کې زیات نفوذ او ځواک لري، ځکه انرژي د اقتصاد او صنعت د حرکت اساسي وسیله ده.
ډېر صنعتي هېوادونه د انرژۍ لپاره د نفتو او ګازو واردولو ته اړتیا لري، له همدې امله هڅه کوي له تولیدونکو هېوادونو سره نږدې اړیکې وساتي. د منځني ختیځ سیمه هم د همدې دلیل له امله د نړیوال سیاست مهمه برخه ګرځېدلې ده، ځکه د نړۍ د نفتو لویه برخه په همدې سیمه کې موندل کېږي. هر کله چې په دې سیمه کې سیاسي کړکېچ یا جګړه رامنځته کېږي، د انرژۍ نړیوال بازار او اقتصاد هم لکه نن سبا ورسره ژر اغېزمن کېږي.
نفت او ګاز د نړیوالو ائتلافونو او اقتصادي همکاریو په جوړولو کې هم مهم رول لري. هېوادونه د انرژۍ د امنیت لپاره تړونونه کوي، پایپ لاینونه جوړوي او ګډې پروژې پيلوي. خو له بلې خوا انرژي کله ناکله د سیاسي فشار د وسیلې په توګه هم کارول کېږي، ځکه ځینې هېوادونه د نفتو او ګازو د صادراتو له لارې پر نورو هېوادونو اقتصادي او سیاسي فشار واردولی شي.
د نفتو د بیو لوړېدل هم په نړیوال سیاست او اقتصاد کې مهم اغېز لري. عموماً هغه هېوادونه چې نفت تولید او صادروي، لکه سعودي عربستان، ایران، روسیه، متحده عربي امارات او کویټ، له لوړو بیو څخه زیاته ګټه ترلاسه کوي. په مقابل کې هغه هېوادونه چې نفت واردوي، لکه د اروپا او آسیا ډېر هېوادونه، له اقتصادي فشار سره مخ کېږي، ځکه پټرول او ډیزل ګرانېږي، د ترانسپورټ لګښتونه لوړېږي او د خوراکي توکو بیې هم ورسره زیاتېږي.
په نن سبا کې د انرژي په برخه کې روسیه ځانګړی اهمیت لري. روسیه د نړۍ د نفتو او ګازو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه ده او د خپلو صادراتو له لارې لوی عاید ترلاسه کوي. د روسیې نفت زیاتره د اروپا، چین او هند بازارونو ته صادریږي. کله چې نن سبا د نفتو نړیوالې بيې لوړې شوې او د هرمز تنګی په جزيي ډول تړل شوی په دې سره  د روسیې د نفتو لا ډېر پلورونکي راڅرګند شوي دي چې د نفتو او ګازو دا عاید یې بيا د هېواد د اقتصاد او پوځي لګښتونو د پوره کولو لپاره کارول کېږي.
په اوسني وخت کې د منځني ختیځ کړکېچ هم د روسیې لپاره په یو ډول اقتصادي ګټه بدلېدلی کېدای شي. کله چې په دې سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي، د نفتو نړیوالې بیې لوړېږي او بازار د انرژۍ د کمښت وېره احساسوي. د همدې بیو د لوړوالي له امله روسیه کولی شي خپل نفت او ګاز په لوړه بیه نړیوال بازار ته وړاندې کړي او زیات عاید ترلاسه کړي.
سربېره پر دې، کله چې نړیوال سیاسي پام د منځني ختیځ کړکېچ ته واوړي، د روسیې او اوکراین جګړه تر یوه حده د نړیوالو رسنیو او سیاست له مرکزه لېرې کېږي. دا وضعیت هم په غیر مستقیم ډول د روسیې لپاره یو ډول سیاسي او اقتصادي فرصت ګڼل کېږي.
په منځني ختیځ کې د ایران، امریکا، اسراییلو او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د اوکراین له جګړې سره هم په غیر مستقیم ډول تړاو پیدا کړی دی. په داسې حال کې چې د نړۍ سیاسي پام د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ تقابل ته اوښتی، د اوکراين چارواکو کې ورځ تر بلې دا اندېښنه راڅرګندېږي چې د اروپا، امریکا او نورو هېوادونو توجه ښايي د اوکراین له جګړې څخه لږه شي او دوی په تش ډګر پاتې شي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس هم دا خبره منلې  ده او ټینګار یې کړی چې د ایران په اړه وروستي پرمختګونه د اوکراین پر جګړه جوت اغېز درلودلی شي. د هغې په وینا، اصلي ستونزه د اروپا او امريکا د هوايي دفاعي سیستمونو د زېرمو چټک کمېدل دي. هماغه توغندي او د توغندیو ضد سیستمونه چې د اوکراین د ښارونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې د دفاع لپاره حیاتي ګڼي، اوس دا وسلې په پراخه کچه په منځني ختیځ کې د ایران پرضد کارول کېږي.
اوسنی وضعیت تقريبا متناقض ښکاري. له یوې خوا د اوکراین متحدین لا هم د کیف د ملاتړ خبرې کوي، خو له بلې خوا د نړیوالو شخړو واقعیتونه حکومتونه دې ته اړ باسي چې خپل محدود پوځي منابع بیا ووېشي. کله چې د فارس خلیج هېوادونه د ایران د توغندیو او ډرونونو بریدونه دفع کوي، هماغه ډول هوايي دفاعي سیستمونه کاروي چې د اوکراین د زیربناوو ساتنه کوي.
د پاترويت هوايي دفاع سیستم لپاره د توغندیو کمښت په ځانګړې توګه ډېر شدید دی. سلګونه دغه توغندي لا دمخه په منځني ختیځ کې د امریکا د اډو د دفاع لپاره کارول شوي دي. په عین وخت کې د Lockheed Martin له لوري د PAC-3 مخنیوي توغندیو کلنی تولید، چې شاوخوا ۶۰۰ دانې دی، له اوږدې مودې راهیسې د امریکا او د هغې د متحدینو اړتیاوې هم نه شي پوره کولی، نو د اوکراین د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو خبره خو لا بېله ده.
دا وضعیت  د اوکراين لپاره یو ستونزمن ستراتیژیک کړکېچ رامنځته کوي. د اوکراین د هوايي دفاعي شبکه لا دمخه د خپل ظرفیت تر وروستي حده کار کوي او د روسيې پر وړاندې خپل د انرژۍ تاسیسات، صنعتي مرکزونه او پوځي اډې ساتي. که اکمالات او د هوايي دفاع وسايل یې لږ شي، د اوکراین قوماندانان به اړ شي چې سخت تصمیمونه ونیسي او وټاکي چې کوم هدفونه باید لومړی خوندي شي.
په همدې حال کې اوکراین سمدستي د دې اغېزې محسوس کړی دی . د نفتو نړیوالو بیو لوړوالی د اوکراین په کورني بازار کې د سون توکو بیې لوړې کړې دي؛ پټرول او ډیزل ګران شوي دي. او په نړیوالو مالي بازارونو کې بې‌ثباتي زیاته شوې .  پانګه‌وال د خوندي پانګې په توګه ډالر ته مخه کوي، چې د اوکراین د هریونیا په ګډون پر ملي اسعارو فشار زیاتوي.
په دې توګه، یوه سیمه‌ییزه جګړه د بلې جګړې پر لور د غبرګونونو لړۍ ته لار پراخوي. د فارس خلیج شخړه د هوايي دفاع سیستمونه سره وېشي، د انرژۍ نړیوالې لوړې بیې او د لوېدیځو هېوادونو سیاسي پام له اوکراین څخه بل لور ته اړوي.
د کیف د چارواکو لپاره دا یو د اندېښنې وړ خبره ده. د روسیې او اوکراین جګړه له ډېرې مودې راهیسې د پراخ نړیوال جیوپولیټیک تقابل برخه ګرځېدلې وه. هر څومره چې په نړۍ کې د کړکېچ نوي څپې ډېرېږي ، همغومره د لوېدیځو متحدینو لپاره ګرانېږي چې په یو وخت کې له څو جبهو ملاتړ وکړي او د اړتيا وړ وسايل او مالي ملاتړ یې وکړي.
هرڅومره چې په منځني ختيځ کې د ايران، اسرايلو- امريکا او عرب هېوادونو ترمنځ جګړه پسې پراخېږي او سختېږي هغوموره د اوکراين پرجګړه اغېز پرېباسي ځکه د مهمو او اغېزمنو وسلو نړیوال کمښت به لا ژور شي او د اوکراین لپاره د روسيې سره د جګړې بیه  ښايي تر هغه ډېره لوړه شي چې  اوس تر سترګو کېږي.
لنډه دا چې نفت او طبیعي ګاز د معاصرې نړۍ له تر ټولو مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو سرچینو څخه ګڼل کېږي. دا سرچینې نه یوازې د انرژۍ د تولید بنسټ جوړوي، بلکې د نړیوال اقتصاد، صنعت او سیاست پر بهیر هم ژور اغېز لري. د نفتو بیې، تولید او بازار د هېوادونو ترمنځ اړیکې، سیاسي توازن او اقتصادي پرمختګ اغېزمنوي. له همدې امله تر هغه چې
نړۍ لا هم په دغو انرژیو تکیه لري، د نفتو او ګازو ارزښت به د نړیوال اقتصاد او سیاست په ډګر کې همداسې مهم او ټاکونکی پاتې وي.

 

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.