کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۴): د ا.ا مرستیال ویاند وایي، د خوست پر عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم د توپونو او هاوانونو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۴ کسان شهیدان او درې نور ټپيان شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه بریدونه نن سهار شاوخوا څلور بجې د یادې ولسوالۍ د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په سیمه کې شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د یادو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي کسان شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، دغه راز لیکلي چې د پاکستان پوځي رژيم د کونړ ولایت پر منورې، سرکاڼو، ناړۍ او خاص کونړ ولسوالیو هم د توپونو او هاوان ۲۲۱ ډزې کړي.
دی وایي چې په یادو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتي خو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.