مرګ له خپله لاسه

عبدالباري جهاني

42
چي ګوربت د غره له څوکي په هوا سو
دومره لوړ سو چي له سترګو هم پناه سو
د ویالو په څېر یې ولیدل سیندونه
ځلېدل یې د لمر وړانګو کي موجونه
خدای ورکړی وو شهپر د الوتلو
تر اسمانه وزرونه د ختلو
پولادي قوي منګول تېره مشوکه
خدای وو ښکلی پیدا کړی سر تر نوکه
دومره لوړ اسمان ته څوک نه وه ختلي
دې مقام ته بل څوک نه وه رسېدلي
چي پر مځکه خوځېدله د ده ښکار وو
که مرغه وو که ماهی د ده په کار وو
د شهپر او د خپل ځان په تماشا سو
چي یې وکتل منګول ته خامتما سو
چي خدای څومره پیدا کړی یم غښتلی
بل به څوک وي پر دنیا تر ما ښاغلی
تر اسمان لاندي تر مځکي شهنشاه یم
بلل کیږي چي مرغان زه یې پاچا یم
په ځنګله کي د خپل ښکار په ننداره سو
د مرمۍ په څېر له پاسه راغوټه سو
پر ځنګله یې کړل خپاره خپل وزرونه
شاوخوا یې باندي ووهل څرخونه
یو ناڅاپه غشی ورغی له مځکي
په سینه او ټول وجود کي یې سوې څړیکي
چي هر څو یې مخ پر لوړه کړه زورونه
له پروازه وه لوېدلي شهپرونه
له سینې څخه یې ویني بهېدلې
تر منګول یې څاڅکی څاڅکی تویېدلې
چي په ښکار وو د مرغانو راوتلی
نن پخپله د ښکاري غشي ویشتلی
چي یې وکتل په غشي کي شهپر وو
هغه پر د ده د قام او د ټبر وو
چي پر ځان یې د مرګي د ښکاري وار سو
نو ګوربت ایله آګاه په دې اسرار سو
موږ پخپله دی ښکاري ته پر ورکړی
له شهپر څخه یې غشی دی جوړ کړی
موږ شهپر دی غلیمانو ته سپارلی
هم مو ځان هم مو ټبر دی په وژلی
د دښمن له فکر او مِکره ناپوهي ده
چي پر ځان مو راوستلې تباهي ده
هر یو غشی چي واریږي زموږ له کور دی
چي مو وژني دا هم زموږ د شهپر زور دی.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر د میاشتي اته ویشتمه، ویرجینیا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.