افغانستان: طالبانو د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې

Human Rights Watch

61

خبریالان د نیولو او شکنجې له ګواښ سره مخ دي؛ په جلاوطنۍ کې خبریالان د جبري ستنېدو له خطر سره مخ دي

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان تازه راپور

  • طالبان له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې چې د افغانستان کنټرول یې ترلاسه کړی، د څارنې، سانسور، او د رسنیو د کارکوونکو د مجازاتو له لارې یې د رسنیو بنسټونه له منځه وړي دي.
  • د طالبانو د فشارونو له زیاتېدو سره، په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو اړتیا نوره هم ډېره شوې ده. خبریالانو د افغانستان د سختو شرایطو او د جلاوطنۍ په حال کې د هغوی د مخ پر زیاتېدونکو ستونزو یادونه کړې ده.
  • طالبانو ته پکار ده چې د خبریالانو خپل سري نیول، شکنجه، او بد چلند، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تبعیضي پر اساس محدودیتونه، او سانسور پای ته ورسوي. هغه هېوادونه چې افغان خبریالان پکې په جلاوطنۍ کې دي، باید د هغوی جبري بیرته ستنول بند کړي.

(نیویارک، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۳مه) – د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل، طالبانو له هغه وخت راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د هېواد رسنۍ له منځه وړي دي. پاتې خبریالان او رسنیز بنسټونه یې د څارنې او سانسور لاندې راوستي او هر هغه څوک یې مجازات کړي چې د طالبانو له پالیسیو سره مخالف یا نیوکه کوونکي ښکاري. هغه افغان خبریالان چې د طالبانو له ځورونې وتلي او په جلاوطنۍ کې دي، اوس د جبري ستنېدو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي او له انتقام څخه ویره لري.

د طالبانو تر واک لاندې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو ازادي کمه شوې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو استخباراتي اداره د ټولو خپرونو څارنه کوي، او د “امر بالمعروف پولیس” ډاډ ترلاسه کوي چې د رسنیو کارکوونکي د ټاکل شويو لباسونو او نورو مقرراتو پابندي کوي. محلي چارواکي دا مقررات په خپله خوښه عملي کوي، چې له امله یې د سانسور کچه له یوې ولایت څخه بل ته توپیر لري. د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر په چټکۍ سره راکم شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې، فرشته عباسي وویل: “طالب چارواکي په زیاتېدونکي ډول افغان خبریالان اړ باسي چې یوازې ‘خوندي’ او له مخکې منظور شوې مطالب خپاره کړي، او هر هغه څوک چې له دې چوکاټه ووځي، په خپل‌سري بند او شکنجه سزا کوي.”

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان خبریالانو سره له لرې مرکې ۱۸ په افغانستان کې او ۱۳ مخامخ مرکې له هغو افغان خبریالانو سره وکړې چې په ترکیه کې ژوند کوي، او همدارنګه له افغان کډوالو سازمانونو سره. دا مرکې تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې ترسره شوې وې. خبریالانو د افغانستان د سختو شرایطو ترڅنګ، په اروپایي ټولنه، ترکیه، او متحده ایالاتو کې د جلاوطنه خبریالانو د زیاتېدونکو ستونزو یادونه وکړه.

هغه خبریالان چې طالبان یې د جلاوطنه رسنیو له همکارۍ یا د مخالفو ډلو په اړیکو تورنوي، له نیول کېدو، سختو وهلو او د مرګ له ګواښونو سره مخ دي. یو خبریال چې نیول شوی و وویل، طالب چارواکو ورته ویلي وو: “موږ کولای شو تا ووژنو، او هېڅوک به موږ څخه پوښتنه ونه کړي چې ولې.”

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په منظم ډول د رسنیو دفترونه تلاشي کوي. چارواکو د هغو کسانو نیول پیل کړي چې د دغه وزارت د قوانینو سرغړونه کوي، لکه د نارینه او ښځینه کارکوونکو د جلا ځایونو نه مراعت، د ښځو د غږ خپرول، او په تلویزیون او راډیو کې د موسیقۍ غږول.

له ۲۰۲۱ کال د اګست لږ وروسته، د طالبانو د رسنیو او معلوماتو مرکز د رسنیو لپاره “یوولس مقررات” اعلان کړل. په دغو مقرراتو کې د هغو خپرونو یا لیکنو منع کول شامل دي چې “د اسلام خلاف”، “ملي شخصیتونو ته سپکاوی”، یا “د محرمیت خلاف” وي. خبریالان اړ دي چې “متعادل” راپورونه ورکړي او “یوازې ریښتیا خپاره کړي”، خو په دې مقرراتو کې د دې اصطلاحاتو د تفسیر لپاره هېڅ معیار نه دی ټاکل شوی. دا مبهم او پراخ عبارت چارواکو ته دا زمینه برابروي چې په هره کچه خپل‌سري مداخله وکړي.

د طالبانو چارواکي راپورونه د خپرېدو نه مخکې څېړي او هر هغه څه سانسوروي چې د دوی په اند “د خلکو پر نظر یا مورال منفي اغېز” لري. یو خبریال وویل: “دوی موږ ته وايي، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو راپورونه موږ ته زیان ونه رسوي. که زیان ورسوي، نو تاسو ته به ستونزی جوړې شي.”

طالبانو د رسنیو په برخه کې د ښځو ونډه محدوده کړې ده. هغوی رسنیو ته ویلي چې هغه سریالونه او ډرامې خپرې نه کړي چې ښځې پکې ښودل کېږي. همدارنګه، طالبانو له هغو ښځو چې په رسنیو کې کار کوي، غوښتنه کړې چې حجاب واغوندي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې نافذ شو، د طالبانو تفتیش کوونکي ډاډ ترلاسه کوي چې د رسنیو محتویات د شریعت (اسلامي قانون) سره سمون لري او د ژوندي موجوداتو انځورونه پکې نه وي.

د دغو محدودیتونو له امله، خبریالان په دوامداره ډول ځان‌سانسوري کوي او خپلې راپورونه یوازې د رسمي پېښو لکه د جایزو مراسمو، دیپلوماتیکو لیدنو او پرمختیایي پروژو پورې محدودوي. د رسمي پېښو د نه راپور ورکولو په صورت کې هغوی د ګواښونو، سزا، او ځینې وخت نیول کېدو سره مخ کېږي. یو خبریال چې په کابل کې کار کوي وویل، هغه دوه ځله یوازې ځکه نیول شوی چې د دغو پېښو راپور یې نه و خپور کړی.

بل خبریال وویل، د ولایت د ادارې ویاند ورته زنګ وواهه او ورته وویل چې د پولیسو د فارغېدو مراسمو ته دې ورشي. هغه وویل: “زه ورغلی نه وم، ځکه دا د خبر ارزښت نه درلود.” هغه زیاته کړه: “بلې ورځې یې راته وویل، ته نور د راپور ورکولو اجازه نه لرې.”

هغه رسنیز کارکوونکي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته تښتېدلي، په جلاوطنۍ کې له ناڅرګند ژوند او د جبري ستنېدو له وېرې سره مخ دي، ځکه پوهېږي چې په ستنېدو سره به د ځورونې او تعقیب خطر ورسره وي.

هغه هېوادونه چې افغان کډوال پکې مېشت دي، باید دا دریځ وساتي چې افغانستان د ستنېدو لپاره خوندي نه دی، او د «بې‌ځایه نه‌ستنېدلو» اصل ته درناوی وکړي، یعنې د خلکو بېرته لېږل هغو ځایونو ته چې خطر پکې وي، منع دي. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

عباسي وویل: “لکه څنګه چې په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو اړتیا نوره هم زیاته شوې، د طالبانو د فشار او ځورونې کچه هم لوړه شوې ده.” هغې زیاته کړه: “متحده ایالات، برتانیه، جرمني، او نور هغه حکومتونه چې د افغانانو د بیا میشتېدو ژمنه یې کړې، باید له هغو افغان خبریالانو ملاتړ زیات کړي چې له خطر سره مخ دي، او ټولې بېرته استونې افغانستان ته بندې کړي.”

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.