د غلامۍ طوق

عبدالباري جهاني

230
نن مي په فېسبوک کي د یوه ګوربت ننداره وکړه چي له قفسه یې را وایست . لږګړی وروسته یې خپل ښکلي او غښتلي وزرونه وغوړول او هواته پورته سو. ګوربت په هوا کي خپل وزرونه داسي خپاره کړل او په دومره زور د اسمان پر لور وخوځېدی چي ما فکر نه کاوه بیرته به راکښته سي. خو لږ ګړی وروسته مي ولیدل چي ګوربت خپل وزرونه خپاره کړي او په آرامه آرامه د خپل څښتن خواته راغی. څښتن یې د قفس دروازه ورته پرانیستله او ګوربت په خپله خوښه بیرته خپل قفس ته ننووت. دا نظم مي لږګړی وروسته د هغه ګوربت او د هغه د قفس په یاد ولیکی.
ما ګوربت ولید آزاد سو له قفسه
لکه خلاص چی بندیوان سي له محبسه
کښته پورته هري خواته یې نظر سو
و پرواز ته یې تیار یاغي وزر سو
تر شهپر لاندی یې ولیدله غرونه
غوړېدلي شنه ځنګلونه لوی سیندونه
تر آسمان لاندي پاچا وو د مرغانو
په تېره منګول قاتل وو د مارانو
پولادي یې وه منګول کاري مشوکه
هم ښکلا وه هم طاقت وو سرترنوکه
پاس په غېږ کي د اسمان لکه زمری وو
هر یرغل چی به یې کاوه د ده بری وو
پلار نیکه یې د اسمان پهلوانان وه
تر نګین لاندي یې سیند وو که ماهیان وه
پاچهي یې هم پر مځکه هم اسمان وه
له آدمه تر دې دمه پاچاهان وه
یو ناڅاپه پاس له لیري راښکاره سو
چي ولاړ عالم یې ټول په نند اره سو
بیرته راغی له اسمانه خپل زندان ته
خپل قفس د خیراتونو دسترخوان ته
کړه بادار یې د قفس دروازه خلاصه
ګوربت هم سو وردننه سمدلاسه
اموخته چي سي بنده په خیراتونو
له هغو به امید نه کړی د ښکارونو
چي د چا په غاړه طوق د غلامۍ وي
که ګوربت وي که زمری خوی یې د سپۍ وي
د خپل ښکار غوښي راوړي تر خپل باداره
د ده برخه وي ترټولو پکښي خواره
له خپل ښکاره مړوي پردي نسونه
په خپل زړه یې وي منلي منتونه
هم یې پلار هم یې نیکه ورڅخه هېر وي
هم تر اصل هم غیرت بادار ته تېر وي
دا یې هېروي چي له اصله د ګوربت دی
شهزاده دی ګرفتاره په لعنت دی
د شهپر ښکار یې خوراک د بادارانو
مسخره وي د څښتن د غلامانو.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د جولای پنځمه، ویرجینیا
https://af.dawatmedia24.com/?p=174486

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.