دوې ورځي مخکي د طالبانو حکومت په کابل کي، د نوریې په نوم، یوه ښکلې پېغله ګویا ګرفتاره کړه. هغې د خپلي کونډي مور اودریو یتیمو ماشومو خویندو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په منظور د نارینه زلمي په څېر ځان جوړ کړی او په یوه ریستورانت کي یې خواري غریبي کوله، څو د طالبانو د حجاب د قانون په اساس مجرمه نه سي اوبې وزلي کور یې له یوازیني ګټندوی څخه بې برخي نه سي. د طالبانو حکومت د دې پر ځای چي شرمېدلی وای. د دې معصومي نجلۍ غم یې خوړلی وای او خپلو ظالمانه پالیسیو ته یې توجه کړې وای له دې معصومي سره داسي تحقیقاتي مرکه کوله تا به ویل چي یو لوی جنایت کار یې نیولی دی. طالبانو له یوې خوا د حجاب د رعایت کولو په منظور له وطن څخه د ښخو لپاره زندان جوړ کړی دی خو له بلي خوا یې دا معصومه نجلۍ په ټلویزیون کي په ټولي نړۍ لیدله او بې حیا طالب به هر ګړی ورته ویل چي ماته مخامخ وګوره. که څه هم چي دې معصومي خو له وچه مجبوریته له ځان څخه هلک جوړ کړی وو خو زه د دې غیرت ته سلام ورلېږم او افتخار کوم چي د افغان غیور ملت ته منسوب یم او ځان په افغان پېژنم.
زما معصومي نوریې
نوریې که را نیژدې وای زما به لور وای زما به مږور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
ستا به پلار ستا به نیکه وای ستا پالنه به مي کړلای
ما به ستا ملالي ویني په غزلو کي ستایلای
ما به هر سهار مکتب ته له خوبونو پاڅولای
زما به ښکلې توتکۍ وای راته ګډه به په شور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې الله دي مل سه وطن ډک دی د لېوانو
ستا په څېر دي ډیري ښکلي زنداني د ملایانو
یا سبا یا بله ورځ به په نکاح سې د شیخانو
کشکي دلته پیدا نه وای ستا قسمت لیکلی نور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې غیرت دي جار سم کشکي ته ښکلې زلمی وای
له مُلا به وای بېغمه له شیخانو به پردی وای
نګهبان به وای د خویندو د مور سر ته به ټیکری وای
نو به ولي د ناکسو د حیا درته پېغور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
که دا مېنه د «الفت» وای که وای کور د «حبیبیانو»
که جونګړه د حیا وای یا قلا د ملالیانو
که ریشتیا مو وطن خپل وای حاکمان وای له خپلوانو
ستا به ولي مېنه توره ستا به ولي غم په کور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې دومره ډاډه یم دا حالات به نه پاتیږي
زه یې وینم په سینو کي د کسات ویني خوټکیږي
د ظالم عمر لنډی دی دا تیارې به رڼا کیږي
خو ملالي چي دا نن دي هم ټاټوبی پر خپل کور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې غیرت دي جار سم روح مي ستا سره اوسیږي
ستا زهیري سترګي وینم زما تر زړه ویني څڅیږي
زه به مړ ته به ژوندۍ یې دا تاریک زندان ماتیږي
ژوند خو ستا څخه کړم لیري چي پر خپل وطن مي ګور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې که خپل پاچا وای که مو خپل لښکر لرلای
خپل بلال خپل مو منبر وای خپل آذان مو اورېدلای
زما قلم به ستا له غمه ولي ویني ژړېدلای
یا خو کشکي شاعر نه وای یا په دوو سترګو شمکور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای.
د ۲۰۲۶ کاال د فبروري نهمه، ویرجینیا.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.