هوښیار او ویښ سیاسیون وخت سره لوبه کې ځان پیدا کوي. د سیمې او نړئ لوبه څاري او پکې خپلو خلکو ته ځای جوړوي. سره له دې چې سیاست کې عاطفه، انسانیت، زړه سوی ځای نلري او له بده مرغه په اوس کې د دین په نوم د ورورولې خبرو هم ځای له لاسه ورکړی دی. د نن ورځې سیاسي بازار د ګټو ،راکړې او ورکړې سره تړلی دی. که چیرته څه ورکوې نو د غوښتنې ځای هم په خپله لاره خلاصوي.
په تېر کې چې شوروي اتحاد، بریتانئ او فرانسې په خبلو کې ویش کړي وو اوس یاد ویش دړئ وړئ او له منځه تللی دی. اوس ځوانه د متحده ایالتونو امریکا د نړئ واک په اختیار کی لري. د نن ورځئ خبره امریکایان ورته بازار پرانیزي.امریکایان وتوانېدل د کمونیزم ټغر له مخه لرئ او له نشت سره مخ کړي. امریکایانو د نړئ په کچه د زورواکو او شتمنو هېوادنو د پالیسو جوړونه تر خپلې ولکې لاندې راوستلئ ده او پرته د دوی له خوښې پیاوړي اروپایان او د نړئ ډیری هېوادونه نشي کولی د خپل فوځي ځواک څخه تر نړېوالو قراردادونو پورې پرته د دوی له اجازې تر سره کړي.
نن چین، روسیه او هند توانېدلي خپل ځانونه په خپلو پښو ودروي خو بیا هم یاد هېوادونه لا تراوسه جوګه د دې نه دي شوي چې د امریکایانو ګټې وګواښي.
امریکایان وتوانېدل روسیه په جګړه کې ښکېله کړي چې یاده جګړه روسئ ته د سر خوږی جوړ کړی دی.
روسئ خپل متحدین او ملګري له لاسه ورکړل او هغه چې ورسره دي یا له ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي او یا هم په دې وېره کې دي که چېرته د امریکانو ګټې وګواښي نو له یوه ستر ناورین سره به مخ کېږي.
هو:
دا د نن ورځئ د سیاسي بازار یو حقیقت دی چې ډېری وخت ځینې شنونکي او نړېوال سیاسیون هم نشي کولی ترېنه انکار وکړي.
عقده مند او له وخت څخه بې خبره سیاسیون تل خپل ولس او هېواد له ناخوالو سره مخ کوي او همدا لامل شي چې د خپلو سیالانو له کاروان څخه شاته پاتې او خپل اعتبار له لاسه ورکړي.
د ایران رژیم د ناتو په خوښه رامنځ ته شو او تبعید شوی روح الله (خمیني) له فرانسئ څخه ایران ته راستون او واک یې خپل کړ.
د ایران رژیم چې ځان یې په لوبه کې پیدا نشوی کړلی ډېر څه یې له لاسه ورکړل. د ایرانیانو درېدل له روسانو سره او د روسانو په ملاتړ یې په ډیری هېوادونو کې د ځان او د خپل رژیم د ساتنې لپاره نیابتي ډلې جوړې کړلې.
د ایراني رژیم علطه لوبې لامل د دې شو چې په نړېواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړي. ایرانیانو ډېر ځله فرصتونه له لاسه ورکړل او ونه توانېدل تر څو خپله حکومتولي وژغوري . د ایراني رژيم د مشرتابه غلطو لوبو ایران په نړېواله کچه انزوا ته کړ.
اخوندانو چې له خپلو نیابتي ډلو څخه غلطه او له کرکو ډکه ګټه پورته کړله نو د ګاونډ ټولو هېوادونو ترېنه وېره پیدا کړه او همدا وېره لامل د دې شوه تر څو خلک لاس په کار شي او د دوی د له منځه وړلو لپاره له امریکایانو سره ودرېږي. نن اخوندانو خپلې نیابتي ډلې له لاسه ورکړي او ټوله سیمه ورته د دښمن په سترګه ګوري. د ایرانیانو غلطه محاسبه او له وخت سره لوبه کې د ځان نه پیدا کول اسرایلو او امریکایانو ته یې فرصت په لاس ورکړی چې نور یې ټغر ورټول کړي. ایران اوس هم که چېرته سمه محاسبه شوئ لوبه وکړي کولی شي خپله ولاړه حکومتولي وژغوري او په یاد بازار کې یو څه له لاسه ورکړي تر څو یې ځان ژغورلی وي. خو که چېرته غلطه محاسبه او تکیه پر روسانو او چینایانو وکړي نو هېره د نه وي چې د برید په محال به یواځې پاتئ وي او له سترې ماتې سره به مخ شي.
د یادولو وړ ده کله چې امریکایانو په ۲۰۰۱ لومړي میلادي کال کې پر طالبانو برید ته چمتووالی نیوه همدغو اخوندانو خپله برخه له امریکایانو او ناتو هېوادونو تر لاسه کړئ وه او هغه شعار یې چې وېل به یې مرګ بر امپریالیزم امریکا غلط ثابت شو هغه ځکه چې شل کاله یې په ګاونډ کې امریکایانو شتون درلود خو دوی یو تش پوچک هم پرئ ګوزار نکړ.
د اخوندانو ټغر مخ په ټولېدو ښکاري.
خلکو د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل ژړل خو اصولنامه یې په اوږو سپره راوړه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.