خلکو د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل ژړل خو اصولنامه یې په اوږو سپره راوړه

عبدالواحد تابع

52
خلکو د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل ژړل خو اصولنامه یې په اوږو سپره راوړه!
د طالبانو اصولنامه د افغانستان زوال او له سیالانو څخه د شاتګ په مانا ده.
محمد (ص) درویشت کاله نبوت وکړ او ورپسې اصحابو او همدا شان د عربو او بیا هم شپږ پېړې د عثماني خلاقت کې داسې څه نشی موندلی چې د طالبانو کړنو ته د ورته والی ولري.
په اوسني وخت کې چې نړۍ د اقتصاد او تکنالوژۍ سیالي خپله کړې هر هېواد او مشرتابه یې دا هڅه کوي تر څو د یاد کاروان برخه او د سیالانو جوګه شي.
نن په ښکاره ډول ښکاري چې طالبان د واک ساتلو لپاره خلک تیارو کې ساتي. که چېرته دوی په همدې ډول روان اوسي نو افغانستان او ولس یې د تورو تیارو بندیان وشمېرې.
دا چې نن نړۍ پرمختګ کړی او ورځ تر بلې خپلو خلکو ته د هوساېنې چاپیریال چمتو کوي دا یۍ د ولس د ویښتیا له برکته ده.ولسونه دي چې خپل چارواکي دی ته اړ کوي تر څو ورته د پرمختګ او هوسا ژوندانه فرصتونه برابر کړي.که چېرته د یوه هېواد ولس ویده او (آغا بلۍ)وي نو د طالبانو په شان به واکمن پرۍ حاکم وي.
د افغانستان ولس دا پنځمه لسیزه ده چې د بېلابېلو حکومت ولۍ نسخې یې تجربه کړي او لیدلي دي،خو له بده مرغه همدا ولس هرۍ حاکمۍ ډلۍ ته څڼې غورزولی او پر ځان یې منلي دي.
دا سمه ده چې اوسمهال تر پخوا سوله شتون لري خو دا هم باید ومنو چې یواځۍ سوله د نظام برخه نشي کېدلی او په همدې ډول ښه اقتصاد هم د یوه پرمختللي حکومت ښکارندویي نه کوي.
هوښیار او ویښ چارواکي له وخت سره خپله حکومت ولي مخ ته وړي او پکې خپلو خلکو ته امکانات برابروي تر څو د انساني تمدن برخه وګڼل شي.
ځینې عربي هېوادونو بې ساری پرمختګ یې کړی خو یو تش پوچک نشي جوړولی او همدا لامل دی چې نن د خپل ښکرور دښمن ماته نه مني او نه غواړي چې څوک پرې برید وکړي او تر هر چا دمخه دوی د ایراني رژیم د بقا لپاره هلې ځلې کوي.ګه چېرته دوی د ایرانیانو په څېر د وخت امکانات یې درلودلی نو نن به یې خوب نه وی تښتېدلی. نن په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې په بشپړ ډول سوله پکې حاکمه ده خو خلک یۍ د بېګا او سبا ډوډۍ نلري او لاس په ګدایۍ نورو ته ناست دي.
نن به په سیاسي بازار کې خپل وزن ته په کتو خرکت خپلوۍ تر څو دی خپل خلک ژغورلي وي.
مونږ ولیدل چې کله مجاهدینو د عربو،ایرانیانو او پاکستان د خوښیو لپاره دین ابزار کړ او خپل خلک یې ورته غلامان وګرزول.
دا به ډېره غلطه نظریه وي چې ووابو پر مونږ جګړه تپل شوې.
پر مونږ جګړه نه دی تپل شوۍ ،خو دا مونږ یو چې هره جګړه مو خپل کور ته راوړۍ او د پردیو لپاره مو خپل خلک وژلي دي.
مونږ هېڅکله له تاریخ څخه زده کړه ونکړله او تل مو خپل خلک تیارو کې وساتل.
کله چې قابیل خپل ورور هابیل د واک لپاره وواژه دا د یاد وخت غوښتنه وه.کله چې یو نالوستی امپراتور چنګیز خان نیمه نړۍ تر خپل واک لاندۍ راولي او پر خلکو واکمن کېږي دا د یاد وخت سره یې سمون خوړ خو کله چې عثمانیان تېروتنه کوي او نشي کولی د خلکو غوښتنو ته له وخت سره ځواب ورته ومومي نو په ډېره اسانه توګه یې مخه ډب کوي او نور یې نه پرېږدي چې د خلکو پر سر لوبو ته دوام ورکړي.
نن مونږ په یوویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو او دا پنځه لسیزې ده چې خپل منځي جګړه د شرق او غرب د ګټو لپاره مخ ته وړو او پکې له انساني کاروان څخه شاته غورځېدلي یو خو خلک نن د خپلو قربانیو بدل غواړي.
دا چې بدل د دوی د قربانیو ورکوی نشۍ نو انساني ژوند خویې مه ورته ګواښې.د دین له ادرسه پر ولس واکمن او پرې حکومت کوې خو چې انساني غوښتنې درڅخه لري او ورته برابرولی یې نشې ایا دا خلک به له دین څخه تېښته ونکړي؟
دا پنځم کال دې چې د زده کړو مخه مو تړلې او هره ورځ شاته غورزو دا خپله د دین سپکاوی دی هغه ځکه چې د دین پیل د زده کړې څخه شوی خو له بده مرغه نن له دین څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.
که په همدې ډول واک مخ ته ځی نو هېره دی نه وي چې د افغانستان راتلونکی نسل به ټول له کرکو،ناخوالو سره د یوه وروسته پاتي کور په بڼه وي او پاتې د نه وي چې راتلونکی نسل به پرته له وژنو بل څه نلري.

پښتو ژبئ او قوم سره ولې دښمني روانه ده؟

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.