د لویې کوټې په سپین رنګه دېوال کې راځړېدلې هېندارې ته پښه نیولې شوه، لکه د مودو پس چې یو نا اشنا کس سره مخ شوې وي، ښه شېبه زیر وه، باوري شوه چې هېنداره کې ولاړه څېره یې خپله ده.
پر اننګو یې لاس تېر کړ، د پخوا په شان ګلابي ورته ونه برېښېدل ځان یې تېر ایسته مسکه شوه لکه د مسکا شاته چې یو تریخ داستان نور له ځانه هم پټوي.
پخپلو غټو سترګو یې پام شو تورو حلقو او شاوخوا ترې ژورو ګونځو ورته د ټولو سختو ورځو شپو ثبوت وړاندې کاوه. یوه شېبه غلې وه نظر یې په لاندې خواره قالین تم کړ، بیا یې ورو له ځانه سره وویل هیڅ مهمه نه ده د هغه په نشتون کې ښایست څه معنا؟
له خوارې قالین یې نظر راټول شو، آیینې ته یې وکتل دا ځل یې وار له مخې په خپلو ګڼو تورو وېښتو نظر پرېوت، څو سپین تارونه په کې له ورایه ځلېده چې ته دې ته یې د بېلتانه د لمحو کیسې بیانولې …
اوږدې خاموشۍ پسې واخیسته، ستړې وه او دا ستړیا یې نوره په ټول وجود محسوسېده، خو له بدمرغې دنیا څخه د خپل غمجن کرکټر د پټولو لپاره اړه وه تمثیل وکړي او ژوند ته دوام ورکړي…
له سینګار میزه یې رانجه را واخیستل لا یې په سترګو پورې کړې نه وو، چې یو دروند غږ یې تر غوږو شو
ــ وه سپېرې چېرته ورکه یې؟
دې سره د کوټې دروازه په زور خلاصه شوه له عمره پخه ښځه راننوته تندی یې ځوړند پروت و، شونډې یې له قهر و غوسې رپېدې او له سترګو یې د غضب اور بادېده … په تونده یې وویل:
ــ واه! واه! ته دلته ولاړه ځان سینګاروه هلته د کور کارونه ټول پراته دا به دې مور کوي؟
او ها دا سترګې نن څنګه تورې؟ د چا لپاره یې توروې؟
خاوند خو دې په کور نشته، که نه کوم بل چېرته دې نظر دی خدای پوهېږي!
ـــ د نجلې له پښو ځمکه لاړه لکه د شوې پاڼه رپېده، ځواب ځنې هېر شو، مازې یې؛ نه ابۍ، نه ابۍ! الفاظ له خولې واته…
ـــ ښځې بیا په سپکو او سپوره زیاته کړه: بدبختې! زما زوی دې د واده په درېیمه میاشت مسافر کړ، زه پوهېدم سپېره یې، ما کله کولې، خو ای کاش زوی مې در مئین نه وای!
نن به ستا د ولور د پورونو له امله له وطنه نه پسې ورکېده.
د ښځې غوسه لا پسې ډېرېده همداسې له ځان سره په بنګېدو له کوټې په وتو شوه په تلو کې یې وویل:
د خانې لورې! یو دقه کې راووځه! غواګانې ولوشه، په ګېده یې مړې کړه او غوجل یې پاکه کړه.
نور یې دروازه په ګړز بنده کړه ..
ــ د نجلۍ په رنګ کې ټکی وینه پاتې نه وه، مخ یې له هغې خړې هیندارې واړوه چې دې په کې خپل ژوند په خاوړو خړ لیده…
پر مېز یې ایښي انځور ته له اوښکو ډکې سترګې ونیولې، چې دې یې د چا په مخ کې د تویولو واک هم نه درلوده…
د عکس تر څنګ یې پرتې جنتري ته پام شو په ورځیني تاریخ یې پام شو نور یې په سترګو کې ولاړې اوښکې تم نه کړای شوې، پر مخ یې بې احتیاره روانې شوې، داځل یې چاود ګوتو هم ملتیا ونه کړه.
اه! څنګه به یې نه ژړل نن یې د واده دویمه کالیزه وه او دې د عمر څلورویشتم پسرلی و، خو دې په کې خپل ټول ښایست د وخت نادودو او بدرنګه رواجونو ته بایللی و، زړښت یې د وجود په ځوانو څانکو کې خپور او بې وخته یې ورته پر نازک بند خوله لګولې وه.
پروت انځور یې را جګ کړ، کلک یې په سینې پورې ونیوه، غریو واخیسته او له ډېره درده یې دا لنډۍ له خولې ووته:
د ښتنو بده رواجه
یار چې ولور ګټي نو زه به خاورې یمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.