د کوټې له کړکۍ مې بهر کتل، د ماښام تیارې په خورېدو وې، د شفق وروستۍ سره رڼا د سیاهي په غېږه کې ورکېدله، د اسمان پراخه سینه پر ستورو لکه د پاولیو ډک کمېس داسې ځلېده، د حویلۍ شنه بوټي د پسرلي د نري شمال سره په نڅا ول، ناڅپړل شویو غوټیو ورته خپل سرونه خوځول او د دېوالونو په کوچنیو غارونو کې د حشراتو رنګا رنګ اوازونو ورته عجیبه موسیقي غږوله.
نن طبیعت ټول په په مستۍ و. خو ما ته یې خوند نه راکاوه. داسې مې انګېرله لکه طبیعت چې هم نن ظالم شوی وي او د یو چا په بربادۍ خوشحالي نمانځي …
په همدې سوچونو کې ډوبه وم؛ چې د دروازې ټکار مې د فکرونو لړۍ وشلوله . مور مې دروازه خلاصه کره، بسمینه ترور وه.
نه مې غوښتل په نظر ورشم؛ د کوټې پرده مې کش کړه. لږه شېبه وروسته د انګړ دروازه وتړل شوه، پوهه شوم چې لاړه. شېبه نه وه تېره چې مور مې کوټې ته را ننوته، تندی یې تریو و، دا ځل یې په جدي غږ وویل: بسمینه ترور تا پسې راغلې وه. نایلې بیا رالېږلې وه چې تا راولي.
لورې ولې داسې کوې؟ د هغوی ښادي ده، خوښ دي. تا ولې ماتم جوړ کړی او زړه خورې؟
وریندار دې ځي ته هم ځان تیار کړه لاړه شه او د ملګرې په خوښیو کې دې شریکه شه…
مور لا خبرې کولې خو زما د حوصلې جام ډک شوی و ومې ویل:
د څه ښادي؟ کومه خوشحالي؟ سبا د یو چا د هیلو جنازه اوچتېږي. خلکو ته ډولۍ ښکاري مګر دا د یوې معصومې او تنکۍ پېغلې د هغه هیلو تابوت دی له کومو چې زه خبره یم. په هغه ډولۍ کې به د ناستې نجلې مړی ولېږدول شي، نه ناوې.
مور مې خاموشه وه، خو زما خبرو دوام درلود:
تاسې لیدلای شئ چې ګل محمد کاکا خپله اتلس کلنه لور شپېته کلن سړي ته چې په یوه پښه ګوډ دی، د څو لکو روپو په بدل کې ورکوي؟
ایا په دې پیسو به د هغوی غربت ختم شي؟ همدا یې بدیله لار ده، چې یو اولاد د نورو د نفقې پیدا کولو لپاره قرباني کړي؟ دا یوازې قرباني نه، بلکې له جهالته ډکه سودا هم ده.
که زه یا تاسو د دې حالت مخه نیولای شئ نو زه به نن واده ته لاړه شم، ګنې زه دا بې انصافي او ظلم نشم لیدلای.
مور مې هم جواب نه درلود له کوټې ووتله.
زړه مې ډک و، د نایلې ټول هغه خوبونه او هیلې چې ژوند ته یې لرل سترګو ته مې کتار ولاړ و. هغې له زده کړو سره بې کچه مینه درلوده هر وخت به یې ویل یاره کومه ورځ به وي چې د ډاکټرۍ سپینه چپن واغوندم …؟
د هغې بې وسې په حال مې ښه ډېر وژړل…
سبا سهار وختي د ډزو په غږونو او شورماشور راویښه شوم. یوه ډله ماشومان په منډه راننوتل ویې ویل:
په ناوې پسې د ورا خلک /جنج راغلو
د کورونو ښځې د دروازو مخې ته راټولې شوې وې د کوڅې خوا ته یې کتل، خو زه له ځایه و نه خوځېدم، لکه مېخ هلته ولاړه پاتې شوم. په غربت او جهالت مې لعنت وایه…!
وختونه تېرېدل ورځې په هفتو او هفتې په میاشتو بدلېدې. نایله د کلیوالو له ذهنونو ووتله؛ لکه هېڅ چې نه وي شوي، مګر زما له سترګو او زړه نه پناه کېده.
یو مازدیګر چې له مدرسې کور ته راغلم، ګورم بسمینه ترور د انګړ په منځ کې د مور سره مې د کټ په لنګه ناسته ده. سترګې یې سرې وې، مور مې هم د ټیکري په پیڅکه خپلې اوښکې وچولې، ور نږدې شوم؛
ومې ویل: خیریت دی؟ څه شوي؟
بسمینې ترور په ژړغوني غږ وویل: لورې! تېره ورځ د نایلې له څنګه راغلم. دا یوه هفته هلته وم. مېړه یې د زړه له حملې ومړ. موږ هم غوښتل چې را یې ولو، خو لیورونو یې اجازه ورنه کړه.
ویل یې: دا اوس زموږ عزت و غیرت دی. که لاړه شي او بل مېړه وکړي، زموږ شمله خو به له خاورو سره یوه شي. د دې ضمانت څوک راکوي چې بل ځای به مېړه نکوي؟؟
ښځه غریو واخیسته بیا یې زیاته کړه: مشر لیور یې ځانته په نکاح کوي، خو نایله امیدواره ده، تر هغې به صبر کوي چې ماشوم پیدا شي…
په سترګو مې تور راغلل، زړه مې وچ درد وکړو، نه پوهېدم څه ووایم؟
ما ته د هغې د لاسونو تورې کرښې له هماغه ورځې معلومې وې چې پلار یې په نیمه کې له ښوونځي وویستله ورته یې وویل: “ښځه یا د کور ده یا د ګور ”
مګر نایلې کور هم ونه لیده د زېږون له ورځې یې په یوه پټه هدیره کې ژوند پیل کړی و، داسې هدیره چې نوم یې غربت، رواج او غیرت و.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.