پنجشېر کې له تېرې شپې راهیسې واوره وریږي

34

د پنجشیر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن سه‌شنبه د حمل ۱۸ / اپرېل ۷ وویل، واوره له تېرې شپې راهیسې د دې ولایت په مرکز او ټولو ۷ ولسوالیو کې د واورې ورېدل دوام لري.

هغه ډاډ ورکړی چې د بیړنیو حالاتو کمېټه پوره چمتووالی لري او د احتمالي زیانمنو کسانو د مرستې لپاره اړین تدابیر نیول شوي.

نوموړي د پنجشېر له اوسېدونکو وغوښتل چې د واورې پرمهال احتیاطي تدابیر مراعت کړي او که له کومې ستونزې سره مخ کېږي، له اړوندو ادارو سره دې اړیکه ونیسي.

د سالنګونو لویه لاره هم د واورې او توپان له امله تړل شوې ده
د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سالنګونو لویه لاره نن ماښام د سختې واورې ورېدو او د توپان د چلېدو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د دې وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي چې دا پرېکړه د خلکو د سر او مال د زیان مخنیوي لپاره شوې ده.
چارواکو له موټر چلوونکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې له دې لارې سفر ونه کړي او بدیلې لارې وکاروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.