!د اسلامي امت لیکوال ته

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت

7
سریزه:
د اسلامي امت لیکوال څخه هدف‌ د امت هغه کسان دي‌ چې د اسلامي امت د فکر، عقیدې، کلتور، سیاست، او ټولنیزو مسایلو په اړه لیکنې کوي، او د خپل قلم له لارې د امت اصلاح، بیداري او لارښوونه کوي.
اوس راځو دې ته چې د اسلامي امت لیکوال باید کومې ځانګړتیاوې ولري، ترڅو د قلم او کتابت په خوږه ژبه د سمون او فلاح لاره، د شته حقایقو او استناداتو پر بنسټ روښانه کړي، ترڅو د امت پرمختګ یقیني او د نورو له شر څخه د امن تکتیکونه وړاندې کړي.
۱- د اسلامي ارزښتونو ساتنه او پراختیا:
د اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب او پراختیا لپاره د قلم را اوچتول د دې امت د هر بچي مسؤلیت دی، ترڅو د ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ نورو ټولنو ته د غوره درک په موخه په مستنده توګه وړاندې شي، پرته له دې چې د یادو ارزښتونو څخه دې دنیوي چارې هدف وګرځول شي.
ځکه د اسلامي ارزښتونو ساتنه یو اخروي مسؤلیت دی چې په پلي کېدو سره یې عقیدوي ښیګڼې د تکامل اړخ خپلوي.
۲- د امت د ستونزو انعکاس:
د امت ستونزو ته انعکاس ورکول اړین دي، ترڅو مسؤل جهتونه پرې خبرتیا حاصل کړي، او د دې ترڅنګ د لويو ناخوالو فریاد اوچت شي، د دې لپاره چې د امت د ښېګڼو سبب شي، نه دا چې د غلط فهم له مخې د امت د ځور حالت خپل کړي.
د بېلګې په توګه د غزې مسلمانانو باندې د وخت وحشي رژیمونو لکه امریکا او اسراییلو له حد زیات داسې ظلمونه وکړل چې نن د بشریت په تندي تور داغ دی.
همدې کفارو غوښتل چې د غزې په وړاندې د ناټو له ایتلاف ګټه پورته کړي، خو د اسلامي امت مبارزینو، چا د عمل (جهاد)، کتابت، وینا او نورو ممکنه امکاناتو پر مټ د دې مظلوم امت غږ اوچت کړ. حد اقل دومره وشول چې د دې ظالمو رژیمونو په کړنو هم د دوی متحدین وشرمېدل.
که حال ته ځیر شو، امریکا یو ځل بیا د پخواني ادب له مخې د ایران په وړاندې د استعمار لړۍ ته خپل غربي متحدین را دعوت کول، خو له نېکه مرغه د خپل عمل په وړاندې یې مناسب عکس العمل ترلاسه کړ، او هغه ملګري یې چې امریکا به تل د تکیې هیله درلوده، لا هم د دوی د قناعت لپاره څه نه دي وړاندې کړي. ځکه ناټو د افغانستان، عراق او سوریې په مسئله کې، پرته له دې چې د ناټو مشترک اهداف وپالي، بلکې د امریکا د نیابتي جګړو په لړۍ کې ښکېل شول. همدا علت دی چې اوس ناټو د امریکا په مغرضانه پالیسۍ درک ترلاسه کړی او نه غواړي چې پرته له ګټې د دوی د اهدافو قرباني شي.
هدف دا دی چې د امت لیکوال باید د اسلامي رعیت ټولې سیاسي، اقتصادي او کلتوري ستونزې په داسې توګه افشا کړي چې د ځان لپاره ضرر راپاروونکی اړخ ونه لري، او د مغرضو کړیو په اړوند نړۍ ته د درک لار پرانیزي.
۳- د ستونزو پر وړاندې استقامت او حل لارې:
د لويو ناخوالو په وړاندې باید لیکوال په خورا لوړ استقامت حل لارې وړاندې کړي، ترڅو وحشي رژیمونه دا احساس خپل نه کړي چې په اسلامي ټولنو د بېلابېلو فشارونو له لارې څه قبلولای شي.
ځکه په کومو ټولنو کې چې ایثار موجود وي، په هغو ټولنو کې ثابت او له تعدیل پرته واقعي ارزښتونه حاکم وي. همدا علت دی چې هغه ټولنې تر بل هر حالت خپلو موضوعاتو ته په ښه توګه رسېدنه کولای شي.
باید ووایو چې د تپلې جګړې پیداوار تل د استعماري رژیمونو زېږنده ده، چې د شیطاني حس له مخې د اسلامي هېوادونو د داخلي اختلافاتو د زیاتوالي په توګه ترې ګټه اخلي.
ښه بېلګه یې د ټرمپ هغه بیان دی چې غوښتل یې د ایران لپاره د داخلي اختلافي ډلې څخه د مشرتابه په تعیین کې سلا ولري، خو دا چې د ایران حاکم نظام د غربي ټولنو په دسیسو او توطیو باندې باخبره دی، د کفري رژیمونو لپاره د دې خوب د حقیقي تعبیر موقع نه ورکوي.
۴- د بیدارۍ او تاریخي شعور ساتنه:
د خلکو د ویښتابه او بیدارۍ لپاره باید د اسلامي امت لیکوال د قلم خوځولو او کتابت لاره پرې نه ږدي. په ځانګړي ډول لیکوالان باید پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د تېر په ثبت او لیکلو سره د حال درس وړاندې کړي، او د شته وخت له مخې راتلونکو نسلونو ته داسې څه پرېږدي چې د استعماري قدرتونو د پلانونو په اړه معلومات ولري.
غواړم ووایم چې په افغانستان کې د جهادي غورځنګونو اصلي علت دا و چې په ملت کې د هېواد پالنې او مجاهدت حس موږ ته له نیکونو او پلرونو په ښه توګه انتقال شوی دی. زموږ هڅه هم باید دا وي چې تر نوي نسل پورې یې همداسې ورسوو.
پایله:
په ټوله کې، د اسلامي امت لیکوال هغه څوک دی چې د قلم له لارې د امت د ارزښتونو ساتنه، د ستونزو انعکاس، د حل لارو وړاندې کول، او د راتلونکو نسلونو فکري روزنه په غاړه اخلي.
که دا مسؤلیت په اخلاص، استقامت او حکمت سره ترسره شي، نو کولای شي د امت د بیدارۍ، یووالي او پرمختګ لپاره قوي بنسټ کېږدي.

 

مدیریت یوازې دنده نه، بلکې مهارت دی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.