سریزه:
ولې ځینې مدیران بریالي وي او ځینې ناکام؟ د دې پوښتنې ځواب تر ډېره د هغوی په مهارتونو او وړتیاوو کې نغښتی دی. لکه څنګه چې هر علم او هنر ځانګړو مهارتونو ته اړتیا لري، همداسې مدیریت هم له مهمو مهارتونو پرته بریالی کېدلای نه شي. دا مهارتونه باید د مدیر په فکر، چلند او پرېکړو کې څرګند وي، ځکه د مدیریت بریالیتوب تر ډېره د همدې وړتیاوو له اغېزمنې کارونې سره تړاو لري.
یو مدیر یوازې د کارونو تنظیموونکی نه دی، بلکې هغه باید د خلکو سره د اغېزمن تعامل، د ستونزو د حل او د راتلونکي د سم درک وړتیا هم ولري. همدا ځانګړتیاوې دي چې یو عادي مدیر له یو بریالي او اغېزمن مدیر څخه جلا کوي.
په عمومي ډول، د مدیریت مهارتونه په درې اساسي برخو وېشل کېږي: فني مهارتونه، انساني مهارتونه او ادراکي مهارتونه، چې هر یو یې خپل ځانګړی اهمیت او رول لري.
۱- فني مهارت (Technical Skill):
فني مهارت هغه عملي پوهه او وړتیا ده چې یو مدیر یې د ځانګړو دندو د ترسره کولو لپاره کاروي. دا مهارت د تخنیکي طریقو، وسایلو او عملي چارو سره مستقیم تړاو لري او مدیر ته دا توان ورکوي چې خپل مسؤلیتونه په دقیق او اغېزمن ډول ترسره کړي. په بل عبارت، فني مهارت د کار د عملي کولو تجربه او تسلط دی.
یو مدیر چې فني وړتیا ولري، کولای شي مناسب پلان جوړ کړي، بودجه ترتیب کړي، مالي چارې کنټرول کړي او نور اړین فعالیتونه په سمه توګه پرمخ یوسي.
د فني مهارت مهم عناصر:
•ـ د کار تخصصي پوهه.
•ـ د وسایلو او ټکنالوژۍ کارونه.
•ـ د ستونزو حل کولو وړتیا.
•ـ د کار د طریقو او طرزالعملونو پوهه.
•ـ د کیفیت کنټرول او ارزونه.
•ـ عملي تجربه او مهارت.
•ـ د معلوماتو تحلیل او تفسیر.
د بېلګې په توګه، په یوه اداره کې د کلنۍ بودجې جوړول، د لګښتونو تنظیمول، د کمپیوټري سیستمونو کارول او د تخنیکي وسایلو اداره کول ټول د فني مهارت څرګندې بېلګې دي. همدارنګه، په یوه ښوونځي کې مدیر چې د شاګردانو د حاضري سیستم منظم کړي او د تدریسي بهیر څارنه په سمه توګه ترسره کړي، د فني مهارت ښه مثال بلل کېږي.
۲- انساني مهارت (Human Skill):
انساني مهارت د خلکو سره د ښه تعامل، تفاهم، همکارۍ او د هغوی د هڅونې وړتیا ته ویل کېږي. دا مهارت مدیر ته دا توان ورکوي چې کارونه د نورو په مرسته په بریالیتوب سره ترسره کړي. یو اغېزمن مدیر باید د خپلو کارکوونکو احساسات، اړتیاوې او انګېزې درک کړي او پر هغوی مثبت اغېز ولري.
د انساني مهارت مهم عناصر:
•ـ د رهبرۍ وړتیا.
•ـد شخړو حل کول.
•ـ له نورو سره اغېزمنه اړیکه نیول.
•ـ د ټیم جوړول او پیاوړتیا.
•ـ د صلاحیت سپارل (تفویض اختیار).
•ـ د کارکوونکو هڅول او ملاتړ.
د بېلګې په توګه، که په یوه اداره کې د کارکوونکو ترمنځ اختلاف رامنځته شي، یو هوښیار مدیر د خبرو، تفاهم او عدالت له لارې دا ستونزه حلوي او د ټیم یووالی ساتي. همدارنګه، کله چې مدیر خپلو کارکوونکو ته مسؤلیت ورکوي او هغوی هڅوي، نو دا کار د باور فضا رامنځته کوي او د کار کیفیت لوړوي.
۳- ادراکي مهارت (Conceptual Skill):
ادراکي مهارت د ذهن هغه وړتیا ده چې مدیر ته دا امکان برابروي چې سازمان د یوه بشپړ نظام په توګه درک کړي او د هغې بېلابېلې برخې او اړیکې تحلیل کړي. دا مهارت مدیر سره مرسته کوي چې یوازې جزئیاتو ته نه، بلکې ټولیز تصویر ته وګوري او پر بنسټ یې سمې او ستراتیژیکې پرېکړې وکړي.
د ادراکي مهارت مهم عناصر:
•ـ د معلوماتو تحلیل او ارزونه.
•ـ د سازمان د بشپړ انځور درک.
•ـ د برخو ترمنځ د اړیکو پېژندل.
•ـ ستراتیژیک فکر او پلان جوړونه.
•ـ د چاپېریال (داخلي او بهرنیو) شرایطو درک.
•ـ نوښت او ابتکار.
د بېلګې په توګه، که په یوه اداره کې د عوایدو کموالی رامنځته شي، یو ادراکي وړتیا لرونکی مدیر یوازې یوه برخه نه ارزوي، بلکې د بازار وضعیت، د سازمان تګلارې، د کارکوونکو فعالیت او د سیالۍ شرایط په ګډه تحلیلوي او د ستونزې د حل لپاره جامع او اغېزمنه تګلاره غوره کوي.
پایله:
په پای کې ویلای شو چې فني، انساني او ادراکي مهارتونه یو بل بشپړوي او د مدیریت د بریالیتوب اساسي ستنې جوړوي. فني مهارت د کار د سم ترسره کولو بنسټ برابروي، انساني مهارت د خلکو ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته کوي او ادراکي مهارت مدیر ته دا توان ورکوي چې پر بنسټیزو مسایلو ژور فکر وکړي او سمې پرېکړې وکړي.
بریالی مدیریت یوازې د کارونو تنظیم نه دی، بلکې دا د فکر، اړیکو او لیدلوري یو متوازن هنر دی. هر هغه مدیر چې دا درې واړه مهارتونه په ځان کې پیاوړي کړي، کولی شي خپل سازمان په اغېزمنه او بریالۍ توګه پرمخ یوسي.
Comments are closed.