د ا.ا پنځه‌کسیز پلاوی له پاکستان سره د خبرو لپاره نن چین ته ځي

2

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): سرچینې وايي، ټاکل شوې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ نن د چین په اورمچي ښار کې خبرې اترې وشي؛ د همدې لپاره د اسلامي امارت یو پنځه‌کسیز پلاوی چین ته سفر کوي.

یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې دغه خبرې د چین په منګړيتوب د دغه هېواد په اورمچي ښار کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت پنځه‌کسیز پلاوی چې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو لوی ریاست استازی یحی تکل پکې شامل دي، به تر راتلونکو دوو ساعتونو د چین پر لور وخوځېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څه مودې راهیسې د افغانستان د حریم په نقضولو سره توپچي او هوايي بریدونه کوي او غبرګون کې یې افغان ځواکونو هم په غچ‌اخیستونکو بریدونو لاس پورې کړی دی.

د پاکستان په یادو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکیان شهیدان او ټپیان شوي چې تر ټولو خونړی یې په کابل کې د معتادینو درملنې پر یوه روغتون برید و چې له امله یې تر درملنې لاندې څه باندې ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا۲۵۰ نور ټپیان شول.

افغانستان او پاکستان د اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړ خو پاکستان دغه اوربند څو ځلې مات کړ.

د یادونې ده، د افغان او پاکستان لورو ترمنځ مخکې هم په ترکیه او سعودي کې مذاکرات شوي خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.