که موږ ماشومان سمه روزنه ورکړو، هېواد به له نړۍ سره سیال شی نننی ماشوم د سبا راتلونکی دی. هر هغه څه چې موږ نن خپلو ماشومانو ته ورکوو که هغه مینه وي، اخلاق وي، پوهه وي او یا هم ارزښتونه هماغه به سبا زموږ د ټولنې بڼه ټاکي. هېڅ هېواد یوازې د طبیعي زیرمو، وسلو یا ودانیو په زور پرمختګ نه کوي؛ بلکې اصلي ځواک یې سالم، روزل شوی او بااخلاقه نسل وي سمه تربیه یوازې د ښوونځي زده کړې نه دي، بلکې د ژوند بشپړ مکتب دی. ماشوم باید له کوچنیوالي زده کړي چې رښتینولی څه شی دی، عدالت څه معنی لري، د نورو احترام څنګه کېږي او خپل مسؤلیت څنګه ادا کوي. هغه ماشوم چې د درناوي، زغم او صداقت په فضا کې لوی شي، په راتلونکي کې به نه یوازې یو بریالی انسان وي، بلکې د ټولنې لپاره به یو مثبت بدلون راوستونکی هم وي کله چې مور او پلار، ښوونکي او ټولنه په ګډه د ماشوم پر سالمه روزنه تمرکز وکړي، نو یو داسې نسل به رامنځته شي چې په ځان باور ولري، علم ته ارزښت ورکړي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي. دا ډول نسل کولای شي چې په هر ډګر کې که هغه علمي وي، اقتصادي وي او یا هم سیاسي له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي او خپل هېواد لوړ مقام ته ورسوي برعکس، که موږ د ماشومانو تربیه جدي ونه نیسو او هغوی یوازې پرېږدو، نو پایله به یې یو بې هدفه او کمزوری نسل وي. داسې نسل نه شي کولای چې د ستونزو پر وړاندې ودرېږي او نه هم کولای شي چې خپل هېواد د پرمختګ پر لور بوځي راځئ چې دا حقیقت ومنو: د یو ملت ځواک د هغه په پوځ یا شتمنۍ کې نه، بلکې د هغه په روزل شوي نسل کې دی. که موږ نن په خپلو ماشومانو پانګونه وکړو د هغوی په اخلاقو، تعلیم او شخصیت جوړونه کې نو سبا به یو داسې هېواد ولرو چې له نړۍ سره سیال، باعزته او پرمختللی وي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.