چاپېریال نه یوازې د طبیعت ښکلا ده، بلکې د ژوند، روغتیا، ټولنیز عدالت او د نسلونو د راتلونکي بنسټ هم دی. دا یو الهي امانت دی چې الله تعالی انسان ته ورکړی، او زموږ ديني، اخلاقي او انساني مسؤلیت دی چې دا امانت وساتو. په ځانګړې توګه نن د کابل ښار د هوا ککړتیا یوه خطرناکه فاجعه ده چې که جدي اقدام ونه شي، زموږ د ټول ملت روغتیایي آینده به له جدي ګواښونو سره مخ شي.
د کابل د هوا ککړتیا یوه مرګونې فاجعهپه تېرو څو کلونو کې د کابل ښار د نفوس چټکه زیاتوالی، غیر پلاني پراخېدنه، او د غیر قانوني سوخت موادو کارول (لکه ټایرونه، پلاستیک، او خام تېل) د دې سبب شوي چې د ښار د هوا کیفیت د ژوند لپاره خطرناک حد ته ورسېږي. دا ککړتیا د تنفسي ناروغیو، د سږو سرطان، د زړه ستونزو، سترګو او پوستکي ناروغیو لامل ګرځېدلې ده. په زرګونو ماشومان، زاړه او ناروغان یې تر سختو اغېزو لاندې دي د چاپېریال ککړتیا د جمهوریت ناکامه میراث
د کابل اوسنی حالت د پخواني جمهوریت د بېپامه پالیسۍ او فساد مستقیم پایله ده. هغه مهال نه یوازې د چاپېریال ساتنې بنسټونه فعال نه وو، بلکې د هوا د کیفیت د څارنې، د ککړونکو سرچینو کنټرول او عامه پوهاوي برخې کې هېڅ عملي ګام نه و پورته شوی. د چاپېریال ساتنه یوازې په جلسو، شعارونو او کاغذي پالیسیو محدود پاتې شوه.
د حل لاره ملي هوډ، بدیلې سرچینې او عدالتد بدیلو انرژیو پراختیا د لمریزې برېښنا، بادي انرژۍ، او طبیعي ګازو کارونه باید تشویق شي. دا نه یوازې ارزانه او دوامداره دي، بلکې د چاپېریال ککړتیا هم کموي د معیاري سوخت موادو کارونه دولت باید غیر معیاري مواد بند کړي او د معیاري سوخت (لکه ګاز، برق) ته لاسرسی آسانه کړي د شنو ساحو پراخوالی د ښارونو په ځانګړي ډول کابل شاوخوا کې باید پراخې زرغونې سیمې جوړې شي چې د هوا فلټر او چاپېریال توازن وساتي قانوني کنټرول او پوهاوی هغه کسان چې چاپېریال ککړوي، باید قانوني جزا وویني. عامو خلکو ته هم د چاپېریال اهمیت باید تدریجي وښودل شي د طبي سکتور چمتووالی روغتیايي مرکزونه باید د تنفسي ناروغیو او هوايي ککړتیا د اغېزو لپاره ځانګړي خدمات برابر کړي وخت د عمل دی، نه د انتظارکه چیرې موږ نن د چاپېریال ساتنې جدي اقدام ونه کړو، سبا به زموږ ماشومان د ژور روغتیایي بحران قربانیان وي. دا موضوع یوازې د یو حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د ټول ملت، دیني عالمانو، مدني فعالانو، رسنیو، ښوونیزو بنسټونو او هر وګړي مسؤلیت دی چاپېریال ساتنه نه یوازې یو ملي رسالت دی، بلکې د اسلامي شریعت له نظره هم یوه فریضه ده، ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي:
“که د قیامت ورځ هم راغلې وي او ستا په لاس کې یوه ونه وي، نو هغه وکِرئ!”راځئ، تر دې وړاندې چې ناوخته شي، دا الهي امانت وساتو!
په درنښت،
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.