د کورنۍ ارزښت او د ماشومانو روغه روزنه

زړګی صافی

64
کورنۍ د انسانانو د ټولنیز جوړښت تر ټولو کوچنی، خو مهم بنسټ دی. له همدې ځایه د انسان د شخصیت لومړني بنسټونه اېښودل کېږي. که یو ماشوم په یوه سالمه، بااحساسه، او د مینې ډکه کورنۍ کې وروزل شي، دا نه یوازې د هغه فردي ژوند لپاره بنسټ برابروي، بلکې د ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره هم فکري، اخلاقي او انساني پانګه چمتو کوي.کورنۍ؛ د شخصیت جوړولو بنسټ
ماشومان له کورنۍ پیل اخلي؛ هلته د مینې، مهربانۍ، درناوي، حوصله، صداقت، او همدردۍ درسونه زده کوي. مور او پلار نه یوازې د ماشوم فزیکي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هغوی رواني، عاطفي، او فکري ودې ته هم زمینه برابروي. د مور نرمه غېږه او د پلار مهربان مشوره، ماشوم ته دا احساس ورکوي چې خوندي دی، اورېدونکی لري او ارزښتناک دی کله چې مور او پلار خپلمنځي اړیکې درناوي، تفاهم، او همکارۍ ته وقف کړي، دا فضا ماشومان هم له همدې اخلاقو سره اشنا کوي. بالعکس، یوه کورنۍ چې شخړې، بې‌احترامي، یا تاوتریخوالی پکې دوام ولري، ماشوم ته دا پیغام ورکوي چې ژوند ستونزمن، ډارونکی او بې‌ارزښته دی د جګړې له سیورې لاندې ماشومان
بدبختانه، افغانستان یوه له هغو ټولنو ده چې اوږدې جګړې او سیاسي بې‌ثباتۍ ځپلې ده. دا حالت کورنۍ ته هم ژور زیان رسولی. د کډوالۍ، بې‌وزلۍ، محرومیت، تعصب او تاوتریخوالي فضا، کورنۍ له خپل اصلي رسالت لرې کړې. ډېری ماشومان د مور یا پلار له لاسه ورکوي، یا له رواني فشارونو، فقر، او ښوونې ته له نه‌لاس‌رسی سره مخ دي. دا ټول عوامل د ماشوم ذهني، عاطفي او اخلاقي ودې ته سخت زیان رسوي.فکري روزنه؛ یوه ستره پانګه
یو له مهمو اړتیاوو څخه چې باید هر مور او پلار ورته متوجه وي، د ماشوم فکري روزنه ده. یوازې خوراک، جامې او تعلیم بسنه نه کوي. ماشومان باید د انسانیت، تفاهم، عدالت، زغم، او ټولنیزې همکارۍ ارزښتونه زده کړي. باید دا ورزده شي چې مینه، مهرباني، او علم، له زور، تعصب او کرکې غوره دي کله چې یو ماشوم د نورو قومونو، مذاهبو، او خلکو درناوی زده کړي، دا هغه ذهنیت دی چې یو ملت متحد ساتلی شي. هغه څوک چې د کور له دینه زغم، احترام، او متقابل تفاهم زده کړي، هغه به هېڅکله د تعصب، تندلارۍ، یا کرکې پر لور ولاړ نه شي.د ټولنې او دولت مسؤلیت په یوه سالمه ټولنه کې دولت باید کورنیو ته د سالم ژوند اسانتیاوې برابرې کړي، لکه اقتصادي ملاتړ، روزنیز پروګرامونه، د ښځو او ماشومانو ساتنه، او د زده‌کړو پراخ فرصتونه. دا اړینه ده چې ټولنه له دروندو دودونو، تاوتریخوالي، او نامناسبو فرهنګي فشارونو خلاصه شي، ترڅو کورنۍ وکولای شي خپل ماشومان په ازاد فضا کې وروزي د یوې رښتینې، سولې‌دوستې او پرمختللې ټولنې بنسټ د سالمو کورنیو له منځه راټوکېږي. هره کورنۍ، که کوچنۍ وي یا غټه، که شتمنه وي یا غریبه، دا مسؤلیت لري چې خپل ماشومان د مینې، درناوي او مسوولیت‌پالنې له مخې وروزي. دا نسل به د سبا افغانستان جوړوي؛ یو افغانستان چې پکې عدالت، همغږي، زغم او پرمختګ واکمن وي راځئ، د ټولنې بنسټ (کورنۍ) ته جدي پاملرنه وکړو. ځکه چې یوه روزل شوې کورنۍ، د یوه روزل شوي ملت لومړنی ګام دی.

  Donate Here

Dawat in English

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.