افغانستان کې اقتصادي بیا رغونه کمزورې شوې

43

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د فقر، بې عدالتۍ او کډوالۍ بحران ژور شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي، په لسو کې نهه افغان کورنۍ مجبورې شوې دي، چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره خوراک کم کړي، شتمنۍ وپلوري او یا له نورو خلکو پورونه واخلي.

راپور زیاتوي، په هېواد کې د خلکو عادي میاشتنی عاید شاوخوا ۶۵۰۰ افغانۍ دی، خو په هغو سیمو کې چې راستنېدونکي ډېر دي، بې کاري تر ۹۵ سلنې رسېدلې او د کورونو کرایې درې چنده لوړې شوې دي.

د UNDP په راپور کې ویل شوي، چې له ایرانه او پاکستانه ستنو شویو افغانانو کې یې شاوخوا ۹۰ سلنه کورنۍ پراخ پور لري، چې د میاشتني عاید پنځه چنده اندازې ته رسېږي.

د طالبانو راتګ سره بې کاري، بې وزلي او له هېواده د خلکو وتل پراخ شوي، ورته مهال ایران او پاکستان میلیونونه افغانان مجبور کړل، چې هېواد ته ستانه شي، چې د ملګرو ملتونو په وینا بحران یې لا جدي کړی.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې د ښځو ګډون په کاري ځواک کې یوازې ۶٪ ته راټیټ شوی او د ښځینه کورنیو وضعیت د خوراکي امنیت او د کډوالۍ په برخه کې تر ټولو زیات خطر لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی، چې که عاجل ملاتړ او د ژوند شرایط پیاوړي نه شي، نو د فقر، بې عدالتي او کډوالۍ ګډ بحران به نور هم ژور شي.

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپور په تړاو څه نه دي ویلي، خو په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ ګراف د طالبانو له “ناسمو سیاستونو” سره تړل کېږي

ملګرو ملتونو له طالبانو یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په موسسو او نورو کارځایونو کې افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړي. طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغانې ښځې له کار، زده کړو او آزادیو محرومې کړې دي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.