په انساني ټولنه کې اخلاق نه یوازې د یو فرد شخصي ځانګړتیا ده، بلکې دا د ټولنیز نظم، باور، یووالي او انساني همغږۍ بنسټیز اساس جوړوي. ښه اخلاق د شخصیت ریښتینی تعریف دی، دا هغه ځانګړتیا ده چې انسان ته احترام، مقام او عزت وربخښي. شخصیت یوازې د ظاهري بڼې، زدهکړې یا مال پر اساس نه ارزول کېږي، بلکې د اخلاقو له لارې رڼا مومي اخلاق څه دي؟
اخلاق د انسانانو ترمنځ د چلند هغه اصول دي چې پر بنسټ یې اړیکې جوړېږي، باور رامنځته کېږي، او یووالي تقویه کېږي. دا اصول لکه احترام، صداقت، عدالت، همدردي، ادب او زغم د انساني شخصیت ستنې دي.پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي إنما بُعثتُ لأتمم مكارم الأخلاق”زه یواځې د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم.دا حدیث ښيي چې اسلام د اخلاقو لوړ معیار ته څومره ارزښت ورکوي. ښه اخلاق د دین برخه ده، نه یوازې ټولنیز اصول ولې ښه اخلاق مهم دي شخصیت رامنځته کوي: ستاسو چلند، خبرې او لیکنې ستاسو د شخصیت نماینده دي. خلک ستاسو له خبرو او کړنو شخصیت قضاوتوي باور رامنځته کوي: صداقت او شفافیت د اړیکو زړ دی. که تاسو رښتیني وئ، خلک پر تاسو باور کوي ټولنه انسجاموي: کله چې ټولنه د ښه اخلاقو پر بنسټ ولاړه وي، شخړې کمېږي، او همغږي زیاتیږي د انسانیت انعکاس دی انسان له حیواناتو اخلاقو سره بیل دی. دا اخلاق دي چې د انسان مقام لوړوي بد اخلاق څه کوي؟بد اخلاق انسان له نورو نه لرې کوي اعتماد له منځه وړي دوستان له لاسه وځي تنهایي رامنځته کوي ټولنیز اعتبار له منځه وړي یو بد اخلاقه شخص، که هر څومره پوه وي، که هر څومره شتمن وي، خو خلک به یې پر نشت حسابوي. ځکه اخلاق هغه ارزښت دی چې نه پلورل کېږي، نه زېرمه کېږي، بلکې ښودل کېږي څنګه ښه اخلاق وپالئ؟ له خلکو سره درناوی کوئ، که مخالف نظري هم ولري له دروغو، غیبت او تحقیر نه ځان وساتئ همدرد اوسئ، د نورو درد ته غوږ شئ خپلې خبرې د ادب چوکاټ کې کوئ نیوکه که کوئ، له احترامه ډکه دې وي شکر وباسئ، منندوی اوسئ هر سړی د انسان په سترګه وګورئ، نه د قوم، مذهب یا موقف پر اساس ښه اخلاق د شخصیت ریښتینی انعکاس دی. ستاسو هره خبره، هره لیکنه، هره چاره ستاسو د دنني ارزښت ښکارندوی ده. راځئ چې د اخلاقو په هنداره کې ځان ووینو، او داسې ژوند وکړو چې زموږ له شخصیت نه، نورو ته خیر ورسېږي. ځکه چې یو بااخلاقه انسان، د ټولنې د روغوالي او د انساني کرامت ساتنې اصلي ستن ده.
په درنښت،
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.