د ذهن جوړونه، د ملت د بقا اساس

زړګی صافی

81
په معاصر جهان کې، ملتونه هغه وخت د پرمختګ او ثبات په لور ګامونه اخلي، چې د فزیکي او مادي رغونې تر څنګ، د ذهني رغونې او فکري ودې ته هم ارزښت ورکړي. د ښارونو، سړکونو، ودانیو او بڼسټونو جوړول، ضرور او ګټور دي، خو تر دې مهمه د انسان ذهن او فکر جوړول دي، ځکه چې جوړ ذهنونه نه یوازې ښارونه جوړوي، بلکې ملتونه ژغوري په افغانستان کې چې لسګونه کلونه جګړې، ناخوالې او سیاسي بې ثباتي روانه ده، له بده مرغه تل د ظاهري جوړونې هڅو ته لومړیتوب ورکړل شوی، خو د انسان، فکر او ذهن جوړونې ته کمه پاملرنه شوې. همدا له پامه غورځونه ده چې نن یې ټولنه له ناپوهۍ، زغم نه‌لرلو، تعصب، او د ځان‌پالنې له زهرجنو افکارو سره مخ کړې ده.ذهن جوړونه څه ته وايي؟
ذهن جوړونه معنا لري، چې وګړي د فکر، منطق، اخلاقو، زغم، هم‌منلې، خپلواک تفکر او مسؤلیت احساس ته وروزل شي. دا کار د ښوونې، روزنې، فکري بیدارۍ، رسنیو، کورنۍ، دیني علماوو او رهبرۍ له لارې عملي کېږي.ولې ذهن جوړونه مهمه ده؟
ځکه چې نا جوړه ذهنونه، جوړ ښارونه ړنګوي. نا بالغ فکر، پرمختګ زغملای نه‌شي، د بیان ازادۍ ته سپکاوی کوي، له زغم سره نااشنا وي، او یوازې د ځان حق مني. برعکس، جوړ ذهن سوله غواړي، انسانیت ته ژمن وي، اختلاف زغمي، قانون ته تسلیمېږي، او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي.
د افغانستان اړتیاوې:نن ورځ افغانستان له اقتصادي بحران، سیاسي بې ثباتۍ، فکري تشتت او ټولنیزو نابرابریو سره لاس او ګرېوان دی. دا ټول هغه ستونزې دي، چې له ذهني ودرېدګۍ، فکري بې‌لارۍ او کم‌پوهاوي سرچینه اخلي. تر څو چې افغانان ذهناً بیدار نه‌شي، له تعصب، جهل، افراطي فکر او ځان‌محورۍ ځان خلاص نه‌کړي، هیڅ ډول فزیکي رغونه به دوام ونه لري ملتونه د ذهنونو په اساس جوړېږي، نه د دیوالونو او برجونو پر بنسټ. که غواړو چې افغانستان ژغورل شوی، باثباته او پر ځان بسیا هېواد وي، باید د ذهن جوړونې ته لومړیتوب ورکړو. ښوونه، روزنه، کتاب، قلم، مفاهمه، منطق او زغم باید د هر وګړي اساسي ارزښت وي لکه څنګه چې وینا ده: جوړ ذهنونه، ویجاړ ښارونه رغولی شي؛ خو نا جوړ ذهنونه، جوړ ښارونه هم ویجاړوي.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.