د متقاعدینو حقوق؛ د قدر، عدالت او وفادارۍ غوښتنه

زړګی صافی

463
متقاعدین د هر ملت د ستنو غاښونه دي، هغه اشخاص چې د خپل ژوند تر ډېره برخه یې د وطن د خدمت، دفاع، ثبات، امنیت او پرمختګ لپاره وقف کړی. دا هغه کسان دي چې د تاریخ د مهمو شیبو شاهدان او برخه‌وال پاتې شوي، په سختو شرایطو کې یې د ملت او دولت ترمنځ د فداکارۍ او صداقت بېلګې وړاندې کړې دي.
په افغانستان کې، د متقاعدینو حقونه له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دي. که څه هم دا قشر د ملي ارزښت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، خو عملي پاملرنه یې تل نیمګړې پاتې شوې. اوس چې د هېواد سیاسي وضعیت بدل شوی او اسلامي امارت واک ته رسېدلی، دا مسؤلیت نور هم زیاتېږي چې متقاعدینو ته د حقونو ورکړه یوازې یو اخلاقي اصل نه، بلکې یو شرعي، قانوني او انساني مسؤلیت وګڼي.د متقاعدینو د حقونو عمده اړخونه:
مالي امتیازات
متقاعدین باید د خپلې درجې، کاري مودې، او مسؤلیتونو مطابق معقول او دوامداره حقوق ترلاسه کړي. دا حقوق باید نه یوازې د ژوند د اړتیاوو لپاره بسیا وي، بلکې د قدر احساس هم ورسره مل وي. د تقاعد معاش ځنډول یا کمول د هغوی د عزت او ارام ژوند خلاف دي.
روغتیایي خدمات
له تقاعد وروسته، د عمر له امله ډېر خلک له روغتیایي ستونزو سره مخ وي. دا د دولت اساسي دنده ده چې د متقاعدینو لپاره ځانګړي روغتیایي مرکزونه، درمل، او بیمې برابر کړي. دا باید وړیا یا کم لګښتي وي.د ټولنیز قدر او درناوي فرهنګ جوړول
متقاعدین باید یوازې د کاري حیات له پای ته رسېدو وروسته نه هېر شي، بلکې د مشورې، تجربې او هدایت یوه سرچېنه وګڼل شي. باید د هغوی لپاره ټولنیز فورمونه، غونډې او ویاړلي مراسم جوړ شي، څو زوی، لور او لمسی یې وویني چې دا ملت د خپل خدمت‌ګار قدرداني کوي.
سرپناه او ټولنیز تضمین
په هېواد کې ډېر متقاعدین د سرپناه، اقتصادي ثبات یا مناسبې کورنۍ پاملرنې له نعمته محروم دي. اسلامي امارت ته پکار ده چې د هغوی د اوسېدو لپاره کورونه، یا د کرایې مرسته چمتو کړي. همداراز د یتیمو ماشومانو، کونډو او ناتوانو متقاعدینو د ملاتړ لپاره ځانګړي میکانیزمونه رامنځته کړي.
ځینې متقاعدین لاهم چمتو دي چې خپل مهارتونه د ټولنې په ګټه وکاروي. دولت کولی شي دا افراد د مشورتي، تدريسي، یا روزنيزو پروګرامونو برخه وګرځوي، ترڅو نه یوازې له تجربې یې ګټه پورته شي، بلکې هغوی هم ځان ګټور وګڼي.
متقاعدین د ملت هغه زېرمه ده چې د بې‌غرضه خدمت او اخلاص ارزښت لري. که اسلامی امارت غواړي چې د عدالت، وفادارۍ، او قدر بنسټونه ټینګ کړي، نو باید د متقاعدینو له ارزښتناکو خدماتو سترګې پټې نه کړي. هغوی ته حقوق ورکول یوازې د قانون اطاعت نه، بلکې د انسانیت، وفادارۍ او عقیدې څرګندونه ده. راځئ چې دا قشر یواځې پرېنږدو، بلکې د هغوی ژوند ته د عزت، ثبات او آرامي ډاډ ورکړو. دا به نه یوازې د هغوی زړه راخوشحاله کړي، بلکې د راتلونکي نسل لپاره یو ښکلی درس او د باور پیغام هم وي.
په درنښت

د ځوانانو ونډه په سیاست کې؛ اړتیا، فرصت او مسؤلیت

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.