د ډيورنډ کرښې بندیزونه؛ ستونزه که بیداري؟

زړګی صافی

77
په دې ورځو کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ بندیزونه، د افغانستان د زرګونو سوداګرو، کروندګرو، باغ لرونکو او عامو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. دا یوه ناهیلي کوونکې، خو له بل اړخه د ویښېدو غږ هم بلل کېدای شي.موږ دا پدیده نوې نه ده تجربه کړې. د کلونو راهیسې پاکستان، د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو لپاره، د افغانستان اقتصاد ته ګواښ پېښ کړی، دروازې یې بندې کړي، او زموږ صادرات یې یا بند کړي یا هم ترې غیر عادلانه مالیه اخیستې ده. خو اوس باید دا روښانه شي چې دا ډول سیاستونه، د یوه آزاد او خپلواک افغانستان پر وړاندې روانې اقتصادي جګړې دي، نه یوازې «اداري» یا «تخنیکي» ستونزې.
له فریاد نه تر حل‌لارې؛ یو تحول ته اړتیا ده
زموږ سوداګریزې ټولنې، خصوصي سکتور، او مدني فعالین باید نور د فریاد او اپیل له مرحله ووځي. تکراري غږونه چې پاکستان دروازې خلاصې کړه، یا موږ ته رحم وکړه، نور باید زموږ تر ټولو وروستۍ انتخاب نه وي. دا وخت د ابتکار، واقعبینۍ او ملي سیاست جوړونې دی.بدیلې لارې؛ واقعیت که خیال؟
زموږ هیواد، که څه هم له وچې سره محاط دی، خو یوازې له پاکستان سره محدود نه دی. زموږ ختیځ کې چین، شمال ته منځنۍ آسیا، لویدیځ کې ایران او جنوب ته چابهار بندر شته  چې د ستراتیژیکو لارو بدیلونه ورته برابرېدای شي.ایران او چابهار: له ایران سره د ټرانزیټ تړونونه، د چابهار بندر څخه استفاده، او د ترانزیټي لارو فعالول، کیدای شي یو مهم بدیل وي.ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان: د شمالي ګاونډیانو له لارې منځنۍ آسیا ته لاسرسی، د اورګاډي لارې، او له دې هېوادونو سره ګډې سوداګرۍ کولی شي د پاکستان له انحصاره مو راوباسي.چین:د واخان له لارې د چین بازار ته لاسرسی، که څه هم اوږدمهاله پروژه ده، خو باید د پلان برخه وي.
د حکومت رول؛ د ملاتړ وخت دی
د افغانستان اسلامي امارت باید د خصوصي سکتور ترڅنګ ودرېږي، بدیلې لارې تسهیل کړي، او د ټرانزیټ، تعرفو، او مالیاتي برخو کې ځانګړې پالیسي جوړه کړي. همداراز، له ګاونډیو سره د سوداګریزو اړیکو پراخېدل باید د ستراتیژیک سیاست برخه وګرځي، نه یوازې د «اړتیا» له مخې رامنځته شوی حرکت.
اوس وخت دی چې افغان سوداګر، صعنت‌کاران، پانګوال، دولت، او خلک ټول د یوه هدف لپاره سره راټول شي: اقتصادي استقلال!
که موږ په خپلو محصولاتو باور پیدا کړو، داخلي تولید ته وده ورکړو، له ګاونډیانو سره نوې لارې پرانیزو، او پر ځان بسیا اقتصاد ته کار وکړو، نو د پاکستان دروازې بندېدل به د کمزورتیا نښه نه، بلکې زموږ د استقامت سند شي.
راځئ دا بندیزونه د بیدارۍ زنګ وګڼو، نه د مایوسۍ پیغام. افغانستان له خپلو زېربناوو، امکاناتو، او فرصتونو سره د ځان بسیا کیدو ظرفیت لري شرط دا دی چې موږ باید پرې باور ولرو، یو موټی شو، او عمل ته وردانګوو.
په درنښت
https://af.dawatmedia24.com/?p=179247

 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.