هغه زړور ګام چې شاوخوا يوه لسيزه وړاندې په پاکستان باندې د افغانستان د اقتصادي اتکا کمولو او د بدیلو سوداګریزو لارو د لټون لپاره پورته شوی و، اوس خپل منزل ته د رسيدو په درشل کې دى. هغه راتلونکې ته متوجه تګلارې، چې یو وخت بېاهمیته ګڼل کېدې، نن د پاکستان لخوا په ډيورنډ کرښه تړل شويو دروازو ته د افغان ولس لخوا د ارام او بېپروا غبرګون لامل شوې دى. هغه زړور تصمیمونه چې د سوداګريزو لارو د تنوع او د سیمهیيز اتصال د پیاوړتیا لپاره ونیول شول، په تدریجي ډول یې افغانستان د هغې خپسکې له منګولو څخه خلاص کړ چې یو وخت د جنوبي ګاونډي لهخوا ورباندې ټینګې شوې وې. هغه وختونه اوس تېر شوي دي چې د ډیورنډ کرښې د دروازې د یو ورځې تړل به د افغانستان په بازارونو کې ویره، ګډوډي خپروله او بیې به يې لوړې کړې. اوس موږ د یوه ارام خو ژور بدلون ننداره کوو: د کمزوري د زېږون له منځه د مقاومت او ثبات رامنځته کېدل، یو بدلون چې د ستراتیژیکې لرلید، تدبیر او د تاریخ له سختو تجربو څخه د زده کړې پایله ده.
درې اوونۍ تېرېږي چې په ډيورنډ کرښه باندې دروازې د پاکستان لخوا تړلې دي، خو په افغانستان کې دننه د توکو بيې نسبتا مستحکمې پاتې دي. د دروازو تړل نور په افغانستان باندې جدي اقتصادي فشارونه نه واردوي. دغه نوې ثبات د افغانستان د اقتصادي مقاومت وده او د پاکستان لخوا له افغانستان سره په سوداګري او ترانزیت باندې د اتکا کمښت څرګندوي، همدارنګه د پاکستان له خوا پر افغان سوداګري او د د دواړو هېوادونو ترمنځ په تګ راتګ باندي د یو اړخیزو محدودیتونو د لګولو په وړاندې د افغانستان تدريجي او انډوليز غبرګون هم ښکاره کوي.
د دروازو تړل د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړې توګه د تازه مېوو او سبزیجاتو پر صادراتو منفي اغيزه کړې، سوداګرو، باغ لرونکو او کروندګرو ته يې زيانونه رسولي، زرګونه ټنه توکي چې پاکستان ته ليږدول کيدل، په ګمرکونو کې خراب شوي، سوداګرو او بزګرانو ته مالي زیانونه رامنځته کړي دي. سره له دغو لنډمهاله ستونځو، افغانستان خپل صادرات نويو نړيوالو بازارونو ته د لېږدولو پروسه پیل کړې ده. د روسیې بازار ته د افغان تازه ميوو صادرول په زړه پورې پرمختګ ګڼل کېږي چې هلته د افغانستان مڼو لا دمخه پیرودونکي موندلي دى. دغه تنوع د یوه ستراتيژیکې بدلون نښه ده چې به په تدریجي ډول په پاکستان باندې د افغانستان اقتصادي اتکا راښکته کړي. لومړني نښې ښيي چې دا بدلون به دوام وکړي، د سوداګرۍ او سیمهییزو اړیکو نوې لارې به پرانیزي.
په اوږد مهال توګه د دغو تړل شویو دروازو پایلې یوازې په افغانستان پورې محدودې نه دي، بلکې پاکستان هم د پام وړ ستونځو سره مخ کېږي. افغانستان به په طبيعي ډول د ایران، منځنۍ اسیا، او چین له لارې د بدیلو ترانزیتي لارو موندلو لپاره هڅه وکړي ترځو په تدریجي ډول په دغه هېواد باندي د پاکستان اقتصادي او ترانزیتي نفوذ کم شي.
د دروازو تړل د پاکستان پر وړاندې د افغانانو کرکه او بدبيني هم لوړوي او دوه اړخیزې اړیکې نورې هم کمزوري کوي. دغه کرکه د منځنۍ اسیا بازارونو ته د پاکستان لاسرسى محدودوي او د ياد هیواد سیمهییز نفوذ کمزوری کوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې پخوا يې اقتصادي او سیاسي اغيزې درلودې. یوازینی ګډه اندیښنه د سیمهییزو ارتباطي پروژو د بشپړېدو ده. دواړه هېوادونه په دغو پروژو کې شریک ګټه لري، او هر ډول ګډوډي کولی شي د افغانستان ګډون او د پاکستان ونډه اغیزمنه کړي.
پاکستان هم ددغه بنديز له امله اقتصادي زیانونه ګالي. افغانستان له پخوا څخه د پاکستان د ټیټ کیفیت درلودونکو توکو لوی مصرفوونکو هېواد وو، او د سوداګري کمښت په مستقیم ډول د صادروونکو پاکستاني فابريکو په توليداتو باندې اغیز کوي. په عین حال کې، د افغانستان لخوا د بدیلو سوداګریزو لارو پراختیا او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کول د هېواد مقاومت زیاتوي او پاکستان په دغه برخه کې سیمهییز توازن په تدریجي ډول له لاسه ورکوي .
په اوس وخت کې د افغان سوداګرو ټولنو لخوا، په پاکستان او ایران کې د میشتو افغان کډوالو ، او پرله پسې افغان حکومتونو له لوري په دوامداره توګه داسې ټینګار کول هيڅ ګټه نه لري چې سیاسي شخړې باید د بشري حقونو او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې خنډ جوړ نشي. که موږ ومنو يا يې هم نه منو خو واقعيت دادى چې د معاصر سياست او ديپلوماسي په اصولو کې بشري حقونه د ښځو حقونه ديموکراسي او اقتصادي فشار په سياست کې هغه ابزار دي چې د مخالف اړخ د ماتولو لپاره کارول کېږي.
سیمهییز سیاستونه لا هم د ژوند پر وړاندې د نفوذ ترلاسه کول، د غمشريکي او همغږي په وړاندي ستراتیژي غوره بولي. اوس وخت دی چې یوازې په غوښتنو بسنه ونه شي. افغانستان باید داسې عملي لارې چارې ولټوي چې د بشري کرامت ساتنه، اقتصادي سوکالي رامنځته کړي او د یو اړخیزو سیاسي فشارونو په وړاندې مقاومت تضمین کړي. دغه اقدامات باید د متقابل احترام، سیمهییزې همکاري او ګډ مسؤلیت پر بنسټ وي او د ناامیدي پر ځای منظم عمل رامنځته کړي.
د دې لپاره چې د ډيورنډ کرښې په دروازو د افغانانو پر اقتصادي زیان او انساني کرامت د تکراري برید مخنیوی وشي، افغانستان باید په دغه تړاو فکر وکړي چې اوس تړل شوي دروازې تړلې پاتې شي. خو دا باید د یو اړخیز انتقامي اقدام په توګه نه، بلکې له پاکستان سره د همغږي له مخې د دروازو تړلو هر اقدام باید د دوه اړخيز توافق په چوکاټ کې تړتيب شوی وي، چې د دروازو د پرانیستلو او تړلو د مدیریت لپاره ګډ میکانیزم رامنځته کړي. دغه میکانیزم به ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅ اړخ د سیاسي ناندريو په مهال سوداګري او تګ راتګ ګډوډ نه کړي، او همدارنګه د ډيورنډ کرښې په عملیاتو کې ثبات، کرامت او حساب ورکونه تضمین کړي.
له ستراتيژیکې زاويې څخه دغه تګلاره څو ګټې لري. له ناوړه کړاوونو څخه د عامو افغانانو او سوداګرو ساتنه کوي او څرګندوي چې افغانستان به نور د یو اړخیزو پرېکړو له امله زیان نه ويني. د افغانستان د مذاکراتو موقف پیاوړی کوي، ځکه موضوع د متقابل مسؤلیت په توګه وړاندې کیږي نه یوازې د انتقام په توګه. پاکستان هڅوي چې په دوه اړخيزو راکړو ورکړو کې په رغنده توګه ګډون وکړي، چې د دروازو د مدیریت لپاره د یو شفاف او باوري نظام شرایط رامنځته کړي.
په لنډه توګه، یوه اصولي او د متقابل د رنښت پربنسټ ولاړه تګلاره کولای شي د ډيورنډ کرښه له تکراري کړکیچونو څخه د منظم، باوري او کرامت بښونکې همکاری رامنځته کولو فرصت ته بدل کړي. افغانستان کولای شي دغه وضعیت د خپلواکي، اقتصادي تنوع او سیمهییز استقلال لپاره په زړه پورې نوښت وګرزوي. د تلپاتې همکاري لپاره له باور، متقابل احترام او ګډ مسؤلیت منلو پرته هیڅ سیمه وده نشي کولی.
Afghanistan–Pakistan Concerns: A Call for Reciprocal Security
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.