ماشوم روزنه؛ د ټولنې د بقا او پرمختګ بنسټ

زړګی صافی

114
ماشوم د انسانیت تر ټولو سپېڅلی او نازک موجود دی. دا کوچنی موجود، که د مینې، پاملرنې، اخلاقو، زده‌کړې، او مثبتو ارزښتونو په فضا کې وروزل شي، نه یوازې خپل ژوند روښانوي، بلکې د ټولنې لپاره هم یوه رڼا ګرځي. خو له بده مرغه، په افغانستان او نورو شخړه‌زپلو سیمو کې ماشوم روزنه د ګڼو ستونزو، ناخوالو او بې‌پامیو ښکار ده.
د ماشوم روزنه ولې مهمه ده؟
ماشوم د ملت راتلونکی دی. که موږ نن پر ماشومتوب پانګونه ونه کړو، سبا نه د علم خاوندان لرو، نه اقتصاد، نه سیاست، نه کلتور، نه هم عدالت. هره ټولنه چې د خپلو ماشومانو روزنه یې له پامه غورځولې، د زوال لور ته تللې ده.
د ماشوم روزنې اصلي ستونزې:
اقتصادي فقر او مجبوریتونه:
د بې‌وزلۍ له امله ډېر ماشومان له تعلیمه پاتې کېږي، سخت کارونه کوي، یا د سړکونو د خیر غوښتنې ښکار دي. یو خالي معده هیڅ زده‌کړه نه شي زغملای.
ناسم عنعنوي ذهنیتونه:
په ډېری کلیوالي یا دودپالو ټولنو کې ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، د زده‌کړو، لوبو او آزاد فکر کولو له حقه محروم دي. دا ذهني بندونه د پرمختګ تر ټولو خطرناکه بندیزونه دي.
تعلیم ته محدود لاسرسی
جګړې، ناامني، ښوونځیو ته واټن، ناسم ښوونیز نظام، او د امکاناتو کمښت ماشومان له تعلیم محروم ساتي.
تاوتریخوالی او تربیتي غفلت: د فزیکي وهلو، سپکاوي، ژبني توهین، یا بې‌توجهۍ له امله، ماشوم خپل اعتماد له لاسه ورکوي. داسې ماشوم د ژوند له لومړیو ورځو له وېرې، ګوښه‌توب او ناهیلۍ سره مخ کېږي.
له تکنالوژۍ ناسمه ګټه اخیستنه:
که څه هم تکنالوژي یو ضرورت دی، خو بې‌نظارته کارول یې د ماشوم ذهن ته ضرر رسوي. ناوړه ویډیوګانې، لوبې، او مجازي انزوا، ماشومان له واقعي ژوند څخه لیرې کوي.
والدینو بې‌سوادي:
د ډېری میندې او پلرونه د تربیې اساسي اصول نه پېژني. نه له ماشوم سره خبرې کول، نه مثبت تشویق، او نه هم هڅونه، د شخصیت جوړونې خنډونه پروړاندی
د والدینو پوهاوی د کورنۍ د تربیت اساسات باید له میندو او پلرونو سره شریک شي. ټولنیز کمپاینونه، رسنۍ او دیني مراکز باید پاملرنه زیاته کړي.
ښوونې ته پانګونه: دولت او نړیوال بنسټونه باید پر تعلیم تمرکز وکړي. ښوونځي، کتابونه، استادان او ارزښتناکه نصاب ته اړتیا ده.
ماشوم‌محوره پالیسۍ: قانون باید د ماشومانو د حقونو ساتونکی وي. د ماشومانو پر ضد جرمونو ته باید جدي سزا وي.
فرهنګي بدلون: ټولنه باید دا ومني چې ماشوم نه د کور مزدور دی، نه د غیرت قرباني، نه د ناز او ظلم وسیله. ماشوم یو انسان دی، د حقونو درلودونکی انسان.
ماشوم روزنه د ملت روزنه ده. موږ د ستونزو، جګړو، او تباهیو قربانیان یو، خو که غواړو راتلونکی نسل زموږ د تېرو تېروتنو تکرار نه کړي، باید نن پر هغوی پانګونه وکړو. ښوونه، روزنه، مینه، او عدالت هغه بنسټونه دي چې د یو ښه انسان، او ورسره د یوې ښې ټولنې جوړښت تضمینوي.
راځئ چې د ماشوم روزنې لپاره یو موټی شو – ځکه همدا کوچنیان دي چې سبا به د دې وطن مشران وي.

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.