ممبر او سنګر، د واکمنۍ دوه ستنې دي.
د چا چې دواړه په لاس کې وي، واکمني یې غښتلې وي.
خو د ولس په مټ د دواړو تر لاسه کول، د هلو ځلو او هڅو اوږد بهیر دی.
ممبر او سنګر تر ولس اخوا د پردیو په لاس د خپلو ګټو لپاره هم ډالۍ کېدای شي، خو هغه د ولس خپله بریا نه ګڼل کېږي او ساتل یې هم پایښت نه لري. د دریمې نړۍ هر هېواد په تېره بیا افغانستان په دې برخه کې اوږده تجربه لري.
دلته په دې بحث کوو چې زموږ په ممبرونو کې څه ویل کېږي او ویناوال یې څوک دي؟ که د ممبر په اړه داسې پوښتنې و نه شي او وړ ځوابونه تر لاسه شي، د ممبر د رسالت څخه څنګځن تېرېدل د ولس لپاره په لویې غمیزې تمامېدای شي.
ولس باید پر ممبر څارنه ولري. ممبر د هر ویناوال او د هر ډول وینا د اظهار او بیان ځای نه دي! که د ممبر ویناوال په بابیزو خبرو تل غږېږي او ونه شي کولای، په پېړیړو پېړیو په یوې کوچنۍ موضوع لکه، په بدۍ کې خور او لور ورکول، یا د نابالغې جینۍ په ودوولو یا بوډا ته د ځوانې جینې په ورکولو، ولس قانع کړي او د داسې ناوړو چارو په مخنیوي کې مرستندوی ثابت شي، باید له ممبر رخصت شي.
د ممبر اکثره ویناوال د ولس ورځنۍ اقتصادي، امنیتي، د کار او روزګار، د صحت، د علمي زده کړو اړتیا، فرهنګ او د ژوند ډېرې نورې غوښتنې نه بیانوي، بلکې د د ې پرځای، کلونه کلونه او نسلونه نسلونه په بابېزه او پرېوتو چارو د ولسونو ارزښتمن ژوند تبا کوي!
زموږ ولس چې ګنګس دی او د خورا کوچنیو ستونزو په حل یې سر نه خلاصېږي، د نورو رسنیزو وسایلو د نیمګړتیاوو ترڅنګ یې ممبر ناوړه رول لوبوي او د ولس د ویښتیا مخه نیسي.
زیات ویناوال چې ممبر یې په لاس کې دی، د ولس تر کنترول لاندې نه ډي او پخپلسر دي. کله ناکله پر ممبر د نورو هېوادو د جاسوسي کړیو مامورین هم ویناوال تېرشوي او نن هم د دې کسانو شتون ناممکن نه دي. غوره بېلګه يې د کرم شا پير یا انګریز لارنس دي چې د کابل په پل خشتي جومات کې یې امامت کړی او زموږ خلک یې بېلارې کړي. یا د کونړ ملا برکت الله چې د برتانوي هند د پېښور د پخواني والي سر جارج کنینګم سر سرسپارلی جاسوس وو او په ممبر به یې د انګریزانو د سیناریو مطابق وعظ او خطبې کولې. په دې اړه کنینګم لیکي«برکت الله کال کې یو یا دوه ځلې زما لېدو ته راځي. نوموړی راته وايي چې هغه د باجوړ او مومندو په بېلابېلو سیمو کې د لسو یا دولس ملایانو په واسطه ډېر څه کولای شي. ما هغه ته زر روپۍ ورکړې» د باچاخان او خدايې خدمتګاري له کتابه، لومړي ټوک ۳۹۱ مخ. د ارواښاد عبدالولي خان لیکنه.
بلخوا هغه ولس چې پر ممبر کنترول ونه لري او ممبر یې پخپلسر وي، له هغه ستونزو څخه چې د داسې ممبر لخوا ورته رسېږي، د شکابت حق نه لري. تر ټولنې پرته، بل څوک نشته چې د دوی لپاره اوښکې توی کړي او غم یې وخوري!
که څه هم حکومتونه د ممبر او د هغه د ویناوالو په اړه دروند مسوولیت پر غاړه لري، خو په دې
شرط چې حکومت د ولس تر کنترول لاندې وي او د ولس په رایه او خوښه رامنځته شوی وي. دلته هم مسوولیت بیرته د ولس غاړې ته لوېږي.
کله چې د سنګر په اړه غږېږو، هغه د دفاع ځای دي. هلته خلک د وطن، ملي ارزښتونو او فرهنګ د خوندیتوب لپاره جنګېږي. دلته موخه یوازې د جګړې ډګر نه دی، بلکې ښوونځي، ممبر، رسنۍ، قلم او حتی کورنۍ هم د سنګر بڼه لري. هر ځای چې د ارزښتونو دفاع کېږي، هلته سنګر جوړېږي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۷ مه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.