!سپینې واورې

احمدالله اسماعیل زی

188

نه پوهیدم سوچونو په مخه کړی وم. د خپل ځای ته په رسېدو کې مې ګړندي قدمونه اخیستل، یخه سیلۍ
چلیده، د یخ احساس مې وکړ. ځمکه او اسمان، چاپېره ټول محیط راته سپینې ټیکې په شان ایسېده.
نه پوهیدم، د پاتې لارې په موندلو کې شیبه په شیبه بېوسه کېدم.
څه وکړم؟
په کومه لاړ شم؟
اف مې وکړل.
له باد سره سپینې واورې په مخه کړی وم، هر خوا ته مې په ځیر ځیر کتل، هېڅ کوم نښان هم راته د لارې
په ښودلو کې مرسته نه کوله.
چېرې کېنم؟ څه وکړم؟
په همدې فکرونو کې ډوب وم، مخ ته مې وکتل. له لیرې، د وریځې په ګردچنه هوا کې، یو بدشکله، وحشي
ډوله حیوان مې سترګو ته ولګېدې . زما په لور یې منډې راوهلې، داسې ایسېده لکه د خوښۍ له امله چې
ټوپونه وهي.
اخ!
نیمګړې نرۍ! تل رنګ بدلوي!
له ځان سره مې په لوړ آواز چیغه کړه، سترګې مې خلاصې کړې. له مخ مې څو څاڅکي د خولو وبهېدل،
اړخ مې بدل کړ، سترګې مې په خپل رنګین شوي اطاق، په دیوالونو ومښتې.
د خېر یې کړي شکر، چې خوب و!

!لویدلې پاڼې

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.