دډبرو سکاره یا زغالی سنګ، د انسان د تمدن له پیل راهیسې د انرژۍ یوه مهمه سرچینه وه. دا طبیعي زیرمه، چې د میلیونونو کلونو زوړ تارېخ لري د صنعتي انقلاب بنسټ کېښود. افغانستان هم د دې تورې زرینې زیرمې درلودونکی هېواد دی، خو لا هم یې له بشپړ ظرفیت نه استفاده نه ده شوې. که چیرې د پرمختللو ټکنالوژیو له راتګ سره دا زیرمې له پامه وغورځول شي، دا شتمني به له لاسه لاړه شي او انسان به له یو تاریخي نعمت څخه محروم شي.
د افغانستان د ډبرو سکرو ستر کانونه:
1. دره صوف (سمنگان):
تر ټولو لوی او غني کان دی چې د افغانستان ډیرو برخو ته زغالی رسوي. د دې کان سکاره د لوړ کیفیت لرونکي دي او ډېر خلک یې د سوځولو لپاره کاروي.
2. اشپشته (بامیان):
په بامیان ولایت کې پروت یو بل ستر زغالي کان دی. دا سیمه بډایه کانونه لري، خو تر ډېره یې استخراج دودیز او غیر مسلکي بڼه لري.
3. آنجی (بلخ):
د سکرو یوه مشهوره زیرمه ده چې په وروستیو کلونو کې یې غیر قانوني استخراج اندېښنې راپورته کړې دي.
4. کیشم (بدخشان):
یو له نويو کشف شوو کانونو څخه دی، خو تر اوسه نه دی صنعتي ډول استخراج شوی.

اقتصادي او ټولنیز ارزښت:
د ډبرو سکرو کانونه کولی شي چې د افغانستان لپاره یوه باثباته عایداتي سرچینه وي.
د کار زمینې رامنځته کوي، په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو خلکو ته.
د انرژۍ د ځان بسیا کېدو لپاره مهم ګام دی، ځکه افغانستان اوس هم ډېره انرژي له نورو هیوادونو واردوي.
نویو ټکنالوژیو ته د چمتووالي اړتیا:
د نړۍ له پرمختګ سره، بدیله انرژي لکه لمر، باد، هایدرو او اتومي انرژي د سکرو پر ځای را روانه ده. که چیرې موږ نن د خپلو شتو څخه سمه ګټه وانخلو، نو دا شتمني به:
یا د نړیوال بازار له پامه ولوېږي؛
یا به د چاپېریال د قوانینو له امله استخراج یې بنده شي؛
یا به د بیسوبتۍ او غیر مسلکي استخراج له امله ضایع شي.
زوما ستره اندېښنه 👈که موږ د سکرو زیرمو ته نن توجه ونه کړو، سبا به نه بازار ولري، نه ارزښت، او نه به استخراج یې ممکن وي.
د ضایع کېدو خطر:
د ډبرو سکاره د وخت، فشار، او تودوخې له لارې جوړېږي. دا د میلیونونو کلونو اوږد بهیر دی، او له همدې امله که له لاسه لاړ شي، بېرته تر لاسه کول یې ناممکن دي.
له آدم تر دې دمه دا شتمني له طبیعت نه انسان ته ورکړل شوې، خو که سبا یې له لاسه ورکړو، نو دا به زموږ د ناپوهۍ او بېغورۍ ښکارندوی وي.
د کانونو دولتي او مسلکي مدیریت ته اړتیا شته.
د داخلي سوځیدنې فابریکو جوړول باید لومړیتوب وي.
د چاپېریال ساتنې قوانینو ته باید پام وشي.
د خلکو پوهاوی باید لوړ شي چې دا شتمني څنګه وساتي او ورڅخه څنګه استفاده وکړي.
وروستی ټکی:
ددبروسکاره زموږ د پښو لاندې یوه پټه خزانه ده. که دا نن و نه لټوو، سبا به یې دروازه زموږ پرمخ وتړل شي. دا زموږ له نسله تر نورو نسلونو یو امانت دی — راځئ چې دا امانت له خاورې څخه زر جوړ کړو، نه چې زوال ته یې پرېږدو.
درنښت …. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.