په شلمه پېړۍ کې ټکنالوجۍ نړۍ بدله کړه، خو په یویشتمه پېړۍ کې دا بدلون تر ښوونې او زده کړو پورې هم پراخ شو. د “آنلاین زده کړو” مفهوم، چې پخوا یو تصور و، نن واقعیت ګرځېدلی. خو په افغانستان او ورته هېوادونو کې دا پوښتنه اوس هم مطرح ده:
ایا د ټکنالوجۍ له لارې زده کړه یو فرصت دی، که یوه ستونزه؟
آسانه لاسرسی:
آنلاین زده کړه له جغرافیې خلاصه ده. یو زدهکوونکی کولی شي د کور له زاویې د نړۍ له تعلیمي بنسټونو ښوونکو او کورسونو څخه ګټه پورته کړي. دا یو انقلابي بدلون دی.
زده کړه د اړتیا له مخې:
ټکنالوجي زدهکوونکو ته دا چانس ورکوي چې د خپل خوښې وخت او طریقه غوره کړي لګښت کې سپما:
انلاین کورسونه، اپلیکیشنونه، او خلاص تعلیمي سرچینې زدهکوونکو ته ارزانه، بلکې ډېر کله وړیا زده کړه برابروي. دا د هغو خلکو لپاره لوی فرصت دی چې مالي سرچینې نه لري.
نوي مهارتونه او نړیوال بازار:
د لیکنې، ګرافیک ډیزاین، ژباړې، بازارموندنې او نورو برخو زده کړه اوس یوازې د یو سمارټفون یا کمپیوټر غوښتنه لري.
مهارتونه:
نه یوازې زدهکوونکي، بلکې ښوونکي هم آنلاین تدریس ته روزل شوي د ټکنالوجۍ له لارې زده کړه، که څه هم یو ستر فرصت دی، خو په شرایطو پورې مشروط دی. هغه هېوادونه چې د بنسټیزو خدماتو له کمښت سره مخ دي، باید تر ټولو لومړی د انټرنټ، برېښنا، وسایلو، او ښوونکو روزنه یقیني کړي.
که دا خنډونه لیرې شي، نو دا زده کړه نه یوازې یو فرصت، بلکې د یو ملت د راتلونکي ضمانت هم ګرځېدلی شي. خو که بېپروایي وشي، نو له دې وسیلې به یوه ستونزه راولاړه شي، نه حل.
درنښت …. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.