غزه: لوږه د جګړې پايله نه، بلکې د سيستماتيک حذف پروژه ده

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

379

په غزه کې روانه لوږه طبیعي افت نه دى او نه هم د جګړې تصادفي پایله؛ بلکې دا د ذهنيتونو ماتولو، مقاومت ختمولو، د ارادو شنډولو او د يوه ملت د حذفولو لپاره یو اوږدمهاله، پټ او دقیق ستراتیژیک پلان برخه ده. په غزه کې لوږه، د بم، ټانک او ډرون ترڅنګ ، د جګړې داسې نوې وسله ګڼل کېږي چې غږ نه لرى، نړیوال غبرګونونه نه راپاروي او د هغو خلکو، بنسټونو او هېوادونو چوپتیا تر سیوري لاندې کارول کېږي چې ځانونه د بشر حقونو ساتونکي بولي.  غزه نن  د یوې جوړې شوې او محاسبه شوې ستراتېژي قرباني ده؛ داسې ستراتېژي چې د لوېدیځ په ځانګړي ډول د امریکا په پوځي، سیاسي او استخباراتي ملاتړ  په سيستماتيک ډول پرمخ وړل کېږي.

د غزې تړانګه  یوازې یوه جغرافیه نه ده، بلکې د فلسطیني داعيې وروستى سنګر دى چې ممکن د سقوط له امله به يې د فلسطينيانو د مقاومت وروستى سنګر هم سقوط وکړي. د ۱۹۴۸م کال راهیسې، کله چې د اسرائيلو د جوړېدو په نوم د فلسطیني ملت ویجاړول پیل شول، دغه سیمه د یو ملت د مقاومت سمبول پاتې شوې ده. هغه مهاله چې د صهیونیستي دولت بنسټ ایښودل کېده، زرګونه فلسطینیان له خپلو کورونو څخه وشړل شول، ښارونه یې ویجاړ شول، او ملت یې بې هویته وبلل شو، خو غزه ماته نشوه.

د غزې محاصره، چې له ۲۰۰۷م راهیسې د اسرائیلو له خوا عملي کېږي،  د فلسطينيانو د فزيکې شتون له منځه وړل نه، بلکې د هغوی د ارادې ماتول دي. اسرائیلي چارواکي پخپله اقرار کوي چې “د غزې اقتصاد باید سقوط وکړي”، “مرستې باید بندې شي”، او دلته ميشت ولسونه باید دومره وځپل شي چې په خپله خوښه وتل وغواړي. دا خبرې ښيي چې د لوږې تګلاره تصادفي نه، بلکې منظم پلان او په دقيقه توګه د سيستماتيک حذف په موخه يوه محاسبه شوي پروژه ده.  هدف يې دا دی چې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره له خپل هویت، مقاومت، جغرافيې او داعيې څخه تېر شي.

امریکا  چې ځان د بشر د حقونو نړیوال قاضي ګڼي، نه یوازې د اسرائيلو تر ټولو لوی مالي، نظامي او سیاسي ملاتړی دی، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سطحه یې د اسرائیلي بریدونو په مقابل کې د هر ډول پرېکړه‌لیک مخه هم نیولې ده. اروپایي هېوادونه چې د عدالت نغارې وهي، له یوې خوا خواخوږي څرګندوي، خو له بلې خوا له اسراییلو سره د وسلو قراردادونه لاسلیکوي. عربي رژیمونه، چې اکثره د خپل ځان او واکمني د بقا لپاره په امریکا باندي تکيه کوي، د ايماني اخلاقي او انساني دریز پر ځای سیاسي سکوت غوره ګڼي. دغه چوپتیا د هغه ستراتېژیک توافق برخه ده چې د غزې تخليه کولو ته د مشروعيت بڼه ورکوي.

دا جګړه  له توپ، ډرون او ټانک څخه ورهاخوا د اطلاعاتو، تبلیغاتو، جعلي روایتونو، د انسانی  شعور او احساس د ماتولو جګړه ده. که دغه ستراتېژي بریالیتوب ته پرېښودل شي، سبا به همدغه ماډل  د نورو ملتونو پر ضد هم وکارول شي. د غزې سقوط  به  د یوه ملت له ماتې څخه ورهاخوا د عدالت، مدنيت، او نړیوال انسانيت ماته هم وي. غزه د امت او بشريت لپاره یوه  ټول پوښتنه وړاندې کوي: ایا امریکا او اسراییل دا حق لري چې يو هيواد يو ملت او يا هم ټول اسلامي امت  له خپلې داعيې، جغرافیې، او تاریخ څخه  محروم کړي؟ ايا نړيواله ټولنه ددغه وحشت په وړاندي يوازې نندارچي پاتې کيږي؟

د غزې لپاره د امريکا او اسراییلو احتمالي پلانونه له څو مهمو ستراتیژیکو، امنیتي، جیوپولیتيکي او فکري اړخونو څخه ارزول کېدای شي. دغه پلانونه يقيناً د غزې د جغرافیې، demography (نفوس)، عقیدوي مقاومت، او فلسطیني مقاومت د ماتولو لپاره طرحه شوي دي. په دغه ليکنه کې لاندې  شاخصونو ته اشاره کېږي:

۱. دیموګرافیک بدلون او جبري تخلیه
داسې څرګندې نښانې شته چې اسرائیل غواړي د خپل بشپړ تسلط لپاره غزه خالي کړي. د لوږې، محاصرې، نفسياتي جنګ او بمباري له لارې خلک اړ کېږي چې د مصر د سينا صحرا او يا هم نورو هېوادونو ته کډوال شي. دا د یوې اوږدمهالې ستراتیژي برخه ده چې د فلسطیني وطن د تدریجي ختمولو لپاره عملي کېږي.

۲. غزه د نظامي تجربو لابراتوار
غزه د اسرائیل او لویدیځو شرکتونو لپاره د وسلو، څارنې ټکنالوژي، سایبري جنګ، او مصنوعي استخباراتي سیستمونو د ازموینو یو فعال لابراتوار جوړ شوی او د جګړې صادراتي صنعت ته د ودې ورکولو لپاره په زړه پورې  مارکیټ دی. له دې امله د جګړې اوږدول د اسرائیلو او لويديځ استخباراتي او نظامي بنسټونو لپاره یو اقتصادي فرصت هم بلل کېږي.

۳. د مقاومت مفکوره له منځه وړل
غزه نه یوازې یوه سیمه ده، بلکې د “مقاومت” فلسفه ده. امریکا او اسراییل هڅه کوي چې د مقاومت دا مفکوره بدنامه، منزوي، او له منځه يوسي، څو د اسلامي نړۍ د آزادي غوښتونکو خوځښتونو لپاره دا الهام ورکوونکې نقطه نور کار ورنه کړي.

۴. د خليج له هېوادونو سره د اړيکو د عادي کولو زور
د اسراییلو او خلیجي هیوادونو ترمنځ ښکاره او پټې اړیکې د همدې پلان برخه ده. د سعودي، امارات، بحرین، او قطر له خوا د غزې او حماس پر ضد غیرمستقیم تبليغ، مالي بندیزونه او د “ترهګري” تورونه هم د دغې ستراتیژي برخه ګڼل کېږي. دغه ټولې هڅې د دې لپاره دي چې اسراییل نور هم مشروع شي او غزه خالي پاتې شي.

۵. سیاسي وېش او د حماس منزوي کول
امریکا، اسراییل، او خلیجي هیوادونه هڅه کوي چې د حماس ملاتړ له دننه او بهر کم کړي. د فلسطین له  ادارې سره اړيکې زیاتې کړي، حماس ته د سیاسي مشروعیت ورکولو مخه ونیسي ، او د غزې بېلابېلې ډلې د یو بل په وړاندې ودروي.

که خبره رالنډه کړو نو باید ووایو چې غزه د خورا سترو نړیوالو توطیو او استخباراتي لوبو قرباني ده چې پکې د اسراییلو حريصانه نظامي اهداف، د امریکا ستراتیژيک تسلط، او د خلیج د اميرانو  د غلام ساتلو لپاره ستراتیژیکې پيچلتياوې سره را يو ځاى شوي دي. دغه جګړه یوازې د جغرافیې، پولو، یا د حماس جګړه نه ده، بلکې دا د اسلامي امت د خپلواک فکر ختمولو، د ازادي ارمان شنډولو ، او د مقاومت د ایماني فلسفې د بدنامه کولو لپاره د یوې سترې استعمارې دسیسې تسلسل ده.

د اُمّت د نسکور شوي عزت معما:  د عثماني سلطنت له نسکورېدو تر غزې پورې

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.