!لویدلې پاڼې

احمدالله اسماعیل زی

238

ساه مې بنده بنده کېده د لمر د لویدو په لور مې تیز تیز قدمونه اخیستل د لمر سترګه د لوړتعمیرونو څخه
د پنا په حال کې وه.
هر څو قدمونه وروسته مې تلیفون له جیب نه راخیست سکرین ته مې په ځیر کتل شور او غوغا وه
خلک یو تر بل په تیزي تیریدل بیخې لکه هر یو چې د غمونو پیټۍ په اوږه وي
شاید وي د نړۍ کې نو څوک له غم او اندېښنه خلاص
نه بیخې نه
مخته تلم
د خزان بادونه ول سړه سیلۍ چلېده یخ احساس مې وکه
لوری مې بدل کړل په پارک په ډبرینه چوکۍ مې سترګې ولګیدي
دا یوازي ډبرینه چوکۍ نه وه بلکې دا راته د شاهی تخت و پر چوکۍ په یو کونج کیناستم یو وخت مې
سوړ اسویلې ویست
لکه د خولي چې مې د سګریټ لوګۍ پورته سوي وي
یو احساس مې وکړ
لکه په ژوره تیاره کنده کې چې راحسار یم
ښي لوري ته دوه ماشومان په لوبو بوخت وه
ژوره فکرونو په مخه واخیستم
اف مې کړ
له عادت سره سم مې بیا تلیفون راوخیست د تلیفون په سکرین مې ګوته ښکته پورته کش کړه یو ځل بیا
مې ډېر مسېجونه تر نظر تیر کړل
په اخیر مسیج مې سترګي ولګیدې
”غوره به وي نور مې وخت ونه نیسې ښه وخت او بخت ولري”
ده مسیج په لیدو مې سوړ اسویلې ویست لکه له تنه مې چې روح ووځي
له سترګو مې مړي اوښکې وبهیدې
حیران وم د ولاریدلو تللو توان مې له السه ورکړ
مخامخ مې په خزان وهلې ونې سترګې ولګیدې
د باد په راتګ به ژړي پانې له خاښونو جال شوي
کوم چې بسته کال یې ښکلا رنګ وربښلۍ و اوس یې د خپلې تني بیلولي

ژورو فکرونو یووړم
اوله ونې په لوېدلو پاڼو کې مې د یار له سترګو لویدلې حال ولیده .
پای

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.