د ګل بابونه چای

فرزانه زیار

235

تل مو په همدې شین چای او تور چای پسې راخیستې وي،غټ غټ ترموزونه به ډکوو او تشوو به یی،بیا د هډوکو له درده،د پوستکي له وچوالي او کمخونۍ څخه هم شکایتونه کوو، له بله خوا کیلو په پینځه سوه روپۍ چای اخلو خو لا اونۍ مو هم نه وي پوره کړي چې بیا خلاص وي.
خو هیڅکله مو د خپل شاوخوا بوټو ته په ژور نظر ونه وکتل، نه مو ترې ګټه واخیسته…
زه ډېر وخت د مشرانو ښځو خبرې په غور اورم، هغوی تل وایی: موږ د بازار دواګانې لا پیژندلې نه،که به ناروغان شوو له طبي بوټو نه به مو ګټه اخیسته، زموږ په شاوخوا کې ټول بوټی دوا دي هر بوټی د یو مرض لپاره ګټه لري.
اوسینۍ ښځې خو چې عادي زکام هم شي یا اولادونه یی ناروغان شي نو پر ډاکټرانو سر وي،ډاکټران خو هم چې اوس قصابان دي، پر مرض به ښه پوه وي،خو د خپلو ګټو لپاره به لومړی لس رقمه معاینې درته ولیکي، پس له معاینو نه یی یو غټ پلاستیک دوا درته لیکلې وی، چې نه د جیب کې روپۍ درپریږدي، نه د وجود کې توان او د معدې خو د الله مل شی.
د تره میرمنه به مې د (٧٠)کلونو وي،خو له دیرش کلنو لا ځوانه، ښکلې، د آرام فکر څښتنه او صحتمنده ده،تر دې ډېرې وړې او حتا لورګانې یی ترې مشرې ښکاري، د هغوی پوستکي خراب او بې حوصیلې دي په بیلا بیلو ناروغیو اخته دي
سره له دې چې د تره میرمنې مې تل خوشحاله ژوند نه دی کړی، د ژوند سختې، غمونه، غریبۍ هر څه یی لیدلي دي؛ یوه ورځ مې ورڅخه ددې د ځوانۍ د راز پوښتنه وکړه،نو هغې راته ویل:نه مې کله د ډاکټر دوا خوړلې او نه مې تور او شین چای څکلی دي…
حیرانه شوم، وااای نو خی څنګه کوې!؟؟
هغې راته ویل: د ناروغیو لپاره تل له بوټو نه استفاده کوم، بس چې ویی خورم نو جوړه روغه شم، د بازار دواګانې خو د خدای واخلي، که یو ځای ته ګټه ورسوي نو شلو ځایونو ته تاوان رسوي، له ژونده دې غورخوي.
بله دا چې زه د بازار چایونه نه څښم، هغه خو ټول تاوان ده زه د بابونې د ګل چای څښم.
حیرانه شوم، نو د ګلانو چای څوک څښي!!
هو واخله ته نن شپه دا یوه پیاله وڅښه بیا ګوره چې څنګه درته ګټه کوي
زما به تل هره شپه ځان درد کاوه، فکر به مې نارامه وه او تر ناوخته به خوب نه راته؛ خو پر هغې شپه هغه د چا خبره تر سبا په اړخ هم وانه ووښتم.
چې پر ګټه یی پوهه شوم، نو مې ویل چې خامخا به یی تر نورو هم رسوم .
بیا د بابونې د ګل پر اړه د معلوماتو به راټولولو لګیا شوم:
بابونه د یونانی طب له نظره ګرم خاصیت لري،چې ګتې یی داسې بیانولای شو:
بابونه د صفرا او بلغمو ضد ده، د درد ضد،د مکروب ضد،د میاشتینی عادت تنظیموونکی،د پوستکی ځوانووکی،د عصابو اراموونکی او د خوب راوړونکی، د زخمونو ژر جوړوونکی،د تومور ضد،د الرژۍ ضد، د بدن د دفاعي قوې زیاتوونکی،د وینې پاکوونکی او نری کوونکی خاصیت،د وینې د vbc تکثر کوونکی او د معدې قوي کوونکی خاصیت لری.
که ژر خوب نه درځي او تل بې خوبه یاستئ نو له خوب څخه مخکې د بابونې د ګل چای وڅښئ.
د بې اشتهایی لپاره د بابونې چای ستر درمل دي
د کم خونۍ درمل د بابونې چای ده.
د معدې او کلمو د چینجیو لپاره له بابونې څخه استفاده وکړئ
د مياشتيني عادت د دردونو د کمولو لپاره د بابونې چای وڅښئ.
د زیړي د له منځه وړلو لپاره د بابونې چای ستر درمل دي.
د ګردو د درد، تیږې او پاړسوب لپاره د بابونې چای وڅښئ، دردونه به مو هېر شي.
د بابونې د ریښو د چای خوړل د جنسي قوت د زیاتوالي ستردرمل دي.
د پوستکی لپاره د بابونې خاصیتونه:
د پوستکي د مکروبونو ضد،د پوستکي د زخمونو جوړوونکی،د مخ د بخارونو ضد،د سوځیدلي بیا جوړوونکی،د پوستکی د ښکلا او ورته ځلا ورکولو لامل،د ویښتو ښکلي کوونکي او د مخ د ګونځو له منځه وړونکی خاصیت لري.
که د بابونې ښه تینګ چای جوړ کړو، وروسته له یخیدو یی د شلو دقو لپاره به مخ ووهو، نو د مخ د قهویی لکو او ګونځو له منځه وړونکی او د مخ د پوستکي د سپینوالي او ځلا لامل کیږي.

نو راځئ، چې بازاري چایونو ته نه ووایو او د بابونې د ګل چای وڅښو، چې هم ارزانه او هم ګټور دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.