د ژنیو تړون وروسته د پېښو شالید ته کتنه 

سرلوڅ مرادزی 

282

یادوونه: 

د ژنیو تړون په اړه په تېره بیا د افغان نوي پښت د معلوماتو لپاره په رسنیو کې زیات مطالب نه دي خپاره شوي. ومې غوښتل په دې اړه لاندې لنډه لیکنه چې د خپلو معلوماتو او د انټر نیټ له زیرمو په استفادې تهیه شوې، وړاندې کړم: 

د  ۱۹۸۸ م کال د اپریل په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو تړون (Geneva Accords ) د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د متحده ایالاتو په تضمین لاسلیک شو. 

په دې تړون کې لاندې څلور اساسي اسناد شامل ول: 

لومړی ــ د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې تړون 

ــ افغانستان او پاکستان منلې چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي. 

ــ دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې له خپلو خاورو به د نورو په ضد د فعالیتونو ملاتړ نه کوي. 

دوهم ــ د افغان کډوالو د راستنولو موافقه 

ــ پاکستان باید افغان کډوالو ته د خوښې مطابق د راستنېدلو اسانتیاوې برابرې کړي. 

ــ د راستنولو بهیر باید داوطلبانه وي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) به یې څارنه کوي. 

دریم ــ د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو مهال ‌ویش 

ــ شوروي اتحاد موافقه وکړه چې خپل ټول پوځونه به د ۹ میاشتو په موده کې له افغانستانه وباسي. 

ــ د وتلو موده د ۱۹۸۸ د می له میاشتې پیل شوه او د ۱۹۸۹ د فبرورۍ تر ۱۵ پورې بشپړه شوه. 

څلورم ــ د ضمانت کوونکو هېوادونو (US & USSR)  موافقه لیک 

ــ شوروي اتحاد او متحده ایالاتو دا اسناد تضمین کړل. 

ــ دواړو هېوادونو ژمنه وکړه چې د تړون د پلي کېدو لپاره به همکاري کوي. 

له ژنیو تړون څخه د سرغړونې ډولونه: 

۱ ــ د پاکستان لخوا د مجاهدینو د ملاتړ دوام 

ــ که څه هم پاکستان منلې وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، خو د تړون تر لاسلیک وروسته یې د افغان مجاهدینو ملاتړ ته دوام ورکړ. وسلې، روزنه او پناه یې ورکوله. 

ــ دا د لاسوهنې ښکاره بڼه وه، او د ژنیو تړون سرغړونه ګڼل کېږي. 

ــ په افغانستان کې د پاکستان د پوځ مستقیمه مداخله ( چې د جلال اباد جنګ يې یوه څرګنده بېلګه وه) 

ــ د افغان کډوالو پر راګرځېدو بندیزونه 

ــ د پاکستان لخوا د افغان دولت پر ضد پروپیګنډه او سیاسي فعالیتونه  

تړون یوه قانوني چوکاټ دی چې د شوروي ځواکونو د وتلو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاستونو ترتیب او یو نړیوال ضمانت یې وړاندې کړ چې د تړون د تطبیق  لپاره بودیجه او څارنه هم پکې شامله ده. 

تر لاسلیک وروسته، د پاکستان لخوا د افغانستان په چارو کې پراخه لاسوهنې دوام وموند او له مجاهدینو هر اړخیزملاتړ وشو چې(UNGOMAP) یې راپورونه ثبت کړي. 

ولې پاکستان خپلې ژمنې پلې نه کړې؟ 

۱ ــ ستراتېژیک محاسبات او د پاکستان د (سترتېژیک عمق) تګلار: 

ــ پاکستان په افغانستان کې د افغان حکومت مشروعیت نه مانه ( په داسې حال کې چې د دې حکومت سره يې د ژنیو تړون لاسلیک کړی وو) 

ــ د ISI لخوا د مجاهدینو ملاتړ (په ځانګړې توګه ګلبدین حکمتیار، برهان لدین رباني، احمدشا مسعود، سیاف او نور) د پاکستان د ستراتیژۍ برخه وه. 

پاکستان غوښتل چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، د پاکستان ملاتړی اسلامي حکومت په کابل کې واک ته ورسوي. 

۲ ــ .د امریکا همکاري او سړه جګړه: 

ــ امریکا هم د مجاهدینو پراخ  او هر اړخیزملاتړ کوه، نو پاکستان ځان یوازې نه احساساوه. 

د CIA او ISI  لخواد “Operation Cyclone” له لارې وسلې، روزنه او مالي مرسته روانه وه. 

۳ ـ د تړون یوه اساسي نیمګړتیا – مجاهدین د تړون برخه نه ول: 

ــ مجاهدین د ژنیو تړون امضاکوونکي نه ول، ځکه یې پاکستان خپل ملاتړ موجه ګاڼه. 

ــ پاکستان ویل چې دوی یوازې کډوالو ته پناه ورکړې او دا خلک خپلواک ځواکونه دي. 

۴ ــ افغانستان دننه ناامني او کورنۍ جګړه: 

ــ د ډاکټرنجیب الله حکومت سره داخلي مخالفتونه (چې دې کې هم د لوېدیځ او پاکستان تحریکات شامل ول)، قومي مخالفتونه او د شوروي اتحاد له ملاتړ وروسته یوازیتوب؛ پاکستان ته دا امکان تر لاسه کړ چې له پخوا زیات د « وسلوال اپوزیسیون» ملاتړ وکړي. 

په (۱۹۸۸ ــ ۱۹۸۹ ) کلونو کې د ملګرو ملتونو UNGOMAP راپورونه ښۍ چې د افغانستان پرلپسې شکایتونه يې ثبت کړي وو چې پاکستان له تړونه سرغړونه کوي. 

د UN Good Offices Mission د پاکستان لخوا د تړون له اصولو سرغړونې تایید کړې، خو د امریکا سیاسي فشار او ملاتړ د غندنې کچه محدوده وساتله. 

امریکا د ژنیو تړون د تضمین کوونکي هېواد په توګه، ځکه د تړون د سرغړونې پر مهال د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړ چې: 

۱ــ د سړې جګړې ستراتیژیک اهداف (Cold War Priorities): 

ــ د تړون په وخت ( ۱۹۸۸) کې، امریکا لا هم د شوروي اتحاد د «شکست» په هڅه کې وه. 

ــ د افغان حکومت سقوط د امریکا مهم هدف وو. 

ــ امریکا باور درلود چې مجاهدین به یو اسلامي، خو شوروي ضد حکومت جوړ کړي، نو د پاکستان له لارې یې د هغوی ملاتړ دوامداره وساته 

۲ ــ د توپان عملیات «Operation Cyclone»: 

دا هغه تر ټولو اوږده او د CIA  پټه پروژه وه چې په (۱۹۷۹ ــ ۱۹۸۹ کلونو کې امریکا د پاکستان له لارې افغان مجاهدینو ته وسلې، روزنه، پیسې او استخباراتي ملاتړ برابر کړ. 

په داسې شرایطو کې، که امریکا د پاکستان له ملاتړه لاس اخیستی وای، نو د مجاهدینو د ځواک د له منځه تللو او د افغان حکومت پایښت ته زمینه برابرېدله. 

۳ ــ د ژنیو تړون سیاسي جوړښت نیمګړی وو: 

ــ مجاهدین د تړون امضاکوونکي نه وو. 

ــ امریکا د دې خلا له امله، پاکستان ته دا لاره پرانیستې پرېښوده چې ووايي« موږ له مجاهدینو سره بشري او غیر دولتي مرسته کوو، نه د افغان حکومت پر ضد یرغل» 

ــ دا د امریکا او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ یوه «خلاقه او ابتکاري توجیه» وه. 

۴ ــ د پاکستان حیثیت د «غټ متحد» په توګه: 

ــ پاکستان په هغه وخت کې د امریکا کلیدي متحد وو.(لکه اوس چې هم متحد دی) 

ــ د شوروي اتحاد سره د سرحد لرلو او د چین، خلیجي هېوادونو او سعودي عربستان سره د همکارۍ له امله، امریکا نه غوښتل چې پر پاکستان زیات فشار راوړي. 

ــ افغانستان به شکایتونه ثبتول چې پاکستان د تړون سرغړونه کوي، خو امریکا هغه بابیزه او جدي نه ګڼل. 

ــ د رییس جمهورکارتر د امنیت سلاکار Zbigniew Brzezinski به ویل«موږ شوروي ته خپله ویتنام جوړ کړ» او دا په دې معنا دي چې امریکا په لویلاس غوښتل شوروي اتحاد د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شي. 

د ۲۰۲۵ کال د جولای ۳ مه 

سرلوڅ مرادزی 

د اسراییلو اتومي کړنلار  یوه تاریخي او ستراتیژیک ځغلنده کتنه 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.