هر هېواد او د هغه حکومت چې له سیاسي انزوا سره مخ وي ، هغه له اقتصادي ، پوځي ، ټولنیزو ، کلتوري او نورو ډول ډول ستونزو سره مخامخېږي . له دې حالته د هغه هېواد ګاونډیان ناوړه ګټه پورته کوي او د خپلو ستراتېزیکو ګټو د پراختیا لپاره له هغه حالت څخه ناسمه ګټه اخلي.
په تېره نیمه پېړۍ کې افغانستان نږدې دېرش کاله له پوره او نیمه سیاسي انزوا سره مخ و، په دې بهیر کې موږ د پاکستان او ایران نادودې په رڼو سترګو ولیدلې.
په تېرو څلورو کلونو کې چې د امریکا د نړیوال اغېز له امله د افغانستان اوسنۍ واکمني له نړیوالې سیاسي انزوا سره مخ شوې ، د دې کار منفي اغېزو د ولس ژوند ډېر اغېزمن کړی دی.
د روسیې فدراسیون له خوا د افغانستان د اوسنۍ واکمنۍ د رسمیت ګام د افغانستان د سیاسي انزوا د ماتېدو لومړۍ هڅه ده، خو دا هڅه نه د قضیې اتمام دی او نه له جانبي عوارضو خالي اقدام. دا چې دې هڅې ته هر چا خپل خپل غبرګون ښودلی ، دا د هر چا خپل نظر دی، ټول نظرونه نه دقیق دي ، نه له غرض او مرضه خالي . زه هم غواړم د چا د نظر له تایید او رد پرته خپل نظر دلته څرګند کړم:
۱- اوسنۍ واکمنۍ د سیاسي انزوا کنګل مات کړ، دا چې دا د اوسنیو چارواکو سیاسي مهارت و او که د روسیې د اوسنیو واکمنو ضرورت ، دا یو جلا بحث دی، خو سیاسي ګټه یې اوسنیو افغان چارواکو او بیا افغانستان ته محسوسه ده.
۲- دې کار سره به د رسمیت پېژندنې لړۍ پیل شي ، هغه هېوادونه چې د روسیې پر محور راڅرخي په تېره بیا د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونه ، چې له افغانستان سره ګډه پوله ، مشترکات او ضرورتونه لري ، هغوی به هم دېته لېوال شي چې له دې بهیر سره یو ځای شي.
۳- اقتصادي راکړه ورکړه، سوداګري او سیاسي چارې به اسانه شي او حقوقي مشکلات به ډېر راکم شي.
۴- روسیې د هغه لومړني هېواد په توګه بیا ځان تثیبت کړ، چې پر (۱۹۱۹ م )کال یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله، دې کار سره به د هغې دښمنۍ پر ټپونو یو څه ملهم کېښودل شي چې د دوی د لسکلن یرغل پر مهال د روس او افغان ملتونو تر منځ رامنځه شوي وو.
۵- روسانو پوره پنځوس کاله په افغانستان کې د محدودو اقلیتونو د حاکمیت لپاره ، سیاسي ، پوځي ، اقتصادي او ایډیالوژیکه مداخله وکړه، دا کار لږ تر لږه د دې نښه ګڼل کېږي چې روسیه خپلو تېرو تېروتنو ته متوجه شوې او نور باید په افغانستان کې د اقلیت محوره حاکمیت د جوړېدو لپاره له خپل ناقانونه ټینګار څخه ډه ډه وکړي.
۶-هغه سیاسيون چې کلونه کلونه یې د روسانو په ملاتړ په افغانستان کې د اقلیت محوره نظام د جوړېدو لپاره هلې ځلې کولې او دوه ځله د شوروي او امریکې د یرغل پر مهال ډېره موده هم په واک پاتې شول، هغوی ته باید هم پته لګېدلې وي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي ، هر هېواد د خپلو ګټو لپاره کار کوي ، له دوی څخه د ارزانه وسیلې په توګه کار اخلي ، دوی باید نور په هېواد کې د قومي نفاق له خپراوي لاس واخلي او د افغان ملت د واحد وجود د غړو په توګه له ټول ملت سره په وحدت او تفاهم کې ژوند وکړي.
۷-اوسنیو چارواکو په نړیواله کچه د یو مطرح اټومي هېواد له خوا رسمیت تر لاسه کړ. که له دې هېواد سره یې اړیکي مثبت پاتې شي ، نو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د تر لاسه کولو او په نړیوال سټېچ کې د خپل موقف د روښانیتا او پیاوړتیا لپاره هم ترې ګټه پورته کولای شي.
۸- د روسیې تر څنګ چین هم کېدی شي وهڅېږي او روسیې ته ورته ګام پورته کړي ، په ملګرو ملتو کې د پنځو دایمي غړو له جملې څخه د دوو غړو ملاتړ د اوسنۍ واکمنۍ پر وړاندې د اکثرو نړیوالو توطیو مخه ډب کولای شي.
۸- د تشویش څو خبرې هم شته ؛ تاریخ ثابته کړې چې د روسانو پر ژمنو هم ډېر اعتبار نه شي کېدی ، امیر شېرعلي خان هم یو ځل د هغوی د مرستې په هیله له لوی ناورین سره مخ شو. د ډاکتر نجیب واکمني هم د روسانو د توطیې له ړنګه شوه ، روسان د خپلو ګټو پر محور راڅرخي. خو اوسني چارواکي باید خپل او د هغوی دواړو ضرورتونه او مجبوریتونه تشخیص او له حالاتو بېړنۍ ګټه پورته کړي.
۹-داسې اندېښنه هم شته چې د روسیې اوسنی اقدام به د لویدیزې نړۍ ، په تېره بیا د امریکې د منفي غبرګون سبب شي او دا کار به د دې لامل شي چې امریکا او متحدین یې په هغو مرستو کې خورا کمی راولي چې اوس یې د بېلابېلو خیریه او نادولتي موسسو له لارې له افغانستان سره کوي ، دا مرستې د اقتصادي څرخ د ګرځېدو او د افغانیو د ثبات سبب شوې دي.
۱۰- چین او روسیه په دې اقتصادي دریځ کې نه دي چې د لویدیزې نړۍ په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو د ډالري مرستو ځای ډک کړي. په تېرو څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو له خوا شوې مرسته د غربي نړۍ د مرستو دوه سلنه هم نه ده.
۱۱- داسې اټکل هم کېږي چې روسیې د امریکې په اشارې دا کار کړی وي . امریکا د نړۍ د کلي د خان په توګه کله کله یو نیم کار خپلو انډیوالو او حتی رقیبانو ته هم سپاري چې په سیمه کې د هغوی د رول او حیثیت د تثیبت سبب شي.که داسې یو احتمال وي بیا خو د روسیې دا اقدام بې خطره ګڼل کېدی شي.
۱۲- د روسیې دې کار لږ تر لږه د اوسنیو واکمنو د مخالفینو د هغو متواترو پېغورونو مخه هم یو څه ډب کړه چې ویل به یې اوسني چارواکي نړیوال مشروعیت نه لري او دا به یې د اوسنیو واکمنو خوږه ګوته ګڼله.
۱۳- د روسیې دا کار د اوسنیو واکمنو هغو مخالفینو ته هم یو سخت ګوزار دی چې لا هم د تېر ځل په شان په طمع دي چې د اوسنیو چارواکو او نړیوالو زبرځاکونو د سیاسي او پوځي ټکر له امله به یو ځل بیا د بای چانس په توګه واک ته ورسي.
۱۴- په دې برخه کې ډېر تفصیل ورکول کېدی شي ، خو د خبرې لنډیز دا دی چې دا رسمیت نه یوازې اوسنیو چارواکو ته یو بری دی ، بلکې له سیاسي انزوا څخه د هېواد د ایستلو لپاره هم یو موثر ګام دی. البته هر سیاسي او پوځي کار له جانبي خطره او ضرره خالي نه دی، خو زما په نظر اوسمهال د ضرر په انډول د دې کار د ګټې کچه درنه معلومېږي.
۱۵- له اوسنیو واکمنو مو هیله ده چې له سیاسي انزوا څخه د خلاصون لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي ، نه یوازې بهرنی مشروعیت تر لاسه کړي ، بلکې کورني مشروعیت ته هم زیات پام وکړي. په کورني مشروعیت کې د خلکو نظر پوښتنه ، په نظام د خلکو د بېلابېلو اقشارو ګډون، د موثرو قوانینو تصویب او تنفیذ، د وړو او لویې جرګو جوړول او نور مسایل شامل دي . هیله ده چې د بهرني مشروعیت او رسمیت دا لړۍ ژر تر ژره بشپړه شي او ورسره د کورني مشروعیت لړۍ هم پیل شي ، چې افغانستان کې تر دې زیات د نظامونو د ړنګېدو تحربه تکرار نه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.