له دوحې تر استانبوله خبرې اترې ،نتیجې او ثمرې

پوهاند محمد اسمعیل یون

81
پر کابل باندې د پاکستان تر هوايي برید وروسته د افغانستان اوسني نظام د ډیورنډ کرښې په امتداد پر نږدې (۲۳) پاکستاني چوڼیو چټک پوځي علمیات وکړل . دې عملیاتو خپل موثریت وښود او پاکستان ډېر ژر د قطر او ترکیې په منځکړیتوب خبرو ته کېناست. هغې جګړې او بیا جرګې افغانستان او پاکستان ته څه ګټې او زیانونه لرل ؟ موږ پرې مخکې هم بحث کړی ، غواړو دلته یې یو ځل بیا په ډېر لنډ ډول بیان کړو:
۱- په تېرو اویاوو کې کلونو کې په چټک ډول افعانستان د پاکستان د پوځي تېري پر وړاندې پوځي ځواب ورکړ.
۲- پاکستان له هند سره د وروستۍ شپږ ورځنۍ جګړې له امله یو څه مغرور شوی و، دا غرور یې له افغانستان سره په ځمکنۍ جګړه کې له خاورو سره خاورې شو.
۳- افغانستان خپله پوځي خلا او نیمګړتیا حس کړه ؛ باید عصري ډورن الوتکي او مجهز هوايي پوځ ولري .
۴- افغان ولس سره له دې چې له اوسنیو واکمنو څخه په تعلیمي او ځینو نورو ډګرونو کې ګیلې او شکایتونه لري ، خو کورمېشتي او بهرمېشتي افغانان په غوڅ اکثریت سره د حاکم نظام تر شا ودرېدل. د ولس او حکومت ترمنځ یو ډول پیوستون رامنځته شو. یو ځل بیا هغه حقیقت په ډاګه شو چې افغانان که خپلو کې سره وران دي ، خو د پردي یرغلګر په مقابل کې خپل پیاوړی یووالی لري.
۵- د پاکستان نظامي تلفات تر افغانستان نږدې درې ځله زیات دي، پاکستان ملکي تلفات نه لري ، خو افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر تر سلو تنو هم زیات دی. دا حالت د دې څرګندونه کوي چې د پاکستان پوځ رښتیا هم یو ترهګر پوځ دی او هېڅ ډول انساني ارزښتونو ته ژمن نه دی.د افغانانو له خوا پر ملکي سیمو له ګوزارونو ډه ډه کول د لوړو ملي او انساني ارزښتونو د ساتنې او پالنې ښکارندویي کوي .
۶- د ځینو محاسباتي سرچينو د محاسبې له مخې د پاکستان او افغانستان په یواونیزه جګړه کې پاکستان نږدې (دېرش ملیونه ) او افغانستان نږدې (پنځه لس ملیونه) ډالره زیان زغملی دی. کتونکو د پاکستان مالي زیانونه ځکه زیات ښودلي دي چې یو خو یې نظامي وسایل له منځه تللي او بل یې افغانستان ته صادرات بند شوي ، هر څومره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت زیانمنېږي د پاکستان د زیان کچه په کې زیاتېږي . افغانستان تر ډېره بریده یو وارداتي هېواد دی ؛ د وارداتو په انډول یې صادرات کم دي.
۷- تېرې جګړې یو ځل بیا په افغانستان کې د عصري تعلیم او پر ښځه او نر د هغه فرضیت او ضرورت ثابت کړ. دا کار کېدی شي د واکمنو چارواکو په ذهن کې په دې اړه د مثبت بدلون سبب شي.
۸- هېواد پالو رسنیو او ملتپالو رسنوالو هم خپل مسولیت په ښه ډول تر سره کړ، دا کار چارواکو ته دا پیغام ورکوي چې تبلیغاتي جګړه تر پوځي او فزیکي جګړې کمه نه ده ، نو اینده کې باید دې برخې ته هم زیاته پاملرنه وشي.
۹- د دوحې خبرو اترو ته پاکستانی هیت په ډېر تکبر روان شو، اخطارونه هم ورسره ملګري وو، خو کله چې خبرو ته سره کېناستل ، غوږونه یې مړاوي شول. ما هغه وخت هم وویل چې افغانان د جګړې او جرګې خلک دي ، پنجابیان نه د جګړې دي او نه د جرګې، یوازې د دې دي چې د نورو هېوادونو د قرض پیسې وخوري او د لوی خدای ج له خوا فرض شوې روژې. نور نو په سیمه کې داسې کوم قومي حیثیت او شخصیت نه لري چې پر ځان دې بسیا او ډاډمن شي .
۱۰- د دوحې مذاکرات که څه هم په بېړه تر سره شول، خو افغاني لوري خپل فکري پوخوالی او استقامت وښود، پاکستان کوم خاص امتیاز تر لاسه نه کړ ، یوازې موقت اوربند وشو، چې د دواړو خواوو ضرورت هم و او د درېیم ګړو ټينګار هم .
۱۱- د دوحې په خبرو اترو کې د (کرښې ) او (سرحد) د مانا توپیر هم څرګند شو او د افغاني لوري په ټینګار وروسته د قطر له خوا له په خپرې شوې اعلاميې کې سمون هم راوړل شو. افغانستان تر کلونو وروسته له پاکستان سره د یو انډولیز لوري په توګه د خبرو د مېز شاته څرګند شو. د دوحې خبرې اترې د دې سبب شوې چې په افغان لوری په نورو راتلونکو خبرو اترو کې د پاکستاني لوري پر شومو نېتونو لا خبر شي او له الفاظو نیولې بیا تر مانا پورې د هرې څو مانیزې اصطلاح پر ضررونو او خطرونو ښه پوه شي او د مخنیوي لپاره یې لازم ذهني تیاری ونیسي.
۱۲- کله چې د دوحې له خبرو اترو څخه خبره د استانبول مذاکراتو ته ورسېده، نو افغان هیت له ښه ذهني تیاري او پیاوړې اوسېلې سره د خبرو مېز ته حاضر شو، خو پاکستاني چارواکو د سیاسي خبرو اترو د عرف خلاف هم اخطارونه پیل کړل او هم یې مذاکراتي ټیم واحده ژبه او خپلمنځي مفاهمه نه درلودله، وړاندیزونه یې یو اړخیز، دیکتاتورانه، احساساتي او نا مودب وو. د خبرو اترو پر مېز ګواښونه د هغوی د سیاسي کمزورۍ مفهوم افاده کوي: ته به په خپله خاوره کې زما مخالفین ځپې، ماته به یې نه پرېږدې او که راواوښتل، زه به د هغوی پر ځای پر تا حمله کوم، زه د تا د مخالفینو د کنترول لپاره هېڅ ډول تضمین نه درکوم، خو له تا څخه لیکلی تضمین غواړم. زه تر خيل کنترول لاندې سیمه کې د داعش او د افغانستان د نوورو مخالفو ډلو له فعالیت څخه انکار کوم ، خو پر تا تور پورې کوم او تضمین هم درڅخه غواړم چې د (ټي ټي پي )غړي به لاس تړلي ماته راسپارې، هر بهرني ځواکمن او کمزوري هېواد ته به اجازه وي چې د پاکستان له هوايي حریمه د افغانستان هوایي حریم نقض کړي او ماته به هم دا لاره خلاصه وي ، خو ته د ورته عمل حق نه لرې. دا او دېته ورته نور مسایل په استانبول کې مطرح شول ، خو افغاني لوري یو هم ورسره ونه منل او نه ورته د منلو وړ وو. په دې ډول د استانبول غونډه هم له کوم ملموس توافق پرته پایته ورسېده . خو دې غونډې هم افغانستان ته یو څه معنوي ګټه ورسوله : د پاکستاني هیت حیثیت یې نړیوالو ، په تېره بیا درېیمګړو ته څرګند کړ او دا حقیقت هم یو ځل بیا په ډاګه شو چې پنجابیان نه د جګړې خلک دي او نه د جرګې، بر عکس افغانان بیا د دواړو دي .، دې ناستې کې د پاکستان د پوځي حکومت په باب د افغاني هیت مطالعه نوره هم ژوره شوه ، اینده کې به له دې ډول غونډو څخه لا زیاته ګټه پورته کړي، پاکستان له دې جلسې هېڅ داسې څه تر لاسه نه کړل چې دوی یې هیله لرله.
وړاندیزونه :
پاکستان سره به دا ډول غونډې نورې هم دوام پیدا کوي ، د هیتونو بڼې او ترکیب کې به هم بدلون راځي . د دې په خاطر چې د پاکستان دلایل او رزایل اینده کې نور هم په ښه ډول درک او رد شي، دلته څو وړاندیزونه لرو، هیله ده اینده کې افغان هیتونه له خپلو نورو تجربو ، تعرضي او دفاعي ارکانو سره دا وړاندیرونه هم په پام کې ونیسي:
۱- پاکستان هر وخت له افغانستانه دا تضمین غواړي چې (ټي ټي پي ) باید له افغانستانه د پاکستان تر اشغال لاندې پښتونخوا ته داخل نه شي ، افغانستان هم باید له پاکستانه دا تضمین واخلي چې همدا ډله باید له پاکستانه افغانستان ته داخل نه شي ، نو (ټي ټي پي ) خو افغانستان کې ټوکېدلې نه ده ، هغه خو تر فرضي کرښې اخوا ځالې او مرکزونه لري . که پنجابي ریاست وايي دا ډله له افغانستانه دې اخوا ته وراوړي ، نو دا پوښتنه هم باید وشي چې افعانستان ته له کومې خوا رااوړي ؟ (( د دنیا شپږم نمبر پوځ ! ))چې له کرښې د یوې ډلې د اوښتو او راوښتو تضمین نه شي کولای ، نو د ټول پاکستان د امنیت تضمین به څنګه وکړي ؟ که پاکستان ، افغانستان ته د (ټي ټي پي ) د نه رااوښتو تضمین ورکړي ، د افغانستان تضمین ته هېڅ اړتیا نه پیدا کېږي .
۲- افغانستان باید له پاکستانه دا تضمین هم واخلي چې د (داعش ) په شمول هېڅ افغان ضد وسلوالې او ناوسلوالې سیاسي ډلې ته به په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي . که پاکستان ځانته د دې حق ورکوي چې د مدني فعالانو او سیاستوالو په نوم د لنډغرو او ماتې خوړلو تنظیمي ډلو افراد په اسلام اباد کې راټول او بیا د افغانستان د برخلیک په باب خبرې وکړي ، اذهان ګډوډ او هېواد کې قومي نفاق ته لمن ووهي، نو افغانستان هم حق لري چې د پاکستان ټولې پټې او ښکاره مخالفې ډلې او د هغوی استازي په کابل کې راټول کړي او د پاکستان د حکومت د برخلیک په باب وخت پر وخت بحثونه وکړي.
۳- که پاکستان پر نړیوال او سیمه ییز دریځ په افغانستان کې د ټولشموله ، دیموکرات انتخابي او یا بل هر ډول حکومت په باب وخت پر وخت څرګندونې وکړي ، نو افغانستان هم حق لري چې په پاکستان کې د یو شرعي نظام د حاکمیت داعیه پورته کړي .
۴- که پاکستان وايي چې افغانستان دې له هند سره خپل اړیکي کم کړي او یا دې صفر ته ورسوي ، نو افغانستان هم حق لري چې ووايی پاکستان دې هم له امریکا، چین او انګلستان سره خپل اړیکي صفر ته ورسوي .
۵-که پاکستان امریکا ته د دې حق ورکوي چې د پاکستان له هوايي حریم څخه ګټه پورته کړي ، د خپلو ډورن او نورو الوتکو په واسطه د افغانستان فضايي حریم نقض کړي او بیا بېرته د پاکستان له حریمه خپلو اډو ته ستنې شي ، افغانستان هم حق لري چې هندي ډورن او نورو الوتکو ته اجازه ورکړي چې د هندي کشمیر له لارې افغانستان ته داخل شي ، د افغانستان له فضایي حریمه ګټه اوچته کړي ، د پاکستان فضايي حریم ته داخل شي او هلته خپلې موخې تعقیب کړي.
۶-که د بل هېواد په داخل کې د خپلو مخالفینو تعقیب او وژل یو قانوني مجوز ولري او پاکستان ادعا کوي چې افغانستان کې د خپلو مخالفینو وژنې پسې ورځي ، نو افغانستان هم حق لري چې د پاکستان په داخل کې د خپلو مخالفینو د ځپنې لپاره د خپلو موجودو امکاناتو په لرلو سره هلته عملیات وکړي او که افغانستان په بشپړ ډول اوسمهال د دې جوګه نه وي ، نو روسیې ، هند او د مرکزي هېوادونو ته دې د دې اجازه ورکړي چې د افغانستان له خاورې او فضا څخه ګټه پورته کړي او پاکستان کې د خپلو مخالفینو پر ضد پوځي عملیات وکړي .
۷- که بیا هم چېرته خبرې اترې پیل کېدلې ، نو ښه به وي چې د څو نړیوالو حقوپوهانو په حضور کې د ترهګرۍ ( تروریزم ) یو داسې منل شوی تعریف رامنځته شي ، چې پر هغو د ټولو د نظر توافق موجود وي او معقولیت ولري ، دا خو چې هر دولت خپلو مخالفینو ته د ( ترهګرو) خطاب وکړي دا خو به په نړۍ کې تر اصلي خلکو د ترهګرو شمېر زیات شي . د ترویزم په تعریف کې باید د (دولتي تروریزم) تعریف ته هم ځانګړی ځای ورکړای شي.
۸-د حقوقي اصطلاحاتو د دقیقې کارونې په باب موږ بار بار یادونه کړې ده ، خو یو ځل بیا یادونه کوو چې له پاکستان سره د ( سرحد )پر ځای باید ( ډیورنډ فرضي کرښه ) ترکیب وکارول شي . (خیبر پښتونخوا ) ته باید( د پاکستان تر اشغال لاندې پښتونخوا ) جوړښت وکارول شي او (جنوبي پښتونخوا )ته هم همدا ډول یو ترکیب استعمال شي . که احیاناً اوسمهال د نړیوال عرف له مخې د دې ډول اصطلاحګانو کارول ، د خبرو اترو مسیر بلې خواته وړي، نو (ډیورند فرضي کرښه )ترکیبي اصطلاح خو باید هېڅکله له یاده ونه ایستل شي او د (سرحد)کلمې له کارولو باید په چورلټ ډول ډه ډه وشي.
۹- د ترانزیت پر مسایلو بحثونه باید پر خپل پخواني حالت پاتې شي او په دې برخه کې پخواني توافقات او نړیوال اصول پر خپل ځای نافذ وګڼل شي . افغانستان باید د خپلو تازه مېوو، سبزیجاتو او نورې سوداګرۍ لپاره متبادل مارکېټ پیدا کړي .
له پاکستان سره زموږ ستونزه ډېره اوږده ده ، په هېڅ برخه کې باید پر پاکستان ډه ډه ونه لګوو.
۱۰- افغانستان باید له هرې ممکنې لارې چې وي ، عصري ډورن الوتکې تر لاسه کړي ، په ځمکني پوځ کې چې اوسني واکمن کوم خاص کنډکونه لري او دوی یې (( است-شهادي )) کنډکونه بولي ، پاکستان یې نه لري ، خو که انتحاري او یو بار مصرف عصري ډورن الوتکې هم پیدا کړي ، بیا نو د هوایي او ځمکني ځواک انډول ډېر نه ، خو یو څه برابرېږي .
۱۱- وړاندیزونه نور هم ډېر دي ، خو دلته د وروستي وړاندیز په توګه یادونه کوو چې پاکستان د اوږدې جګړې ، په تېره بیا د ځمکنۍ جګړې تاب نه لري ، که منظم او چریکي جنګ دواړه پر یو مهال شروع شي ، نو د پاکستان د اجیر او بې انګېزې پوځ ملا ورماتولی شي، د پاکستان په ورځني ژوند کې یوه ورځ اخلال د یوې میاشتې شاته پاتې کېدو زمینه برابروي او بهرنیو پورونو کې لاپسې ډوبېږي، نو د دوی د دفاع ، کورنیو چارو وزارتونو او یو څو نورو ارګانونو د مسولینو غوروپش د هغوی د کمزورتیا نښې دي، پیاوړی سړی هېڅکله لاپې شاپې نه وهي؛ هغه عمل کوي :
د عمل د خاوندانو په حضور کې
د وینا خاوند ولاړ لاس په سلام دی
نو تشه وینا د عمل مانا نه ورکوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.