د ((دویم مقاومت))د مقاومت کچه څومره ده؟

محمد اسمعیل یون

103

(یادښت: څوک چې فرصت او له سیاسي لیکنو سره لېوالتیا لري، هغوی دې دا لیکنه ولولي)

د نظار شورا او اسلامي جمعیت غړي (( لومړی مقاومت )) هغه تقریباً پنځه کلن زماني واټن ته وایي چې دوی د اوسنیو واکمنو له خوا له کابله وشړل شول او پر ځای یې نوې اداره جوړه شوه . ( ۱۳۷۵ -۱۳۸۰ل ).
دا پړاو دوی ته خاص ارزښت لري ، په خپلو سیاسي اصطلاحاتو کې یې له ( جهاد ) سره سم استعمالوي او د (( جهاد او مقاومت )) ترکیبي اصطلاح ترې جوړوي . ان کله کله تر ( جهاده ) هم ورته ډېره ترجیح ورکوي. دا ځکه چې دوی دا (( مقاومت )) یوازې خپل ځانګړی امتیاز ګڼي . عیناً لکه ببرک کارمل چې به (( د ثور انقلاب او په تېره بیا د هغه نوی او بشړتیایي پړاو )) ترکیب کاراوه. د شورویانو په یرغل سره یې (( نوی بشپړتیايي پړاو )) خپل ځانګړی امتیاز باله.
رباني او مسعود چې له روسانو سره د پټو او ښکاره اړیکو په پاللو کې تر ببرک کارمله کم نه وو، نو د ببرک کارمل د (( بشپړتیايي پړاو )) په څېر یې پر افغانستان باندې د بهرنیو ځواکونو تر یرغل وروسته د (( مقاومت )) له اصطلاح څخه ډېر خوند واخیست او ډېره ګټه یې ورڅخه اوچته کړه .
د بن تر کنفرانس وروسته واک تقریباً په بشپړ ډول نظار شورا او اسلامي جمعیت ته وسپارل شو. یوازې په کابل کې (۸۳۲) مهم پوستونه په دې پلمه د پنجشېر درې د نظار شورا اړوند غړو ته ورکړل شول چې د دوی په اصطلاح یې په (( مقاومت )) کې ونډه درلودله. دې حاکمیت نږدې شل کاله دوام وکړ ، البته وروسته نورو ډلو او افرادو ته هم په حکومت کې ونډه ورکړل شوه ، خو د ښاغلي کرزي او ښاغلي غني په شلکلن حاکمیت کې د واک محوریت د همدې نظار شورا او اسلامي جمعیت له مقاومتیانو سره و، ان د ډاکټرغني او ډاکټر عبدالله د دوه سري حکومت د تړون په یوه ماده کې د غني ګروپ د (( مقاومت ارزښتونو )) ته په درناوي مکلف شوی و.
د یاد (( مقاومت )) پلویان اوس کوښښ کوي چې د دوی په اصطلاح پخواني مقاومت ته د لومړي او خپل دې بل ته د ((دویم مقاومت ))نوم ورکړي .
خو اوس راځو دې پوښتنې ته چې (( دویم مقاومت )) د ((لومړي مقاومت )) په شان
د مقاومت ځواک او قوت لري کنه ؟ غواړو د همدې پوښتنې پر محوریت لږه رڼا واچوو:
۱- دولتي ځواک : (( لومړی مقاومت ))اساساً د جبل السراج د تړون ادامه وه. یاد تړون چې د روسیې پر محوریت ، د ایران ، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو په مرسته رامنځته شوی و ، هدف یې دا و چې په افغانستان کې یو اقلیت محوره حکومت جوړ شي ، د هېواد منظم وسلوال پوځ وپاشل شي او تنظیمي جنګونو ته لاره اواره شي. د جبل السراج د توطیې پر اساس د اسلامي جمعیت ملېشې کابل ته داخل شوې ، د دولت خزانه ، امکانات ، ځمکې او غنایم یې تر لاسه کړل . په دویم مقاومت کې قضیه د هغه معکوس حالت انځوروي.
۲- مالي سرچینې : د ۱۳۷۵ ل کال په نیمايي کې د ط. ا . ل . ب . ا نو اسلامي تحریک په کابل کې د رباني – مسعود نیمواکه واکمني ختمه کړه . خو دوی د هېواد د شمال په ځینو ولایتونو کې د همغه ترکیب په شکل چې پخوا په جبل السراج کې جوړ شوی و، خپل مزاحمت ته دوام ورکړ. د دې تر څنګ دوی د پیسو د چاپ امکانات هم له ځان سره خوندي کړل.
رباني په کابل کې د خپل حاکمیت پر مهال ( شپاړس نیم زره ملیارده افغانۍ ) چاپ کړې ، دا بیا په سل کې ضرب کړه ، ځکه چې په جعلي ډول یې د هر بانکنوټ سل کاپۍ چاپولې . د چاپ دې لړې له کابله د دوی ترتېښتې وروسته هم دوام پیدا کړ. پر یادو پیسو سربېره جنرال دوستم هم ځانته پیسې چاپولې ، چې دې کار د افغانیو ارزښت ډېر راټیټ کړ او د انفلاسیون کچه یې ( یو نیم زر ځله ) پورته کړه. پر دې سربېره روسیې ، ایران ، د مرکزي اسیا او ځینو نورو هېوادونو هم هره میاشت په لسګونو ملیونه ډالر د شمالټلوالې یاد ترکیب سره مرسته کوله.
اوسني مقاومت سره د دې ډول مرستو او پرېمانه مالي سرچینو کوم څرک نه لګي.
۳-دولتي سرپوښ: (( د اسلامي دولت)) په نوم تنظیمي ترکیب که څه هم په کابل کې فزیکي او نظامي حضور نه درلود ، وروسته یې په ټول هېواد کې هم د نفوذ ساحه ( پنځه سلنې ) ته راکښته شوه، خو دوی د (( اسلامي دولت )) عنوان له ځان سره ساتلی و، په همدې نامه یې د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره رسمیت درلود او د افغانستان په استازولۍ یې په نړیوالو غونډو کې ګډون کاوه . اوسنی مقاومت له هېڅ دې ډول امتیازاتو برخمن نه دی.
۴- پوځي مشرتوب: (( لومړی مقاومت)) که څه هم له بېلابېلو ډلو جوړ و ، خو د روسیې په زیات ټینګار او فشار نورې ډلې مجبورې شوې چې د احمدشاه مسعود تر مشرۍ لاندې خپلې پوځي چارې همغږې کړي. په نظامي چارو کې د احمدشاه مسعود خپله شخصي تجربه ، مهارت ، د افغاني ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د هغه پخواني او اوسني اړیکي ، د پیسو د وېش انحصار، له استخباراتي کړیو سره د هغه پټ او ښکاره اړیکي دا ټول د دې سبب شول چې د هغه وخت (( مقاومت)) یو څه موده دوام پیدا کړي . په اوسنیو مقاومتیانو کې نه همغږي شته ، نه کوم واحد عنوان ، مشرتوب او نه کوم پوځي جرات ، مهارت او تدبیر ؛ د احمدشاه مسعود ځایناستی اوسمهال (حسیب قوای مرکز )دی، نو اوس یې خپله سره پرتله کړئ!
۵- عقبي جبهه: د (( لومړي مقاومت )) پر مهال د هغوی عقبي جبهه فعاله وه ، په ( کولاب)کې هغوی پوځي اډه درلوده ، د روسي او تاجکي ځواکونو له خوا یې پوره پوره پوځي او لوژیستیکي ملاتړ کېده او له نورې نړۍ سره هم له همدې لارې وصل و. اوسنی (( مقاومت )) دا ډول عقبي جبهه نه لري ، اوسنی نظام د هېواد پر سل سلنې خاورې حاکم دی او ګاونډي هېوادونه ترې هم د وېرې احساس کوي.
۶- ولسي ریښه او انګېزه: رباني ، مسعود، خلیلي ، دوستم ، کیان ، محقق او دا ډول نورو اشخاصو که د ټول هېواد په کچه کوم خاص محبوبیت نه درلود او د عام ولس له کرکې سره مخامخ وو، خو په خپلو اتنیکي ګروپونو او محدوده جغرافیه کې بیا د ځانګړي نفوذ خاوندان وو، نه یوازې بهرنۍ اړیکې یې لرلې ، بلکې په خپلو قومونو کې کې یې هم ریښې ځغلولې وې ، ځینو یې ان له نورو قومونو ، په تېره بیا له پښتنو سره هم خپل خاص مناسبات ساتل . هغوی به خپلو پلویانو ته کله جهادي او زیات وخت قومي انګېزه ورکوله. (( دویم مقاومت)) بیا د داسې سیاسي ماشومانو یو ترکیب دی چې نه کومه انګېزه لري ، نه کومه عقیده ، نه په ولس کې ریښه لري او نه پرې بهرنیان دومره پانګونه کوي چې پر هغو پخوانیو یې کوله ، نو ځکه خو یې کوم موثر سیاسي او پوځي فعالیت محسوېږي نه.
۶- کورنی او بهرنی سیاسي چاپېریال: هغه بل ځل هم که د ط.ا.ل.ب.ا.نو د اسلامي تحریک مشرتابه د نړۍ له زبرځواک سره ټکر نه وای کړی او هغوی مستقیماً پر افغانستان یرغل نه وای کړی ، نو د احمدشاه مسعود تر وژنې وروسته د (( لومړي مقاومت)) کمپله له افغانستانه په ټولېدو وه. خو د امریکا پوځي یرغل د سیاسي قدرت پاڼه واړوله او مړژواندي مقاومتیان یې پر ژوندیو ښامارانو بدل کړل، خو دا ځل شرایط هغسې نه دي ، نړۍ بیا په هغه شکل افغانستان ته نه راځي او نه ورسره کومه لېوالتیا لري ؛ نړۍ دلته د خپل راتګ بیه پرې کړې ده ، البته د تېر په څېر استثنايي حالت له پامه نه شي غورځېدی ، که چېرې اوسني چارواکي یو ځل بیا د نړۍ له زبرځواکونو سره ټکر وکړي او یا تېر تاریخ په یو نه يو ډول تکرار شي ، نو کېدې شي اوسني نیمژواندي مقاومتیان یو ځل بیا راژوندي شي ، خو نه په هغه قوت ، شان او شوکت ؛ د داسې یو حالت چانس ډېر کم برېښي ، ځکه چې د اوسنیي نظام چارواکي هم په ډېر مهارت له نړیوالو سره د خپلو اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي او غواړي له احتمالي خطرونو ځان وژغوري. خزانه یې هم په لاس کې ده ، وسله هم لري او انګېزه هم .
۶- ولسي غبرګون : په نړۍ کې هېڅ داسې نظام نه شته چې هغه دې خپل طبیعي مخالفین و نه لري، ولس هم له هېڅ حکومت څخه سل په سلو کې خوشاله نه وي . په افغانستان کې اوسنی سیاسي نظام هم له دې حالته مستثنی نه دی، خپل مخالفین هم لري او د ولس د نارضایتۍ کچه هم ډېره ټيټه نه برېښي . خو د ولس د نارضایتۍ دا کچه هغه وخت د رضایت کچې ته پورته شي چې اوسني مقاومتیان او نور پخواني جنګسالاران ، فاسدین او غاصبین د اوسني حکومت د مخالفت چغه پورته کړي ، خلک بېرته ځان سره وایي چې تر پخوانیو غلو خو همدا اوسني چارواکي په ځلونو ښه دي ، که د ښځو تعلیم نه شته ، امنیت خو شته ، سرومال ، عزت او عفت خو مو خوندي دی، د ابادۍ کارونه هم نسبتاً ښه روان دي او نور ګڼ دلایل د خلکو په ذهنونو کې زرغون شي ، خلک په هېڅ وجه جګړه نه غواړي . واقعیت دا دی چې د اوسنیو مقاومتیانو مقاومت په ولس کې د اوسنیو چارواکو د مشروعیت او محبوبیت سبب ګرځېدلی او لاپسې ګرځي . نو که خپلې خبرې راټولې کړو ، له اوسني مقاومت او مقاومتیاتو څخه هېڅ مثبته نتیجه متصوره نه ده . نه دې دوی خپل وخت ضایع کوي او نه دې د ولس د ذهني نارامۍ سبب ګرځي .
که څوک په هېواد کې د مثبتو تحولاتو پلویان وي ، هغوی دې پر نورو معقولو ، ملایمو او سوله ییزو لارو چارو فکر وکړي . له اوسنیو مقاومتیانو څه نه جوړېږي. هغه متل دی :چې مور یې بټیارۍ وي ،زوی یې نه فتح خان کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.