پښې يي اوږدې غزولې وې، شاوخوا يي رنګې باد باد وې
د رسم کتابچه یی مخکې پرته وه
ورقې يي اړولې، ډېر زيات رسمونه يي رسم کړي وو،داسې ښکاريده لکه په سپينې ورقې پسې ګرځيده.
ما د چای له پيالې غړپ وکړ
شاته مې پر بالښت تکيه وکړه
بيا مې په مينه د خپلې نازولې ننداره کوله
په کتابچه کې يي سپينه ورقه راوسته،پنسل يي راواخیست
په رسم کولو يي پيل وکړ
څو شيبې پس يي اوففف کړه
پنسل پاک یی راواخيسته، ژر ژر يي په ورقې راتيراوه …
داسې ښکاريده، لکه رسم يي په زړۀ نۀ وي راغلی،ټوله ورقه يي پنسل پاک کړ،بیا يي ورقه پوف کړه.
پنسل يي راواخيست،دا ځل يي په دقت پيل وکړ اول يي نقطې وايستې بیا يي خطونه پرې راکش کړ،ورته کيناسته ، ځان سره موسکۍ شوه لکه چې رسم يي ښه راغلی وه .
ورپسې يي زيړه رنګه راواخيسته
په رنګولو يي پيل وکړ.
له پوهنتون نه تازه فارغ ورور مې لا پۀ دهليز کې وۀ چې غږ يي کړ
فاطمې وۀ فاطمې؛ هله خورکۍ هاغه چارچر خو راته راوړه .
فاطمه: ښه لالا راوړم دا رسم رنګه کړم .
دې سره مې ورور کوټې ته راغی، کوچنۍ فاطمې ته يې وويل:
اوهو فاطمې ګلې څوومره ښايسته کتاب دې رسم کړی دا خو ډېر ښهراغلی،لکه رسم چې نه وي رښتيانی کتاب وي،ته ماشاءالله په دې وړکي ځان دومره لايقه يي زه چې تا غوندې پينځه کلن وه لا مې پوزه نه شو پاکولي هههههه
ته ډېره لايقه یی د ما خوږې!
څۀ خو د فاطمې رسم رښتيا ښکلی وۀ او څه نو دۀ ورته د چارچر د راوړلو لپاره غوړه مالی کوله!
فاطمې سر راجګ کړ
په خندا شوه، سپين واړه واړه غاښونه يي وځليدل،ځان ته مغروره غوندې شوه
بیا مې ورور احمد ورته وويل:
نازولې اوس خو مې چارچر لههغې بلې کوټی راوړه .
فاطمه چې تل په رشوت عادت وه، دهر کار بدل چې به يي يو څۀ غوښتل، چې ورته وايي هغه پياله راکړه نو خامخا وايي خی پينځه روپۍ به راکوې،دا ځل يي هم د تل په څير وويل: لالا نو مفته خو نه کيږي .
دې سره درې واړه کټ کټ پۀ خندا شوو
احمد :ځه يو پنجي درکوم.
فاطمه: نه لالا پنجي نه غواړم
احمد سترګې رابرګې کړې، نو لسګون!!؟
فاطمه: نه لالا هغه تا چې د پنتون په فراغت کې خولۍ اغوستې وه، هغه بهماته راکوې چې زۀ يي هم واغوندم
احمد: ای شيشکې سمه ده درکوم يي اوس خو چارچر راوړه
فاطمه چې راغله احمد ورته تياره خولۍ له المارۍ رااخيستې وه
چارچر يي ورکړ او احمد هم خولۍ ورته په سر کيښوده
فاطمې هاخوا او ديخوا کتل او ځان سره موسکۍ موسکۍ کيدله
ما چې هم ځان په موبايل کې بوخت ښوده
راته غږ يي کړ
انجینر لالا ته ماته ګوره څنګه ښکارم ما په تندي ښکل کړه اوهو خوږهمې ډېره ښه ښکاري .
بيا يي راته کړل
لالا داسې ورځ بهراشي چې زۀ هم له پوهنتون نه فارغه شم!!!!
اوسنيو حالاتو ته پر کتو مې خوله ګونګۍ شوه،رنګمې والوت حیران وم څه ووايم
سر مې ټيټ واچاوۀ
پۀ ورو غږ مې وويل: ان شاءالله.
تۀ به ډاکټره کيږی!!!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.