وروستۍ چيغه

فرزانه زیار

208

د کوټې شاوخوا دیوالونه وښوريدل، هر څه لړزېدل. د المارۍ له پاسه لوښو د مرګ سندرې ویلې، یو پر بل پسې رالوېدل. ميمونه، چې ددې دیوالونو رپ رپ سره نااشنا نه وه، خو دا ځل یې زړه ولړزېد.
ژر يي چيغه کړه
“هلۍ هلۍ زلزله ده زلزله!”
ووځئ ووځئ
مڼډه کړئ
مخ په کوټې يي رامڼډه کړه، خپل دوه ماشومان یی له لاسونو ونیول، لکه یوه مرغۍ چې د باد له تندرونو خپلو بچیو ته وزرونه خپروي، تر حویلی یې بوتلل. خو زړه یې لا هم په کوټه کې و.
د کوټې په زانګو کې يي کوچنی زوی پاتې وه

بېرته يي تر کوټې رامنډه کړه. له دروازې چې دننه شوه، زلزله نوره هم زور شوه. د چت د دستکو ترق ترق شول. زوی یې راواخیست، لا یې ګام نه و پورته کړی، چې یو غټ ړنګ شوی توغندی ورته له پاسه راښکته شو.
د خاورو، دوړو او چغو ترمنځ، یو وروستی غږ پورته شو: اخخخخ زوی مې!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.