د خاورو خمیره

ليکواله: فرزانه زیار

354

پاس اسمان ټول بله رڼا شو، دې سره د کور د مخې په پاس پټي کې مو د ډزو غږونه شو، ټعق ټعق ټعق ټعق تا به ویل: پاس اسمان کې اور بل دی، ورسره د نارینه غږونو شورماشور شو، مبارک مبارک مبارک ویل یې د ډزو له غږونو سره ګډ شول، او یو بل ته یې سره غیږې ورکولې.
زه هم جړ سر د سړیو تر منځ ولاړه وم، هره خوا توره تیاره وه، او د ډزو له غږونو هم ډارېدلم، خو لرې نه شوم تللی دلته په سړیو ډاده وم، لرې له تیارې وېرېدم، البته ما به ویل: کومه بلا رانه شي، تل به مې فکر ته راتلل چې په تیاره کې هرې خوا ته پیریان او ماردازمیان وي او موږ ماشومان خوري…
له دې سره مې پلار ولیدم،راته قهرجن شو،
_ ووونجلۍ دلته څه مرګ غواړې، ځه ورکیږه کورته لاړه شه چې نیکې د خدای بدې دي سبا به مرداره یې، کومه ډزه د په سر ونه لګیږي، بیا تا کومه خوا وځغلوم.
ما چې هم د پلار قهر ولیده د دروازې خواته مې رامڼډه کړه، د پخلنځي له خوا د رڼا او چیغو غږونه راتلل، د تره لور مې په زوره زوره چیغې وهلې، ځای ځای وایي
_ وۍ الله زړه مې وچاوده، خداااااایه کنه، الله خو د خاورو خمیره شوووم کنه، خدایه خووو!
الله خو مرګ به د راکړی وه کنه، الله دا نو څه ژوند ده، ولې بدمرغه د خدای یم الله کنه
بیا خپل زړه ته څپیړه ورکړي او چیغو ته لا زور ورکړي، چې مې همغې خوا ورمڼډه کړه، د تره لس کلن زوی مې د پخلنځي اورسۍ څنګ ته ولاړ وه، تشلې یی حسابولې،
_ بشيره! شریفه ولې ژاړي؟
_ههههه خداسته زه څه خبر
پخلنځي دروازه نه درلوده له بوجیو یې پرده ورته ګندلې وه، زه چې ورننوتم پرده مې ځان سره راوغورځوله، ټوولو راوکتل، ګورم شریفه په اوسپنیی پیپ ناسته ده چیغې وهي، خو لکه اوښکې یی چې تښتېدلې وي اوښکې یې نه تویېدلې یوازې یې زړه ته سوکان ورکول او بیا به په چیغو شوه د تره د ښځې مې په لاس کې شنه پلاستیکي کوزه وه، په مخ او زړه ورته اوبه ورشیندلې، بیا به یې پر ګډو وډو جړو ویښتانو ورته لاس واهه، خپلې اوښکې به یې پر پلو پاکې کړې،
_ خیرده لورې دا به د نصیب وه، صبر وکړه
_ مورې دا نصیب د په اوورر وسوځي، زه خو یې وسوځولم…
چې د پښو درب درب شو
بشیر‌ آشپزخانې ته غاړه را اوږده کړه چوپ چوپ چې خان لالا راغی، دوی به خپل پلار ته خان لالا ویلې، اوس به قیامت جوړ کړي.
شریفې زر زر په خپل شوټ لاس اوښکې پاکې کړې خو سلګۍ یی لا وهلې.
خان لالا چې د خپلې لور چیغې اورېدلې وې
ورته راغی سر یی ټیټ نیولی وه، ورته یی کړه د الله رضا وه تقدیر به د وه نور خو ښه سړی دى، خیر چې یوه ښځه لري تا به هم ښه ساتي.
بیا یی ښځې ته مخ کړ،
_ ګلاااانې تا راباندې وکړل، که د لور ښه ساتلې وه، ماشومانو ته د غیږ کې نه وه ورکړې ته په خپلو بڼډارو و خنداګانو پسې نه وې ورکه شوې، نو ولې به ددې غریبې لاس ماتېده!
ګلانې په پوزه نر مچ نه پریښوده. ژر یې پرې ورغړپ وهل او که تااااا بې غیرته په وخت ډاکټر ته بولې وه درملنه دې کړې وای نو ولې به یی د لاس هډوکی وچېده. اوس به مو ښه ځوان ته ورکړې وه، د بنې بنتون به یی ولې تېراوه.
دې سره شریفې اوږد اسوېلۍ وایسته د سر کوږ ټیکری یی راسم کړ، له پخلنځي ووته!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.