عبدالعلیم خاموش ته د مرګ سزا اورول شوې؛ خو قانوني وضاحت نشته

222
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې عبدالعلیم “خاموش”، د پکتیکا ولایت د جانخېلو ولسوالۍ ښوونکي ته د مرګ سزا اورول شوې ده. چارواکو ادعا کړې چې نوموړي رسول الله ﷺ او دیني مقدساتو ته سپکاوی کړی، او په خبره یې، خپله هم پر دې تور اعتراف کړی دی.
عبدالعلیم خاموش شاوخوا درې اونۍ وړاندې د عصرې علومو د ګټو په اړه د خبرو له امله نیول شوی و. ځینې سرچینې وايي، نوموړی په ټولنه کې د ښوونې او فکري روزنې له مخې پېژندل کېده، خو له نیول کېدو وروسته یې له کورنۍ، شاګردانو او عامو خلکو سره هېڅ ډول تماس نه دی نیول شوی.
د ځایي خلکو او د بشري حقونو د ځینو مدني فعالانو په وینا، تر دې دمه د نوموړي پر وړاندې هېڅ ډول کره قانوني اسناد، ثبت شوې قضیه، یا علنۍ محاکمه نه ده وړاندې شوې. پر ټولنیزو رسنیو هم داسې شکونه راپور شوي چې ښايي نوموړي ته د طالبانو لخوا کومه لومه جوړه شوې وي ځکه خاموش له طالبانو سره په زندان کې و او هیچا ترې نه دي کوم څه اوریدلی او نه هم څوک ورباندي کوم ثبوت لري.
د جانخېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، کټواز مهالنۍ ته ویلي: “موږ عبدالعلیم له نږدې پېژنو. د ښوونې سړی و. د دین سپکاوی یې نه کاوه. ښايي د طالبانو له کوم فرد سره یې د نظر اختلاف کړی وي ځکه هغه د حقیقت ویلو ژبه درلوده.”
همدا راز یو بل کس وویل: “طالبان چې زړه یې وغواړي په اولس یې تر سره کوي هیڅوک حقیقت نه شي ویلی که حقیقت ووایو طالبان مو په داسي تورونو وژنې مطمین یم خاموش هم ځکه وژل کیږي چې حقیقت یې ویل او خلکو ته یې فکرې بیدارې ورکوله“
د خاموش قضیه د ۲۰۱۵ کال له هغې پېښې سره پرتله کېږي، چې فرخنده نومې نجلۍ د یو ملا لخوا د درواغو پر بنسټ د قران سوځولو په تور ووژل شوه. وروسته څېړنو څرګنده کړه چې هېڅ جرم نه و شوی. د عبدالعلیم په تړاو هم ورته اندېښنې راپورته شوې دي، او پوښتنې راپورته کوي چې ایا روان بهیر له عدلي او قضایي اصولو سره سم پرمخ ځي که نه.
کارپوهان وایي: “بې‌علمي یو سیاسي وسیله ګرځېدلې”
یوه کابل مېشتي تحلیلګر چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي طالبان معمولاً له داسې کسانو سره ټکر کوي چې خلکو ته د عصري فکر، انتقاد او پوښتنې ذهنیت ورکوي:
“طالبانو ته یو ښوونکی، چې پوښتنه پیدا کوي، له تشدد ډېر خطرناک ښکاري. ځکه پوښتنه د فکري بیدارۍ پیل دی، او دا بیداري د دوی د واک خلاف ده.”
ولسي خلک، د بشري حقونو نهادونه، ازاد خبریالان او د مدني ټولنې غړي له طالبانو غواړي چې که کوم تور موجود وي، باید د عامو، شفافو او مستندو شواهدو په رڼا کې یې عدالت تأمین شي، نه دا چې د تورونو پر بنسټ سړي ته د ژوند یا مرګ سزا ورکړل شي.
راپور: کټواز مهالنۍ
نیټه: جولای ۱۷، ۲۰۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.